د ۱۵ پوهانو هڅې او د وخت اعظمه استفاده

ځينې وايي وخت سره زر دی، خو وخت له هر ډول قیمتي شیانو ډېر ارزښت لري. وخت هغه زمان دی چې که چېرې په انسان قطعه شي، نو له منځه ځي، که چېرې وخت ضایع شي، نو بیا لاس ته نه راځي، خو که چېرې مادیات نن لاس ته را نه وړل شي، نو امکان لري چې بیا یې تر لاسه کړې.

د وخت په اړه د الله تعالی په ویناوو او نبوي احادیثو کې ډېرې ویناوې راغلې دي او د نړۍ پخوانیو مسلمانانو د وخته سمه ګټه اخیستله، ځکه چې هغوی د اسلام د روح نه خبر وو او حقیقي مسلمانان وو.

د نړۍ ټولو انسانانو ته وخت یو ډول ارزښت نه لري، که چېرې داسې انسانان پیدا کړو چې وخت ته ډېره پاملرنه کوي، بیا هم د دوی تر منځ به ځينې توپیرونه موجود وي، هغه کسان چې علمي کار سره یې مینه وي او خپل ژوند یې معنویاتو ته وقف کړی وي، نو د وخته ښه ګټه اخلي او کله هم خپل وخت نه ضایع کوي.

د اسلامي نړۍ د ډېرو پوهانو او ډېر کارو لیکوالو د ژوند داستان داسې دی چې د ژوند له هرې لحظې یې ګټه اخیستې ده، که چېرې د هغو ټولو واقعاتو یادونه وکړم، نو کتاب پرې لیکل کېږي، خو یوازې د دوه پوهانو د ژوند یوازې یوه یوه کیسه داسې ده: یو عالم یوه وینځه درلوده، د ده سرو کار له کتابو او لیکلو سره وه، یوه شپه یې کار پیل کړ چې کله د ډوډۍ وخت راغی، نو وینځې یې ورته وويل چې ډوډۍ تیاره ده، خو ده نه اوريده، د لږ وخت وروسته وینځه یې مجبوره شي، ډوډۍ ورته په خوله کې ورکوي، عالم خپل کار کوي، شپه پرې سهار شي، وینځه له خوبه پاڅېږي، عالم ورته ووایي چې ما خو د شپې ډوډۍ خوړلې نه ده ډوډۍ تیاره کړه چې ویې خورم، وینځه ورته وايي چې ما درته ډوډۍ په خوله کې درکړه، خو هغه وویل چې زما نه یادیږي.

بله واقعه داسې ده عبده ته خپلې خور د حدیثو لیکلو په مهال دیرش کاله ډوډۍ په خوله کې ورکړې ده. دغه شان په سلګونو نور مثالونه هم شته.

د اسلامي نړۍ پخوانیو پوهانو له وخته استفاده کوله، نوځکه د کمیت او کیفیت له مخې د داسې کتابونو لیکوال تیر شوي دي چې د بېلګې په ډول د څو کسانو یادونه ځکه کوم چې ځینې دوستان په دې پوه شي که وخت ضایع نه شي او ترې ګټه واخیستل شي، نو په سلګونو کتابونه پکې لیکل کېدای شي. په اسلامي نړۍ که سلګونو داسې لیکوال تیر شوي دي، خو د پنځلسو کسانو یادونه کوم چې هرکس یې یوه اکاډمي ده او یا د یو اکاډمۍ په کچه کار یې کړی دی.لکه:

۱. شیخ الهند اشرف علي التهانوي (رح) لیکنې له ۱۰۰۰ کتابونو ډېرې وې. د ده په کتابونو کې داسې کتابونه هم شته چې لسګونو جلدو کې دي او هرجلد یې په سلګونو مخونه لري. دی د یو اتیا کالو په عمر وفات شوی دی، که د عمر ورځې یې واخلو په اثارو یې تقیسم کړو نو کار یې د تعجب وړ خبره ده.

۲. ابن جریر د اسلامي نړۍ هغه عالم دی، چې د نړۍ له ټول انسانانو یې ډېر کار کړی دی. ده په خپل لاس ۳۵۰۰۰۰ پاڼې لیکلي دي او ځېنو کتابونو کې راغلي دي چې ده ۱۰۰۰ جلده اثار لیکلي دي، ځینې اثار یې لسګونو جلدو ته رسېږي. ده به هره شپه ۳۵ پاڼې لیکلې. د ورځې حساب خو یې نامعلوم دی.

۳. ابن ابي الدنیا بل اسلامي عالم دی. ده هم ۱۰۰۰ جلده کتابونه لیکلي دي.

۴. ابن هاشم بل هغه لیکوال دی، چې امام سیوطي یې په اړه وايي: ده ۳۳۰ کتابونه لیکلي دي، په دې اثارو کې یې داسې اثار هم شته چې یو اثر یې ۱۰۰ جلده کېږي. د المسند په نامه کتاب یې ۱۵۰۰ سوه ټوکو ته رسېږي.

۵. امام ابو محمد علي بن حزم ۴۰۰ ټوکه کتابونه لیکلي دي چې نږدې اتیا زره پاڼې کېږي.

۶. ابو عبدالله الحاکم چې په ابن البیع سره مشهور دی. د نوموړي د لیکنو شمېر ۱۰۰۵ ټوکونو ته رسېږي.

۷. امام ابو الحسن اشعري لیکنې زیات او کم ۵۰۰ ټوکو ته رسېږي.

۸.ابن تیمیه د کتابونو شمېر ۳۰۰ کتابونو ته رسېږي، چې ځينې کتابونه یې په لسګونو جلدونه لري.

۹. ابن القیم الجوزي د غټو او وړو کتابونو شمېر ۵۰۰ ټوکونو ته رسيده.

۱۰. امام بیهقي(رح) هم ۱۰۰۰ ټوکه کتابونه لیکلي دي او همدارنګه ویل کېږي چې ۳۰ کاله یې روژه نیولې ده. د علمي کارونو لپاره ولږه او یا کمه ډوډۍ خوړل مهمه ده.

۱۱.حافظ ابو القاسم ابن عساکر کتابونه له ۵۰۰ څخه زیات دي. د ده په دې اثارو کې یو اثر یې(تاریخ مدینه دمشق) په ۸۰ جلدو کې دی.

۱۲. امام یحیی بن معین(رح) داسې یو عالم وه، چې د وخت نه په ګټه اخیستنې لس لکه(۱۰۰۰۰۰۰) حدیثونه په خپل لاس لیکلي دي، دغو احادیثو پسې په ښارونو ګرځیدلی وه.

۱۳. حافظ ابن شاهین ۳۳۰ کتابونه لیکلي دي، له دې کتابونو څخه یو هم(تفسیر الکبیر) ۱۰۰۰ اجزاوو ته رسېږي. بل اثر یې(المسند) دی، ۱۳۰۰ اجزاوې لري، بل یې(التاریخ) په نامه دی چې ۱۵۰ اجزاوې لري، بل اثر یې(الزهد) دی چې ۱۰۰ اجزاوې لري.

۱۴.ابن عقیل هم د اسلامي نړۍ لوی عالم او لیکوال تیر شوی دی. دی ډېر اثار لري، خو یوازې (الفنون) اثر یې ۸۰۰ ټوکو ته رسېږي.

۱۵. امام ابن جوزي د بغداد اوسېدونکی دی. د ده د کتابونو شمېر۲۰۰۰ ټوکو ته رسېږي. ده شل زره کتابونه مطالعه کړي دي.

د پورته اسلامي علماوو سربیره په سلګونو داسې نور لیکوال او پوهان هم شته، چې په سلګونو کتابونه یې لیکلي دي او ځینې کتابونه یې په لسګونو او سلګونو جلدونه لري، ایا دوی انسانان نه وه؟ ایا دوی کورنۍ نه درلودې؟ ایا دوی نور کار نه درلود؟ دوی زموږ په شان انسانان وو، خو د الله تعالی له لارې خبر او کوښښ یې کاوه چې خپل وخت ضایع نه کړي او خپلې ټولنې ته خدمت وکړي.

په پوهه او لیکنو کې تعصب نه دی پکار بلکې کار کول پکار دی، که وخت ضایع نه کړو، نو موږ هم زیات کار کولای شو، د اسلامي نړۍ د دې پوهانو د ژوند او هلو ځلو داستانونو راته قوت راکړ او کوښښ کوم چې نور کار هم وکړم.

یادونه: د وخت ارزښت په اړه ډېر کتابونه لیکل شوي دي چې ما دغه معلومات د وخت ارزښت او ساتنې په نامه کتاب د بېلابېلو مخونو نه واخیست، دا اثر په عربي نړۍ کې الشیخ عبدالفتاح ابوغده لیکلی دی او محمد وزیر حامد  په روانې پښتو ژبې ژباړلی دی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب