
پښتو او له پښتو ژبې سره زما مینه
پښتو ما لپاره ډېره ښه او مهربانه ده؛ پښتو ډېرو ښو ځایونو ته مې وړي، پښتو ما تل له لویو انسانانو سره کښېنوي، پښتو راته ډېر لوی – لوی کسان را پېژني، پښتو ما ډیرو ښو خلکو ته ورپېژني، پښتو راته ډېرې ښې برنامې او موخې جوړوي، پښتو راته ښې لارې راښيي.
تاسو پوهېږئ؟
پښتو راته ښې او زړهراښکونکې کیسې کوي، خواږه حکایتونه وايي. پښتو ډېره لویه پوهه لري، په څو ټکو کې یوه نړۍ راښيي؛ لنډۍ یادوم. هره یوه یې جلا خوند او کیف لري، هره یوه یې فکر لري، هره یوه یې بیل راز او رنګ لري، کاش موږ ډېر کښیناستلي وای او دغو بېشماره ښو لنډیو کې لږ تر لږه څو لنډیو لپاره مو ژور فکر کړی وای، ليکنې مو پرې کړې وای؛ باور وکړئ، ډېر خوند به یې کړی وای.
پښتو مې د ژوند غوره ملګرې ده، دې ملګرې الفت راښودلای. الفت بیا الفت دی. الفت داسې یو الفت دی، چې زه یې الفت ډېر متاثره کړی یم. زه یې کتاب او طلايي نثرونه یادوم، اصلا یې له ځانه نشم لرې کولای. تل راسره وي، که کتاب یې نه وي، فکر او خبرې یې راسره دي، هغه ښکلي او جانانه الفاظ یې زما په ذهن کې دي.
یوه خبره یې زه تل ملګرو ته کوم؛
«کله چې له یوه هنر سره بل هنر ملګری شي نو د دغو دوو هنرونو مخه بیا څوک نشي نیولای.»
لکه ملګری مې حميد حاذق چې هم خبریال دی او هم پر ادبیاتو پوهېږي. بل ملګری مې، امداد دی چې له خبريالۍ سره ارواپوهنه مطالعه کوي او اوس پرې ډېر پوهېږي هم؛ که دوی دغه برخې همداسې مطالعه کړي او دواړو برخو کې ځانونه ورسوي نو ته وا د دوی مخه بیا څوک نیولای شي؟
خوشال، استاد پسرلي او ځېنو نورو لویو شاعرانو په اړه خو زه څه نشم لیکلی. زه په شعر ډېر نه پوهېږم، که لږ هم پوهېږم، د څو بیتونو په لوستو سره یې د ژوند لوری ټاکم. ذهن کې یو نوی باور جوړوم او هغه باور ته د رسېدا لپاره یې بیا یو څو نور بيتونه يې تل لولم چې لارې راښيي.
لکه:
لږ کسان په ډېرو کې ختلي لوړو څوکو ته
نور څه له مستۍ څه له وسواسه رالوېدلي دي
دې بیت سره زه ځان ته دا وایم؛ زه او زما ښکلی باور او فکر باید تل الوت وکړي او زه هم په هغو لږو کسانو کې اوسم چې غواړي لوړو څوکو ته ورسېږي. زه بیا په عین حال کې غواړم چې له هرې مستۍ او له وسواسه ځان لرې وساتم او لوړې څوکې ته رسېدا مې یقیني شي خو بیا وایم، ښاا څنګه ؟
بیا مې ذهن ته دا راشي.
ماته تر پرتو کاڼو ولاړې دوړې ښې ښکاري
نه وينم د پورته الوتلو زور په تېږو کې
بیا دلته زه ځان ته تل ډاډګېرنه ورکوم. یانې هېڅ وخت غلی نه کښېنم. هېڅ راز خنډ ته تسليمي نه وایم. خپل مزله ته رسېدا لپاره ورو – ورو روان یم. هغه که ډېر ارام هم وي خو زه د استاد پسرلي په څېر دوړې له هغو تېږو غوره بولم چې پرتې دي. حرکت نه لري، وسواسونو غلي کړي دي او زه خو نه غواړم غلی اوسم، ماته الوتل خوند راکوي.
پښتو زياتې ښې خبرې او رنګينۍ لري. زه نشم کولای چې دې ژبې په اړه په یوه لیکنه کې هر څه وليکلای شم.
بس زه مې دغه ګډوډه ليکنه د لوی حمزه بابا په دغه بیت خلاصوم چې:
وايي اغیار چې د دوزخ ژبه ده
زه به جنت ته له پښتو سره ځم
الیاس زیرک







