له وخت څخه ګټه اخيستل

وخت پيسې او سره زر ندي، بلکه دا ستا عمر ده چې ټاکلې حد لري.

 نو ته بايد د خپل عمر د هرې ګړۍ ډېر درناوی وکړي او له هغې نه ښه ګټه واخلې.
ستا په وخت باندې ستا د ژوند د چارو د ډول ډول فشارونو سره سره، بايدځان ته د پراختيا ورکولو وخت هم پيدا کړې او خپل توان زيات نه زيات کړې.

د ځانته د پراختيا ورکولو يوه غوره لاره دا ده چې سړي خپل ټول کوښښونه د خپلو منظمو ورځني کارونو په ډول تيار کړي.

امام غزالي رحمه الله په احياء العلوم الدين کې دا ډول لارښودنه کوي.
تاسو بايد خپل وخت منظم کړئ، خپلې موخې منظمې کړئ، هر کار ته ځانګړی وخت وټاکې او  د لمړيتوب حق ېې تعين کړئ چې يو له بله سره ګډ وډ نشي.
او که سړی د يوه څاروي په ډول موخه هېروي او هرڅه چې ورته مخې ته راغلل هغه کوي نو د هغه ډېر وخت ضايع کېږي.
ستا وخت ستا ژوند ده، دا ستا شتمني ده، د خدای (ج) سره ستا د کړو وړو بنسټ ده، او الله (ج) سره ستا د نزدې کېدو او تل پاتې خوښۍ وسيله ده.
ستا هره سا هغه سره زر دي چې بيه ېې هېڅ نه پوره کېږي، چې تېره شوه بېرته نه راګرځي.
او په ياد لره چې هغه نېک کړه وړه د الله(ج) ډېر خوښ دي چې په منظم او دايمي ډول کېږي ولو که هغه لږ هم وي. (بخاري)
سره لدې چې ته بايد تل له خپل وخت څخه ښه ګټه واخلې همدارنګه بايد کوښښ وکړې چې هر کار چې کوې بايد ډېر ښه ېې وکړې.
پيغمبر(ص) فرماېې: الله (ج) په ټولو شيانو کې د احسان (ښه والې او عالي والي) لارښودنه کوي. (مسلم).

ليکونکی: خرم مراد ( په غالب ګمان چې عرب ليکوال ده).
ژباړونکی: ډاکټر فيض الله ثاقب

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب