د رڼاګانو کلی

شفیق امیرزی
د سهارني شمال غږ او بوی مې اوس هم په یاد دی، په یوه لویه دره کې ووړ کلی له ښکلا ډک له مینې ډک، ما مې خاپوړې همدلته کړي وو تر اوه کلنۍ همدلته وم، بیا له خپل کلي بېل شوم زما ښه یاد دي کله چې په ورستۍ ورځ له کلي وتو څومره راته ګرانه وه، د کلي خړ ماشومان خړ کورونه، وړې وړې خاورینې تپې دا هر څه یوازې خاورې نه وي زموږ ماشومانو کور او کلی وو سهار به له خوبه وېښ شوو لا به لمر دومره نه وو په لوړ چې موږ به وختي په خاورینو تپو وختو له همځولو سره به مو لوبې کولې.
زموږ کارونه مالوم وو، سهار به وختي جومات ته لاړو د جومات ملا به را ته له مینې ډک درسونه راکول وهل مو هم خوړل خو لومړنۍ استاد مو د جومات ملا وو، له جومات وروسته به هر سړی تلل تر خپلو مځکو او پټیو د کار په پلمه مو لوبې کولې.
د کلي تازه هوا کې را لوییدو د مینې او ښکلاګانو کلی وو، دا فکر به مو کولو چې پرته زموږ د کلي نور ځاینو په نړۍ کې نشته یوازې همدا موږ یو د مځکې پر سر له څوک نه.
سهار نه تر ماښامه ماښام نه تر سهاره به مو د کلي تازه هوا په سږو کې تاویده را تاویده کلیواله وینه له کلیوالې مینې ډکه زموږ په رګ کو تاویده را تاویده.
هر مازدیګری به مو د غرسي(خوسي) لوبې کولې په کلي کې به د جومات شاوخوا ځوانان ماشومان او لویان راټول وو د ماښام تر آذانه.
په کلي کې مو اقتصادي وضعت دومره ښه نه وو، خو د هر چا زړونه ماړو وو ګزاره وه مینه وه کله به چې لمر د غرو له څوکو سر وواهه د کلي وال زحمت او کاروبار لړۍ به پیل شوه د ماسپښین تر ګرمیو چې هوا به ګرمه شوه کار به ودرید ځوانانو به لمبل مشرانو به په پولو پټیو تر سیورو لاندې خوبونه کول.
په کلي کې همدا ژوند وو مینه ناک ژوند موږ ماشومان وو د سیاست په اړو دوړو نه وو خبر چې څه یوړل چا یوړل چیرته یې یوړل خو د مشرانو په مجلسو کې به کله په دې خبرو کلیوالې تبصرې کېدلې.
د کلي هدیرې دومره ډکې نه وې دومره مړي په کلي کې نه کېدل دا خو به ډیره لویه خبره وه چې څوک به چا ووژل یا به د ټوپک په ډزو مړه شول.
خو اوس کلی بل ډول دی هغه ګڼه ګوڼه چې په کلي کې وه اوس هدیرو ته تللې، اوس په کلي کې څو کوره اوسې یو د جومات ملا او یو دوه کوره نور چې نورو خلکو خپلې مځکې او کورنو امانت ورته سپارلي دي.
ټول له کلي ووتل علتونه یې بېل وو، چا د دولت ګاټه چا ته په کلي کور کې خنډونه پیدا شول، څوک به زدکړه پسې لاړل څوک له کلي وتښتېدل.
هر یو د دې آرمان کوي چې یو ځل لاړ شي او د کلي تازه هوا تنفس کړي ماشومانه لوبې په خپلو سترګ وګوري، په خپلو مځکو او پوله پټي زړه ور تاو شي، خو اوس د جګړو مرکزونه په کلیو کې دي کلیوال وژل کیږي په کلي کې څوک ژوند نه کوي کلي اوس د لمبو او اورنو تنورونه دي.
کلیوالې ځوانۍ مرګونو یوړې کلیوالې منظرې توپو ورانې کړې اوس هغه زړورتیا له ماشومانو سره نه ده پاتې، هغه جرات اوس ماشومان او نوي ځوانان نه لري کیمیاوي وسلې و کارېدې هېڅ ځوان ماشوم او مشر مو پخوانۍ نه دی پاتې، د رڼاګاڼو کلي په تیاره بدل دی مینه نشته نفرت او حسد د ټولو سترګې نیولې دي.
ټول له کلي په تېښته ده حالات رڼا په تیاره بدلوي، په دې هیله چې په تیارو پسې سبا راشي رڼا راشي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب