د مور د ورځې تاريخچه

په اوسنی معاصره بڼه دموردورځي تجليل له نن څخه ۱۰۳ کاله وړاندي په امريکاکي پيل شو ی دی

که دژونديو موجوداتوتر منځ اړېکو ته ژوره پاملرنه وشې نودابه راته څرگنده شي چي ټول ژوندی موجودات مور لري اومور پر گرانه ده،داځکه چي دهغوي مور نه يوازي داچي خپل بچۍ ئي دنياته راوړي په مختلفو بڼودخپل زېږېدلي نه دبهرنی حملې په مقابل کي دفاع کوي بلکې په لوېدوکي ئې هم کړاونه گالي . تاسو وگوری هغه حيوانات چي هگۍ اچوی هم کوښښ کوي خپلي هگۍ داسي ځاي کښېږدي چي له زيانه په امان کي وي ،تر څو بچۍ ئې لوېږي په امان کي پاته وي .
زه نه غواړم پر دې مسله زيات بحث وکړم دومره ويلاي شم چي ټول موجودات په شکل داشکالو مور لري دادخداي حکمت دی چي پرټولوموراوپر مور اولادونه تر هر څه گرانه وي . دمورڅخه دفاع اوساتنه په خپل ذات کي دهغۀ ددرناوي معنا لر ي ځکه خوډير حيوانات هغه وخت په قهرېږي اوځان حملې ته تياره کله چي ئې مور له کوم گواښ سره مخامخ سي .
که له حيوانانو اونورو حيه موجوداتو را تير سو انساني ټولنه راوڅېړ و،نودلته بيامور هغه لوړ مقام لري اونازول کېږي لکه چي انسان له نورو موجوداتوسره توپير لري . راغلو اسنادو اوليکنو نه داسي ښکاري چي پدې ورځ ښځو خپلې غوښتنې مطرح کولې ،دستونزو اوناخوالوپه هکله ئې خبري کولې اودحل لاري چاري ئي سنجولې . پدې ورځ زامنو مندو ،وروڼوخوندواودښځو خاوندانوخپلي کوروداني ته ډالی ورکولې اوله هغوي نه ئې مننه کول .
ابوسعيد عبدالحی بن ضحاک ابن محمود گرديزی په خپل تاريخي اثر ((زين الخبار )) کښي تر اسلام دمخه زموږ په هيوادکي دښځې په باب ليکي : « اين روز پنجم اسفندارمذ باشد، و اين نام فرشته است که بر زمين موکل است و بر زنان پاکيزۀ مستوره، و اندر روزگار پيشين، اين عيد خاصه مر زنان را بودی. و اين روز را مرد گيران گفتندی، که به مراد خويش مرد گرفتندی. » ۱
د((مرد گيران)) څخه موخه داده چي پېغله کولاي شي په خپله خوښه ځانته دژوند ملگری وټاکي .تراسلام دمخه انجونو پخپله خوښه دمېړه دانتخاب حق درلود.
ابور يحان بيرونی هم ددې ورځې نه (( الباقيه )) په نوم خپل کتاب کښي يادونه کوي ،ليکي : « اسفندارمذ ماه روز پنجم آن روز اسفندارمذ است و برای اتفاق دو نام آن را چنين ناميده اند و معنای آن عقل و حلم است و اسفندارمذ فرشته موکل به زمين است و نيز بر زن ها درست کار و عفيف و شوهر دوست و خير خواه موکل است و در زمان گذشته اين ماه بويژه اين روز عيد زنان بوده و در اين عيد مردان به زنان بخشش می نمودند» ۲
دنړۍ ټولو ولسونوله ډير پخوانه په کال کي يوه ورځ دمور دورځې په نامه نومولې ده اوله دې ورځي په ډير ه لوړه کچه دخوښيو او خوشحاليونه کو محفلونوپه جوړولوسره لمانځنه کوي .
په ۱۸۰۶ م کال کي ناپليون دلومړی ځل لپاره دموردورځې په رسميت پېژندو وړانديز وکړ .
په ۱۸۷۲ م کال آغلي جوليا وارد هووه (Julia Ward Howe) ،چي يوه امريکايي ليکواله اوحقوق پوه وړانديز وکړ چي وه ورځ دي دمور په نامه ولمانځل شي .
دموردورځي لمانځنه يوازي دهغو مندو په خاطرنده کومې چي ژوندۍ دي بلکې دهغوياد هم دي کوم چي اوس حيات نلري .ځکه نوپه غير اسلامي ټولنو کي ئي اولادونه دخپلو مندوقبرته ځې اوپر قبرئې گلان ږدي ،مگرپه اسلامي ټولنو کي بيادهغې روح ته دعاکوي اودخداي درضا لپاره خيرات کوي .
ددي لپاره چي مورته درناوي اوله هغې سره مينه نړيواله پديده ده ځکه خو دنړۍ په هرگوټ کي دمور دورځې په نامه
انسانو تل دمور درناوی کړی اوهغه ئي نازولې ده ځکه په حقيقت کي مورتر هر چاپر سړي گرانه وي که څه هم انسان دمور اوپلارنه دنياته راځي پلار داولادونولپاره نفقه برابروي اومور ساتي خوپلار هيڅکله دمور ځاي نسي نيولاي اوهيڅکله پرلا تر مور پر سړي نسي گرانېدلاي .
دبشرپه تاريخ په مختلفيو ډولونودمور ياد اودرناوی شوی ،خوکه ئې رېښې ته ځيرشونوريښه ئي له مذهبي علايقو اوعقيدونه راټوکېدلې ده . دا چي په زرگونه کاله پخوا لومړنيو انسانانوخدايان اوهغه څه چي دوي ورته عبادت کاوه دمور په څېره کي ليدل داپدې معناده چي دمور مقام دبشريت په تاريخ کي څومره لوړ اودقدروړوو.
دتاريخي روياتوله مخي دعيسی عليه سلام تر پيدايښت ۲۵ کاله پخوا په يونان کي دوي يومعبد ته د خداي په نامه عبادت کاوه، ديونان خلکو په کال کي يوځل دغه معبد ته دمور ورځې جشن جوړاوه اوپه دغه ځانگړې ورځ ئي دهغې لپاره دموردورځي په نامه خاص مراسم ترسره کول .
دموردورځې دتجليل دپيدايښت تاريخ په هکله ترټولو پخواني

لاسته راغلي سند دپخوانی يونان څخه لاسته راغلي چي هلته ۲۵۰ کاله مخکي تر ميلاد يونانيانودپسرلی مېلې سره يوځاي ددخداي دمور ((Rhea )) په نوم جشن جوړاوه ،همدا ډول په روم کي دخدايانودمورپه نوم ((Kybele)) ځانگړی جشنی مراسم نيول کېده .
په پخواني يونان کي دمياشتي په نيمايي کې دخدايانو ((رئا مور)) ،(( زئوس )) دخدايانوخداي څخه ددرناوي په خاطر دمور دورځي يادونه کېدل . په همدې بڼه په نوروسيمو کي هم دمور دورځي نه دهغه سيمودمذهبې اړېکو اوعقيدوپر بنياد يادونه شوې ده .
په ۱۳ مه پېړی کښي روميانو اويونانيانو يوه ورځ دمور دورځي ،په نامه ونومول اوددې ورځې په وېاړ مراسم ئي په کليساکي تر سره کول .
د ۱۶ پېړی راپدې خوا په انگلستان کښي په عنعنوي ډول هرکال ديکشنبې په ورځ جشونه جوړېده چي د((مورنۍ يکشنبې ))په نامه ئې شهرت موندلی وو. دغه مراسم دمسحيت دڅلوېښت ورځودروژې په وروستۍ يکشنبې جوړېدل .
په هغه وخت کي خلک ډير بېچاره وه دانگلستان خلک مجبور وه ډيرو ليري ځايوته دکارلپاره ولاړ شي . پدغه مورنۍ يکشنبه دغه کارگران رخصت وه تر څو وکولاي شي خپلو کوروته راشي ،دخپلې مور اوکورنۍ سره يوځاي ددې ورځې په خوښيو کي برخه واخلي . پدې ورځ دمېوې کيک پخېده اوپر دسترخوان پروت وو.
پسله هغه چي مسيحيت تر ټولي اروپا راورسيد دغه دموريکشنبې خپل ځاي د((کليسامور)) ته پرېښود . داپدي خاطر وو چي هغه وخت دعسيوي دين ملايانو غوښتل دخلکو پام کليساته راواړه وي اوکليسا ديوه مقدس اوددوي دخلاصون دمرکزپه توگه وروپېژني . دوخت په تېرېدوسره دادواړه مراسم يوځاي شول اوپه يوه ورځ ترسره کېدل اوپدې ورځ دکليسا اومور څخه يوځاي يادونه اولمانځنه کېدل .
په ۱۷ ميلادي پېړی کښي د انگلوساکسون په فرهنگ کي هم يوه ورځ دمور دورځي په نامه موجوده وه . هغو کسانوچي په مختليفو برخو کي کار کاوه پدې ورځ رخصت اخيستی تر څودکورنی سره يوځاي شي .پدې ورځ ئي مورته ډالی ورکوله اوځانگړې خواړه تيارېدله ،البته معمولأدغه ټول مراسم په کليساکي ترسره کېدل .
داسي تاريخي روايتونه هم شته چي دتمدن اومدني ژوند دپيل سره زرگونه کاله پخوادښځې مقام او اهميت ددرناوي په وياړ يوه ورځ دښځي دورځې په نامه تجليلېده .

په گران افغانستان کي هم لکه دنړۍ نور ولسونه په جنتری کښي دجوزا پر ۲۴ مه دمور دورځي په نامه ځاي ورکړه شوی دي . اوداورځ په لومړيوکي يوازي په ارگ کي لمانځل کېده دوخت په تېرېدوسره له ارگ نه راووتل اوبياکرار ،کرا ترد ولاياتوتر مرکزونوپوري را ورسېده اودلته ئي دتل يازيات وخت لپاره کډه واړول .ځکه خو تر اوسه يوازي دولاياتوه مرکزنو کي ددولتي چارواکو لخواپه سمبوليکه بڼه لمانځل کېږي . يوازي هغه کورنۍ چي د ليک اولوست له نعمت نه برخمن دي اوياپه اصطلاح ښاري ژوند لري يو شمير اولادونه پدي ورځ دمور لپاره څانگړې ډالۍ تياروي اوله گلانوسره يوځاي ئې هغي ته وړاندي کوي .په حقيقت کي زموږ په هيواد کي دولتي چارواکو اوډله ايزو رسنيوددغې ورځي ارزښت او اهميت ته چندان پاملرنه نده کړې اونه ئي ددې لپاره کوم ځانگړی تبليغ کړي .ځکه خوئې دلمانځلو رېښه زموږ دټولنې تر کليو اوبانډوپوري نده رسېدلې ،هغوي ته دايوه خوډيره پر ځاي اوکره خبره سوې چي جنت اودوزخ دمور اوپلارترپښو لاندي دي بايد احترام ئي وسي اوبس . نورهلته دمور ورځ نه پېژنې اونه څوک ددې ورځې په هکله له هغوي سره خبري کوي . ايران
په ايران کي دمور ورځ د۱۳۵۷ کال تر انقلاب وړاندي دقوس پر ۲۵ چي دايران دپاچادمور دزېږېدو ورځ وه لمانځل کېده . پسله هغه چي اوسني اخوندان دولتي واک ته ورسېدل داورځ په رسمي بڼه د دجمادي الثاني پر ۲۰ مه دحضرت محمد (ص) دلورفاطمه زهرادزېږئېدو ورځ بلل سوې لمانځل کېږ ي .
دليکنې داوږدوالي لکه ډارنه ئي نور پدې ټکو رالنډه وم چي :
که څه هم دنۍ په ټولو هيوادوکي دمور ورځ اودهغې مقام ته ددرناو په وياړ يوه ورځ ځانگړې سوېده اودبلې خوا مور مور ده اوپر هرچالکه چي پورته ورته اشاره وسو تر هر حه گرانه ده .مگر له بدمرغه دمور يا ښځې په وړاندي دغې انساني عاطفې تر اوسه لادبشريت په عملي کنو لکه چي اړتيا ورته برېښي اوددوي طبعي حق دي ځاي نه دی ورکړه سوي . په ډير ځايو کي ښځې ته چي مور ده دانسان په سترگه نه کتل کېږې اوکله ناکجله خودهغۀ مقام ته ددرناوي نه دسياسي سوداگريوپه موخه پراخه اسفاده کېږي . پدې ورستيو کي دښځو گډون دهيوادونوپه ټولنيز اوسياسي ژوند کي ددموکراسی دپلي کېدو بېلگه بولي چي داسي هم ده ،خو دغه گډون زموږ دهويواد په شمول سمبوليک وي ،په عمل کښي هغوي ته دپراخ کار اوعمل صلاحيت نه ورکړه سوی . دبېلگې په توگه څه موده وړاندي دکابل چارواکو دسولي دجرگې په نامه له مرکز اولياونه خپل دوستان راوبلل ،دامريکا او اروپايي نړۍ دفشار له امله دلته هم دښځو گډون دفيصدی پر بنياد وټاکل سو اودوي ته هم دگډون اجازه ورکه سول . مگر تراوسه دخلکو سره سوال دي چي خداي مکه دایې گونگياني راغوښتي وې اوکه دوي ته دخبرو اجازه نه وه ،ځکه ټولو يوازي دنورو ننداره کول اوددوي يوه خبره چاوانه ورېده . اوپدې بڼه په نورو ټولنيزو اوسياسو پروسو کي ددوي گډون دبهرنيانو له دار اودهغوي په اشاه سمبوليک دی .
تر اوسه افغان مور دنوروشاته پاته هيوادو دولسو نو مندي تر زيات جبر اوسم لاندي ژوند کوي . په حقيقت همدا اوس له دواړو خوانه (دولت اومخالفين ) ئې تر هر څه وړاندي زموږ مندي کړوي اوهر ورځ ددولت واک دترلاسه کيدوپر سر دسيالانو دزور زمويني دقربانيانو زن تړي .
په خواشينی بايدووايوچی ددی لوړی مينی څخه اولادهغه وخت پوهيږی چی ډيرناوخته وی.
راشی دخپلوافغانی ميندوزوريدونوته ديوسالم اولادپه څيردپای ټکی کښيږدو.
راځی دمورهغه ارمان وربشپړکړوچی ددی نړی پايښت ته يي دحقيت بڼه ورکړی ده.
دګران هيوادټولوښځوته چی يادنن ميندی اويادراتلونکی ميندي دي اوزموږدهيوادهيواددوروسته اواتل زلميان ددوی په مهربانه غيږکی لويږی ددرناوی سرټيټ کړو .

پدې هيله چي يوه ورځ افغانه مور هم دخندا اوهوساژوند کولو حق او امکان تر لاسه کړي .

your ads

ومن الله التوفيق
…………………………​…………………………​…………………………​….. عبيدالله ناصري

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب