شاه اشرف هوتک

شاه اشرف هوتک

شاه اشرف هوتک
واکمني هوتکي واکمنۍ: ۱۷۲۵ ز. – ۱۷۲۹ ز.
تاج گټنه ۱۷۱۵ ز. او ۱۷۲۵ ز.
بشپړ نوم شاه اشرف هوتک
لقبونه خان, شاه, مير
زېږونځای د کندهار ولايت
مړينه ۱۷۳۰ ز.
د مړينې ځای بلوچستان
مخکنی پاچا شاه محمود هوتک
وروستنی پاچا شاه حسين هوتک
کورنۍ هوتک
پلار عبدالعزيز هوتک
مذهبي گروهې سني اسلام

شاه اشرف هوتک:

تر شاه محمود وروسته په ايران کي دهغه دکاکا زوى شاه اشرف پر تخت کښېناست.

شاه اشرف دميرعبدالعزيز خان زوى دميروئس نيکه وراره و.کله چي ميرعبدالعزيز خان پاچا شو، هغه وخت دى تنکى ځوان و.

شاه اشرف په ٢٦ اپريل، ١٧٢٥ ز کال کې دشاه محمود له وژل کېدلو وروسته پر تخت کښېناست.[1]

شاه اشرف په سياسي چارو پوه او تکړه ځوان و، په تخت دکښېناستلو په وخت کې يي عمر ٢٦- ٢٧ کاله و. شاه اشرف په ډېر کم لښکر له دوو لويو امپراتوريو سره وجنګېد،چي په پايله کې بريالى ترې راووت، خو دافغانانو دخپل مېنځي نفاق له امله يې له ايران څخه دپاچهۍ ټغر ټول شو.

شاه طهماسب چي کله دشاه محمود له وژل کېدلو او دنوي واکمن په ټاکل کېدلو خبر شو، له يو لښکر سره داصفهان په لوري وخوځيد،خو دشاه اشرف له لوري يې دتهران په خوا کي ماتې وخوړه.[2]

په ١٧٢٦ ز کال دجون په مياشت کې دعثماني ترک له لوري شاه اشرف ته خبر راغى چي يا خو شاه حسين خوشى او دپاچا په توګه يي ومنه او يا هم جګړې ته چمتو شه.

شاه اشرف يي په ځواب کې درې سرونه ورواستول او پيغام يې ورولېږه:”زه چي هر ډول لازم وبولم له خپل رعيت سره هماغسي کوم ، دپرديو مداخلې ته اړتيا نه لرم”.[3]

احمدپاچا يو دوه سوه زريز لښکر دايران په لوري واستاوو،له دې ځايه شاه اشرف له څلوېښت زره لښکر سره ور وخوځېد، په اتم نومبر ١٧٢٦ ز کال جګړه وشوه ، په پايله کې يي ترکانو سخته ماتې وخوړه ، ٤٦ توپه ، درې بيرغه او ډېره وسله افغانانو ترې ونيوله.[4]

خو افغانانو له دې سره ،سره غوښتل له ترکانو سره ښې اړېکي ولري،ځکه ترکان مسلمانان او سني مذهبه وو، دهغو‌ى په خلافت کي عربستان او ډېر اسلامي ممالک راتلل،له همدې امله شاه اشرف درې ليکونه ترکيې ته  ، يو عثماني خليفه احمدپاچاته ، دوهم اعتمادوله ته او دريم دترکيې لوى مفتي عبدالله ته ولېږل.چي په پايله کې خبره دافغانانو او ترکانو په دوستي تمامه شوه.

your ads

شاه اشرف  له يوې امپراتورۍ څخه بې غمه شو،خو دوهم امپراتور اوس هم ورته غورېده.

دا امپراتور دوهم پيتر دروسي مشر وو. په ١٤ فروري ١٧٢٩ ز کال کې درودسر په سيمه کې افغان او روسي لښکري سره مخامخ شوي، خو روسانو تر جګړې سولې ته غوره والى ورکړ او له افغانانو سره يې سوله وکړه.[5]

دتړون مادې په دې توګه وي :

١- ټولې مځکې او ښارونه له ټولو متعلقاتوسره چې په ايران کې په طرفين معظمينو پورې ضميمه شوي دي، څه هغه ځايونه چي پخواسرحد تعين  شوى و، څه هغه ځايونه چي اوس سرحد تعين شوى دى، ددرېيمې مادې سره سم تر ابده ، به دطرفين معظمينو پوري اړه لري.

٢-اعليحضرت دټولي روسيې امپراتور دخپل دولت له خوا اراده کړې ده چي، داستراباد دګيلان او مازندران ولايتونه چي ساحلي ولايتونه دي، دهغه قديمي دوستي له کبله چي امپراتور يې له ايران سره لري ،ايران ته ورپرېږدي، په دې شرط حتمي او استوار چي دا ولايات به په هيڅ وجه بل دولت ته نه ور پرېښودل کېږي او که له دې شرط سره بې اعتنائي وشوه، نو ذکر شوي ولايتونه سره له ټولو متعلقاتو به ددوهم ځل لپاره تصرف او تر ابده پوري به دروسيې نه بېلېدونکې برخې وګرځي او داتړون به لغوه بلل کېږي.

٣- ددواړو خواوو سرحدونه به په دې ډول وي: دا د سرحدو تعين دروس او ايران ترمنځ په تفصيل سره ذکر شوى دى.

٤- له معمول سره سم سفيران او مختار وزيران او هغه کسان چي طرفينو له خوا ليږل کېږي،تر وارپخوا به څارندوى قوماندانانو ته خبر ورکول کېږي، چي دوى يي له معمولي تشريفاتو سره سم احترام او ساتنه وکړي،ترڅو چې دورسپارل شويو دندو تر اجراء وروسته بيرته راګرزي ، ددوى ساتنه به کوي.

٥- هغه دوستانه مکتبونه چي طرفين معظمين يو بل ته لېږي،دغه موجود القاب او عناوين معتبر دى،که دامالکين معظمين له دواړو خواوو څخه اراده وکړي چي په خپلو القابو کې څه زياتوالى راولي، داخبره بايد استوار اساس ولري.هيڅ لورى حق نه لري دهغو مځکو چې وېش يي شوى وي ، په خپلو القابو کې راولي او يا نوي سکه ووهي.

هغه دعوې او شخړې چي په سرحدي علاقو او دسرحدي اوسېدونکو ترمنځ پېښېږي ، بايد سرحدي قومندان يي په ښه توګه حل او فصل کړي ،څو دامقدس اتحاد له هر ډول ناندريو څخه خوندې پاته شي ، په دې کار کې طرفين کامل اختيار لري.

٧- که دطرفينو له منطقو څخه څوک له يوې خوا څخه بلې خواته وتښتي، تښتېدلى سړى بايد له خپلي دارايي سره بيرته خپلي خواته وسپارل سي،هيڅ څوک حق نلري چي تښتيدلي خلک تر خپلي حمايې لاندي ونيسي.

٨- ددواړوخواوو دسوداګرو دفايدې په غرض هر ډول مالونه په ازاده توګه ديوبل په علاقو کې څه په وچه څه په درياب کې له پخواني معمول سره سم تګ راتګ کولاى شي او محصول به ځنې اخيستل کېږي، روسي اتباع حق لري په ايران کې له هر چا څخه خپل حق واخلي او يو دبل په وطن کې دخپلو مالونودخوندي کولو لپاره کاروبار سرايونه جوړ کړي.يو دبل په ملک کې چي وغواړي آزاد سفر وکړي او هم يو دبل له ملکه په آزاده توګه درېيم هېواد ته مالونه تېر کړي او هم يو د بل رعايا يو دبل په ملک کې استوګنه غوره کړي.

٩- که چېري دبل ملک يوسوداګر مړ شي، مال او دارايي پاته شي بايد مال او دارايي يې خوندي  او وساتله شي ، تر څو چې قانوني وارث يي يا دربار ورمعرفي کړي، يا يو دبل مملکت قانوني سند ورکړي.بيا دې قانونې وارث ته بې عيبه وسپاري.

١٠- داغوره عهدنامه چي خداى تعالى جل جلاله په خوښ دى او مقدس اتحاد يې راوستى دى، ددې دپاره چې تر ابده پوري خوندي پاته شي،د دواړو خواووپه مهرونو به ښکلې کړاى شي او دوې نسخې به په يو ډول کښلې کېږي،ددې ټاکليو مختار نمايندګانو چي تام اختيارات لري له خوا مهر او امضاء کېږي يو بل ته سپارل کېږي ، ګيلان درشت ښار ١٣ فروري ١٧٢٨ ز کال.[6] (دا اصلاً ١٧٢٩ کال ده)

شاه اشرف ځان له دوو ښامارانو څخه خلاص کړ ، خو په خپل لسټونې کې يي بل مار وزېږېد.

نادر افشار چي په خټه ترکمن او دافشارو له قبيلې سره يې تړاو درلود په ايران کې سر راپورته کړ ، له شاه طهماسب سره يوځاى شو،روسانو او ترکانو هم په پټه مرسته ورسره کوله ،نادرافشار له شاه اشرف سره په ١١٤١ هـ کال د “مهماندوست –دامغان” په سيمه کې جګړه وکړه.[7] دشاه اشرف پوځونه له ډېرو فتوحاتو او له روسي او ترکې امپراطوريو سره په جنګونو کې ستړي شوي وو، ددې ناببره حملې دفاع يي ونه کړاى شواى او ماتې يي وخوړه.

شاه اشرف له کندهار او هرات څخه مرسته وغوښته ، خو له دواړو خواوو ورته دنفي ځواب راغى ،شاه اشرف تر پېنځو کالو او اووه مياشتو پاچهۍ وروسته له ايران څخه راپه شا شو.[8]

دهلمند غاړې ګرمسېر دملخان کلا ته راغئ ، له هغه ځايه زرد کوه ته ولاړ ،هلته دعبدالله خان بلوڅ زوى ابراهيم له لوري په ١١٤٢ هـ کال ووژل شو.


اخځلیکونه:

[1] – دافغان ملي تاريخ ،٧٦٩ مخ ١ ټوک ،قدرت الله حداد فرهاد. دساپي دپښتو څېړنو او پراختيا مرکز ، ١٣٨٣ هـ ل ليندۍ چاپ.

[2] – افغانستان درمسير تاريخ،٢٣٩ مخ ١ټوک ،ميرغلام محمدغبار، مرکز نشر انقلاب با همکارى جمهورى ، ١٣٦٦ هـ چاپ.

[3] – دافغان ملي تاريخ،٧٤ مخ ١ ټوک ،قدرت الله حداد فرهاد.

[4] – پورتنى ماخذ ٧٥ مخ.

[5] – پورتنى ماخذ ،٧٧٣ مخ ١ټوک .

[6] – دخپلواکۍ لمرڅرک ،٢١٣مخ ،امان الله هوتک.دانش کتاب پلورنځى،قصه خواني ،پېښور.

[7] – افغانستان به يک نظر ١٤٧ مخ،ميرغلام محمدغبار،موسسه نشراتي اريانا کميته مرکزي ح،د،خ،١.کابل ١٣٦٧هـ .

[8] – دافغانستان لنډ تاريخ،٣٧٤ مخ ،عبدالحى حبيبي ،ژباړن :عبدالرؤف بېنوا. ١٣٥٦ هـ ل کال دکابل چاپ .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب