ولي سهار لمانځه ته وختي نشو پاڅېدلئ؟

ولي سهار وختي نشو پاڅېدلئ؟

د سهار لمانځه ته د نه راپورته کېدلو علتونه څه دي؟

د سهار لمونځ لومړی لمونځ دی، چي مسلمانان خپل ورځ پرې را پيلوي،

د سهار لمونځ د ورځي لپاره بهترینه او غوره افتتاح ده،

که چا ادا کړ، نو د ورځي په ټولو وختونو کي به یې الله مل او مرستندوی وي او د خیر او برکت دروازي به پرې راخلاصي وي،

د سهار لمونځ عمده لامل دی، چي مسلمان باید وختي پاڅي او ورځ په پوره نشاط او خوښۍ شروع کړي..

له همدې امله د سهار لمونځ د ديني اړخ تر څنګ د انسان په ورځني ژوند ډېر مثبت تاثیرات ښندي،

او په ادا کولو یې بې ساری ځواک او نشاط تر لاسه کوي،

خو ډېر وګړي دسهار لمانځه ته په وختي پاڅېدلو کي له ستونزو سره مخ کېږي

او دا ستونزي بیا په ژمي کي څو برابره زیاتي شي،

چي د تود بستر پرېښودلو علاوه اودس کول دي ،

د وختي نه پاڅېدلو علتونه او اسباب ډېر دي، خو موږ به یې دلته په لنډه توګه را ونغاړو

1) د الله تعالی څخه توفیق نه غوښتل؛

ځکه انسان هيڅ کله نشي کولی، چي عبادت په سمه طريقه ادا کړي، تر څو د الله تعالی توفیق یې ملګری شوی نه وي، عبادت ډېره لويه او مهمه روزي ده، چي چاته نصیب کېږي.

2) د وختي پاڅېدلو اراده نه لرل؛

د سهار لمانځه ته د وختي پورته کېدلو فکر نه درلودل او سهار لمونځ د نفلو په څېر بلل، ددې علت کېږي، چي ناوخته و پاڅې او لمونځ درڅخه فوت شي.

3) له هغو وسایلو چې د وختي پاڅېدلو لپاره کارېږي، ګټه نه اخيستل؛

لکه د ساعت یا موبایل له الارم، یا نورو وسایلو او یا د کور د غړو څخه د وختي پاڅېدلو مرسته نه غوښتل

او منبه (الارم) باید لږ ليري پروت وي، په داسي ډول که ويده کس یې بندول وغواړي، نو اړ به وي تر څو پاڅي، له تود بستر څخه ليري شي او همداراز یې باید اواز لوړ وي، چي ويده کس له خوب څخه په فعال شکل ويښ کړي.

4) د شپې وختي نه ويدېدل؛

ماخوستن وختي وېدېل دا پر وختي پاڅېدلو بشپړ کومک کوي ، مګر شب ګيري او تر ناوخته ويښ پاتېدل، بدن ستړی او ستومانه کوي او انسان د سهار د لمانځه له خوند او لذت څخه محروم کوي او بې لمانځه پاتي کېدل ګناه ده او په ګناه سره زړه ته وحشت لاره کوي، چې انسان بیا د عبادت، طاعت او له الله څخه لېري کېږي…

دلته نو ویلی شو، هغه غوره اعمال، چي یو مسلمان یې باید له خوب وړاندي وکړي، لمونځ کول، کېنه او حقد له زړه څخه ویستل، د قران کریم تلاوت کول ، دالله تعالى ذکر کول، استغفار لوستل او دعاء کول د سهار وختي پاڅېدلو لپاره مرستندویان دي…

الله تعالی دي موږ، تاسو او ټولو ته توفيق رفيق کړي، تر څو ټول لمونځونه پر خپل وخت ادا کړو..

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب