له ډوډۍ خوړولو وروسته د يخو اوبو څښل د سرطان لامل ګرځي

دا به مو او ریدلي وي چې د ورځنۍ غذا له خوړلو وروسته د یخو اوبو څښل خطر ناک دي .
یو شمیر طبي پوهان وايي چې په چاغو خلکو کې له غذا وروسته د یخو اوبو څښل د سرطان هرکلي ته ورته دي .
ښايي له غذا وروسته د یو ګیلاس خو اوبو څښل خوندور وي خو ډاکتران وايي یخې اوبه هغه غوړ مواد چې شیبه وړاندې مو خوړلې وي کلکوي او د هضم پروسه سستوي .

دا رسوبونه چې د معدې له تیزابو یا اسیدونو سره مخ شي ،حل شي او له نورې غذا وړاندې د کلمو له خوا جذب شي چې په دې سره غوړ مواد له نورو پروتیني او معدني موادو ډیر جذبیږي چې دا کار په بدن کې د غوړو موادو د زخیره کیدو او چاغوالي لامل ګرځي .
په مخ پر وده او پرمختللیو هیوادونو کې چاغوالئ ، د شکرې ناروغي او د زړه ناروغي ډیرې وژونکې ناروغئ بلل کیږي .
او سرطان هم د شمیرنو په اساس د ډنګرو په پرتله په چاغو خلکو کې ډیر دی په تیره هغه خلک چې فزیکي فعالیت نه لري او ورځنئ سپورت هم نه کوي .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب