عجيبه وخت شو!

عجيبه وخت شو! پلرونه او ميندې د بچيانو خوراک او پوښاک ته پاملرنه کوي او د ارزښتونو او اخلاقو ورښودل له ياده باسي!

عجيبه وخت شو! مامورين له دې کبله په خپل کار کې اخلاص نه کوي چې تنخاګانې يې کمې دي، او دا هيروي چې الله تعالی په حلالې روزۍ کې برکت اچوي او حرام پو پناه کوي!

عجيبه وخت شو! ځوانان او پېغلې په بازارونو کې په تګ ساعتونه، ساعتونه تېروي، او د لمانځه په اول رکعت کې ستړي کيږي!

عجيبه وخت شو! ځوانان او پېغلې سندرې په پراخه سينه اوري او چې د خدای کلام واوري، زړونه يې داسې تنګ شي لکه په لوړه چې خيژي، او په دې نه پوهيږي چې حلال له حرامو سره نه ګډيږي!

عجيبه وخت شو! څه شی مو چې په خپله زړه ته کيږي په هغې په سوونو ورکوو، او چې د صدقې صندوق وګورو په جيب کې بيا اوسپنيزې روپۍ لټوو او په صندوق کې يې د ټنګ په اورېدو وياړو!

عجيبه وخت شو! دندې ته د تګ له پاره ساعت کوک کوو چې ناوخته نه شي، او د سهار د لمانځه له پاره يې نه کوک کوو، او په دې هم پوهيږو چې ساعت د دواړو له پاره کوک کېدی شي!

عجيبه وخت شو! يو بل ته بد رد وايو او د خدای د مخلوق د ناموس په اړه خبرې کوو، او دا را نه هېر دي چې هره کلمه مو چې له خولې وځي هغه ليکل کيږي!

عجيبه وخت شو! د موټرو د ټکرونو له زياتوالي سر ټکوو، او په موټر کې د سپرېدو دُعا نه وايو!

عجيبه وخت شو! سړي خپلې ښځې او لوڼې ګوري چې نيمه بربنډ کالي اغوندي، مګر ننګ نه ور ته دريږي او د نارينتوب غيرت يې نه را پاريږي ځکه چې ځان ور ته روڼ اندي، آزاد خياله او متمدن ښکاري!

ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب