د ښایست زیاتولو، زړه او هاضمې لپاره دا اوبه وچښۍ!

نن مو درته د درملنې ترټولو اسانه لارې چارې په اړه خبر راوړی دی، که عمل پرې وکړۍ ښایست به مو زیات شي، د زړه ناروغي به مو ښه شي، د خوراک هضمول به مو اسان شي، او د خولې خوند به مو جوړ شي.
«علي جان اقدمیر» د اوبو ترکی متخصص د نړۍ په یواځې ۱۲۰ هغه کسانو کې دی، کوم چې په ژبه د اوبو خوند مالومولو او پکې د شته معدنیاتو پیژندلو له کبله په تنخوا مقرر دی.

اقدمیر د ترکیې اوبه څکلې دي، او وایي چې ترکیه کې ۱۰ ډوله، امریکا کې ۵۰ ډوله، او په جرمني کې ۵۰۰ ډوله اوبه دي.
د ترکیې هوټلونه، د چای سماواتونه، د اوبو کارخانې، او نورې اړونده ادارې له اقدمیره غواړي چې اوبه ورته وڅکي، او دا ورته ووايي چې کومه اوبه شین چای لپاره ښې دي، کومه اوبه تور چای لپاره، کومه اوبه کتغ لپاره، کومه اوبه کوم قسم خوړو لپاره، او کومه اوبه کوم عمر افرادو لپاره بهتره دي.
اقدمیر وايي چې ځینې اوبه خوږې وي، ځینې تروې وي، ځینې مالګینې وي، ځینې ترخې وي، له دې کبله هر ډول خوړو سره مناسب ډول اوبه ورته وړاندیز کیږي.

اقدمیر زیاتوي چې په کار دی اوبه ښیښه یي لوښي کې واچول شي، همداراز پکار دی له ۷ تر ۱۴ درجې تودوخې کې وساتل شي، همداراز، که څوک واوره پکې اچوي نو باید داسې واوره پکې واچوي چې له همدې اوبو جوړه وي ځکه په خوند کې یې اغیز کوي.

اقدمیر مشوره ورکوي چې په معدنونو مالامال اوبه مړول کوي، له دې کبله کوم کسان چې غواړي خوراک کم وکوي له دغسې اوبو دې ځان وساتي او کمو معدنیاتو والا اوبه دې وچښي.
د هډوکو د غښتلتیا لپاره د اقدمیر مشوره ده چې باید هغه اوبه وچښل شي کومو کې چې د زیات کلسم ولري، همداراز د زړه او عصبي سیستم تقویې لپاره باید هغه اوبه وچښل شي چې زیات مګنیسیوم ولري، ماشومانو ته باید کمو معدنیاتو والا اوبه ورکړل شي.

د هضم ښه کولو لپاره د اقدمیر نظر دا دی چې باید له سپکو خوراکونو(برګر، پیڅا، چپس، او دیته ورته) وروسته دې ګازي اوبه نه چښل کیږي، او د لا اسانولو لپاره په کار دی داسې اوبه وچښل شي چې کبریت/ګوګړ او سوډیم لرونکې وي.
د ښایست لپاره یې داسې اوبه غوره ګڼلي چې زیاته اندازه سیلیکون په کې وي.

your ads

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب