د پوهانو ګټورې خبرې

۱:پرتاباندې د لوی څښتن تعالی د نعمتونو او لورینو څخه یوه دا ده چې په ژوند کې یو داسې څوک ومومې چې تا په هر ډول حالاتو کې خېر او ښېګڼې ته راوبولي.

۲:که چېرې ته یو مربي، معلم او یو داعي ئې، او غواړې چې د خلکو سره د برخورد او تعامل لنډه لاره ومومې، نو د هغوي د شخصي عاداتو او خویونو څخه ځان خبر کړه.

۳: پر لوی پروردګار باندې توکل دخپل مقصود( هدف) د لاس ته راوړلو لپاره تر ټولو آسانترینه لاره ده، نو که غواړې چې پر خپل هدف کې (دنده… واده…دشفاء په ترلاسه کولو… تجارت… درزق په ګټلو …سفر…دعوت…او پوهنتون …) کې بریالې شې، نو راشه یو ځل د توکل خوند هم وڅکه !

۴: که چېرې دفتنو په زمانه کې دې د اسلام په سپېڅلې عقيده باندې د خپل اولاد فکري سالمه روزنه ونه کړه، او ددې په نتیجه کې دې اولاد په وړوکتوب کې د شرک او الحاد په مزخرفه ایډیالوژۍ ککړ شول ، نو د خپل ځان پرته نور مه ملامتوه!

۵: په ټولنه کې د خلکو سره د روغبړ پر مهال غوره لاره د میني څخه په ډکه څېرې سره مخامخ کیدل دي…

کله چې پر دې باور ولرې چې دا یو بهترین فن دی، نو بیا پر مخ کې کوم خنډ لرې چې ته هم له داسې خلکو څخه شې ؟

۶: ګرانه وروره ! ډېر ځله داسې شویدي چې ګناه ته ورنژدې شوی ئې، او په میني سره دې دګناه د تر سره کولو پرېکړه هم کړي ده، خو لوی پرودګار ترې ژغورلی ئې، نو پر دې پوه شه چې لوی پروردګار دې ترې ژغوري، او په خپل بې ساري مهربانۍ سره دې ترې خوندي ساتي، نو بیا ولې دیو داسې مهربان خدای شکر نه پر ځای کوی ؟

۷: عجیبه ده !
ډېرځل دخپلې ټولنې د ځوانانو څخه اورو چې په ډير ویاړ سره وائي: چې فلانی هیواد د کرکټ او یا فوټبال په لوبه کې بریالی شو…خو اۍ کاش چې د خپلو ځوانانو څخه دا هم واورو چې په ډېر ویاړ سره ووائي چې (نن مې قرآن ختم کړ).

۸: دروغجن انسان خپل ځان پخپله رسوا کوي، دا ځکه چې نوموړی د ډیر دروغ ویلو څخه پر دې نه پوهیږي چې له فلاني سره ئې څه ډول ژمنه کړی وه، خو ځیرکه مسلمان ورته ځير وي او نه غواړي چې له یوه غاره دې دوه ځلې وچيچل شي.

۹: یو عالم وائي چې زه ستا له یوې خبرې څخه ستا هدف، ایمان، اخلاق، فکري مستوی، پوهه، کلتور او ستا موخې او هدفونه، او ستا چاپېریال پېژنم.
نو پام مو وي چې د خبرو کولو پرمهال داسې څه ووائې چې ستا د سپېڅلو اهدافو ښکارندوینه وکړي.

۱۰: ای ګرانه وروره !
هر کله دې چې میرمن در څخه جلا کیږي، نو خپل ارزښتمن وخت دې په انتظار او اف اف ویلو سره مه ضایع کوه، بلکه په عبادت، دعوت، سالم تفکیر، نورو ته دعلم په ښودنه، دخپل اولاد په سالمه روزنه او د خپل چاپېریال په اصلاح کولو کې ئې مصرف کړه.

۱۱: خپله ژبه دې د خپلو مسلمانو ورونو پر وړاندې دومره په ښو خبرو لمده او جاري ساته، لکه څرنګه چې په ویالو کې رڼې اوبه جاري وي.

۱۲:کله کله یو ورور لکه د پلار په څېر وي… او کله کله یوه خور لکه د مور.

۱۳:ته د خپلې کورنۍ لپاره د خوښۍ او د سوکالۍ زېری واوسه ! دا په دې معنا چې د هغه چاپه څېر شه چې کور ته پر داخلېدو سره ئې ټول د خوښۍ احساس وکړۍ، تر څنګ ئې را ټول شي…خو د هغه چا په څېر مه کیږه چې په لیدو سره ئې خاموشه خاموشي خپره شي، او ټول ترې پر جدائۍ خوښي ښکاره کړي.

۱۴: په یوه مبارک آیت او یوه حدیث سره اسلامي روزنه کله کله د هغو اوږدو او غزېدلو خبرو څخه ډیره اغیزمنه وي چې دا دواړه پکې نه وي..تاسې ئې پخپله هم تجربه کړۍ.

۱۵:انسان په ښاېست کې دنړۍ تر ټولوښکلۍ مخلوق دی، اوپه تعامل کې تر ټولو سخترین هم.

۱۶:د منافقو انسانانو او منافقو مېرمنو د نښو نښانو څخه دا دي چې: پر حجاب به ملنډې وهي، حیاء او عفت ته به په بابیزه نظر ګوري،د ټولنې پرمخکښانو او په ځانګړې توګه پرعلماءو او صالحو وګړو باندې به ملنډې وهي… خو په دې اړه ته مه حیرانېږه، ځکه دوي د خپل رب او د هغه د رسول پر وینا پخوا هم ملنډې وهلې.

۱۷:حیاء د ښائست مالګه ده.

۱۸:ستا د لباس څخه زه کولای شم چې ستافکري، دیني او کلتوري کچه د ځان لپاره معلومه کړم.

سرچينه : صید الفواید

ژباړه: محمد خالد ملکزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب