قرباني: حکمتونه او فايدې

الله تعالى په خپلو بندګانو باندی د ایمان راوړلو څخه وروسته بیلابیل عبادتونه فرض کړی دی ترڅو د هغوی د ایمان اندازه او ریښتنولی ازموینه وکړی الله تعالی وایی چی:
( ‌أحسب الناس أن یترکوا أن یقولو آمنا و هم لا یفتنون)
آیا خلک دا ګمان کوی چی د ازمایښت برته ددی فقې د ایمان په دعوه باندی پریخودل شی

بیا دغه عبادتونو کی ځینی بدنی عبادتونه چی هغه د انسان د جسم او بدن سره تعلق لری لکه؛ لمونځ، روژه او داسی نور. او ځینی مالی عبادتونه دی لکه زکات او خیرات، خو ځینی بیا داسی عبادتونه هم شته چی په هغه کښی د جسم تر څنګ مال هم لګول کیږی لکه د حج په مقدسه فریضه کی چی د ډیر مال سره سره د انسان بدن هم ښه د حج د افعالو په سرته رسولو کښی ستړی کیږی.

او څومره چی په یو عبادت کی سختی او تکلیف زیات وی په هغه اندازه یی اجر و ثواب هم وی. ځکه چی د هغی له امله د انسان د ایمان اندازه او د الله جل جلاله سره یی اړیکی ښی معلومیږی.
ځینی عبادتونه داسی هم شته چی هغه په خپله مقصود نه وی، خو د هغی تر شا چی کوم حکمت هغه اصلی مقصد وی، پدغه ډول عباتونی کی یو عبادت چی خالص مالی عبادت دی، د لوی اختر په ورځ د (قربانی) کول دی. دلته مونږ د قربانی مسایل او احکام نه وړاندی کوو بلکه په لنډ ډول د قربانی حکمت، هدف، او فضیلت وړاندی کوو.

د قربانی حکمت مونږ ددی دتاریخ څخه معلومولی شو، کله چی الله تعالی ابراهیم علیه السلام ته په خوب کی وویل چی خپل یکی یواځی ځوی حلال کړه، نو هغی ددی حکم منلوته غاړه کیښوده او خپل ځوی ته یی هم پدی حکم د عملی کولو لار ښوونه وکړ، او دواړه په ډیر خوښی سره ددغه حکم د تر سره کولو لپاره تیار شو.

دا زړه دردوونکی واقعه الله تعالی په خپل کتاب کی بیان کړی ده چی مونږ یی دلته ژباړه وړاندی کوو:
( ابراهیم علیه السلام وویل چی د خپل رب لطرف نه ځم هغه به ماته سره لاره را وښایی، (په تللو کی دعا وکړه) از زما ربه ماته نیک اولاد راکړه، نو مونږ هغه ه د یو نرم زړی ځوی زیری ورکړ، کله چی هغه (ځوی) دوه سره د مرستی وخت ته ورسید، نو ابراهیم علیه السلام وبته وویل چی ځویه : ( زه خوب وینم چی تا حلالوم، نو ته فکر و کړه چی څه باید وکړو؟ هغه ځواب ورکړ: پلاره : هغه څه وکړه چی تاته یی حکم شوی دی، ته به ما صبر کوونکی وګوری. کله چی دواړه (پلار او ځوی) زما د حکم عمل کولوته غاړه کیښوده، او ځویی په تندۍ را څملاوه، نو مونږ ورته آواز وکړ چی: ای ابراهیمه! تا خوب ریښتینی کړ، مونږ دنیکی کوونکو ته همداسی بدله ورکوو، بی له شکه دا یوه ستره ازمایښتنه وه، چی مونږ یی په بدله کی یوه لویه بدله ورکړه، او په راتلونکو خلکو کی مو د هغه ښه یادونه پریخوده .

په دی آیاتونو کی د سوچ او فکر کولو سره د قربانی حکمت او مقصد پیژندل کیدی شی ، چی ددی کار څخه الله تعالد هدف د اسماعیل حلالولی یا د ابراهیم خفه کول نه وو، بلکه دا دهغه امتحانونو یوه برخه وه کوم امتحانونه چی الله تعالیددی لپاره په ابراهیم (علیه السلام) کول تر څو چی هغه د ټولو نړیوالو لپاره لارښود او اما جوړ شی، او ټولو دنیا والوته دا معلومه شی، چی کوم ځوک پدغه ازمایښتونو کی بریالی شی، هم هغه د مشرۍ حقدار دی.

د یو عمر خوړلی بوډا پلار لپاره یواځی یو ځوان ځوی څومره قدر لری او د هغی حلالول څومره ګران کار دی د هر ځوک پیژنی، خو دهغه ایمان اندازه لګول څومره ګران کار دی، کوم امیان چی انسان ددغه رنګ ځوی قربانی کولو ته تیار کړی، دا هغه ایمان د چی په قوت او اوچتوالی کی اخری حد ته رسیدلی وی، او هم دا د ابراهیم (علیه السلا) او ټولو پیغمبرانو ایمان وو.
د هغه جذبی معلومول څه رنګه شونی دی، په کومه جذبه چی ابراهیم علیه السلام خپل ګران ځوی په تندی دا بریست او د هغه به څټ یی د چاړی د راښکلو اراده وکړه، د قربانی هدف ددغه رنګ (جذبی) پیدا کول دی، ټر څو چی انسان د الله د حکم د عملی کولو لپاره د خپل د تر ټولو څخه د زیات خوښ شی قربانولو ته تیار شی، او همدغه جذبی ته الله تعالی په خپل کتاب کی اشاره کړی ده وایی چی :
( لن ینال الله لحومها و لا دماء‌ها و لاکن یناله التقوی منکم … )
ژباړه هرګز الله تعالی ته ستاسو د قربانی غوښه او وینه نه رسیږی بلکه هغه ته ستاسوی تقوی رسیږی.

پدی آیت کی دا ښودل شوی دی چی قربانی څومره لوی عبادت دی، خو الله ته یی غوښه او وینه نه رسیږی او نه د قربانی مقصد د هغی عوښه او وینه ده بلکه د قربانی مقصد په هغی د الله نوم اخیستل او په اخلاص سره د الله حکم منل دی، هم دا دټولو عبادتونو هدف دی، په لمونځ کی پاځیدل کیناستل، په روژه کی لوږه تنده هدف نه دی بلکه اصلی هدف د زړه په اخلاص سره د الله تعالی حکم پر ځای کول دی، که دغه عبادات ددغه څخه خالی وی نو مثال یی دهغه جسم دی چی روح په کی نه وی، خو د عبادت دغه شکل ځکه ضروری دی چی ددغه سی سرته رسول هم الله تعالی حکم دی.
د قربانی غوښه خو یا قربانی کوونکی په خپله خوری یا یی بل چاته ورکوی نو الله ته تری څه فایده رسیږی؟ په اصل کی د قربانی مقصد دا دی چی قربانی کوونکی پدی کار سره دا اعلان کوی چی زه د الله تعالی د حکم د عملی کولو لپاره د هر څه قربان کولو دپاره آماده یم، د مالاو دولت قربانی وی که د وخت او ځان، د تجارت او زراعت قربانی وی که د عزت او منصب، دالله تعالی د رضا کولو لپاره هرڅه ته تیار یو.

د قربانی د حیوان په مری د چاری د لګولو هدف په ټولو هغه خواهشاتو باندی خپه ایښودل دی ګوم چی د الله تعالی د حکم د عملی کولو څخه انسان منع کوی، د قربانی د هغه ټولو کارونو، ښایست، فخر، غرور، خپلولی او دوستی څخه د لاس اخیستی اعلان وی کوم چی په دغه لار کی خنډ پیدا کوی.
د یو ځوان ځوی د محبت په مقابله کی د ټولی دنیا محبت هیڅ شی هم نه دی که د ابراهیم علیه السلام د الله د محبت لپاره خپل د ځوی قربانی ور کوی نو دا ددی خبری اعلان دی چی اصلی محبت د الله جل جلاله محبت دی او هره مینه چی ددی مینی مخی ته راځی هغه ګمراهی ده چی مومن لره د هغی څخه ځان ساتل په کار دی ددی پرته تقوی لاس ته نشی راتلی.

که یو څوک د الله تعالی د محبت پرته د بل چا محبت په زړه کی لری او بیا د قربانی په حیوان باندی چاړه را کاږی نو دا په حقیقت کی پدغه حیوان باندی ظلم دی، او دا سړی خیانت ګر دی، ځکه چی دی خود پدی کار د الله تعالی څخه پرته د هر چا او د هر شی څخه د بیزاری اعلان کوی خو په زړه کی یی د الله پرته د بل چا سره مینه ده، دی د الله جل جلاه د حکم د عملی کولو اعلان کوی خو چی کله په عملی ډول د قربانی وخت راشی نو بیا شاته کیږی.
د اصلی جذبی او تقوی نه په غیر د قربانی کولو څخه خو غوښه لاس ته راځی خو دغه کار د براهیم علیه السلام سنت هرګز نه شی کیدی، د حلالکه ده قربانی نه ده، ځکه چی یو څوک په حرام مال باندی د قربانی حیوان واخلی نو هغه به څه ډول د (ابراهیمی سنتو) پوره کوونکی شی، د کوم کار څخه چی الله تعالی معنع کړیدی د هغی په ذریعه یی مال او دولت لاس ته راوړی، بیا په هغی حیوان اخیستی نو دا هیڅ کله هم قربانی نشی کیدی.

قربانی زمونږ ددی یوه همه نښه ده، او زمونږ د تابعداری کولو ثبوت دی. دا د تابعداری او د الله حکم ته د غاړی ایښودلو واقعی یاد داشت دی، کله چی هم د ایمان خاوندان د الله جل جلاله په لاره کی هر قسم قربانۍ ور کولو ته تیار یو و د الله تعالی د رضا څخه زیات بل شی مونږ ته خوښ نه دی، نه خپل ځان نه مال او نه خپل اولاد  هم دا وجه دی چی نبی کریم صلی الله علیه و سلم د قربانی ډیر فضیلت بیان کړی دی، د مسلمانانو مور عایشه رضی الله عنها د پیغمبر علیه السلام څخه روایت کوی چی : د لوی اختر په ورځ د الله جل جلاله په وړاندی د قربانۍ کولو څخه عوره بل نشته، د قیامت په ورځ په په دغه حیوان د خپلو ښکرو، ویختو(وړۍ، وژغنی) د خپو (سمو) سره یو ځای حاضر شی، دا عمل (قربانی) د ځمکی ته وینی درسیدو څخه مخکی د الله جل جلاله حضور ته سری(قبلیږی) نو تاسو د قربانی په واسطه خپل ځانونه پاک کړی.
به یو بل حدیث کی راغلی چی زید بن ارقم وایی؛ صحابه کرامو د رسول الله صلی الله علیه و سلم څخه د قربانی په هکله پوښتنه وکړه چی: دا قربانی څه شی دی؟ هغه علیه السلام وویل: دا ستاسو د پلار ابراهیم علیه السلام سنت دی. هغوی پوښتنه وکړه چی: مونږ ته پدی څه راکول کیږی؟ هغه علیه السلام وویل چی: ستاسو لپاره ددی د هر ویښته په سر یوه نیکی ده.

قربانی په اسلام کی دومره اهمیت لری چی ددی په هکله ابو هریرة رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه و سلم څخه روایت کوی چی: څوک طاقت لری او بیا هم قربانی و نکړی نو هغه دی زمونږ عیدګاه ته نه راځی.
د قربانی دا اهمیت صرف د یو حیوان په مری باندی د چاړی د راښکلو له امله نه دی بلکه د هغه جذبی له امله دی په کومه جذبه چی دغه عمل تر سره کیږی، او د همدی له امله ورته نبی کریم صلی الله علیه و سلم د (ابراهیم علیه السلام سنت وایی) او د ابراهیم علیه السلام سنت د الله جل جلاله د رضا لپاره د هغه حکم عملی کولو په خاطر د خپل ځوی حلالولو ته تیاریدل دی او دا د ابراهیم علیه السلام سنت تر هغه پوره نه شی ترسره کیدی تر څو چی د ابراهیم ع جذبه نه وی پیدا شوی؟

د ابراهیمی جذبی پرته د ابراهیمی سنت تر سره کول څه معنی لری؟
د اختر په ورځو کی مونږ ډیر مالدار خلک وینو چی قیمتی حیوانات حلالوی، خو چی کله د هغوی خڅه د الله ج په لار کی د لږی قربانی ورکولو غوښتنه وشی، نو بیا هیڅ مرسته نه کویة که د حلالو او حرامو تر مینځ د فرق ورته وویل شی نو خپل مخ در څخه اړوی، که دبی دینه خلکو څخه د اړیکو پریکولو په باره کی ورته وینا وشی نو ستا خبره نه اوری، که د الله تعالی د حکمونو د تر سره کولو امر ورته وشی نو خپل ځان کوڼ کړی، نو په داسی بی معنی قربانی به الله څه اجر درکړی؟
ابراهیم علیه السلام د الله ج لپاره خپل کور کلی پریخود، د خپلوانو سره یی اړیکی و شلولی د الله ج ددین لپاره یی اور ته ټوپ کړل، او د هر څه نه زیات د الله تعالی د حکم د تر سره کولو لپاره د خپل ځوی وژلو ته تیار شو نو په دغه وخت کی ورته الله تعالی وویل چی : (انی جاعلک للناس اماما) ددی ټولو ازمیښتونو د پوره کولو وروسته زه تا د خلکو امام او لار ښود جوړوم.

تر څو چی ایمان دعوه کوونکی الله ج د حکم په خاطر دی کارونو ترسره کولو ته تیار نه شی نو دی نه د ابراهیم علیه السلام د سنتو پیروان دی او نه ددی ابراهیمی جذبه لری، بس دوی شکلی مسلمانان دی چی یوه شکلی قربانی تر سره کوی چی نه پکی روح شته او نه د الله ج په وړاندی قدر لری.

نن ورځ مسلمانانو د اسلام څخه د یو څو بی روحه عبادتونو مجموعه جوړه کړی ده، لمونځ کوه، روژه نیسه، که خوښه دی شی نو زکات ورکړه، د نوم لپاره حج وکړهة د غوښی لاس ته راوړلو لپاره قربانی وکړه، شکل صورت د مسلمانانو جوړ کړه نوبس ته مسلمان شوی! دی ته نه ګوری چی ددی عبادتونو هدف څه دی؟ ددی ګټی څه دی؟ په عملی ژوند ددی اغیزه څه ده؟ آیا فقې یو عبادت دی چی د مجبوری له امله ترسره کیږی او که ددی څخه مقصد هم شته؟
اسلام د ژوند تیرولو نظام دی، او د اسلامی عبادتونو مقصد خپل ټول ژوند د الله ج په غلامی کی راوستل دی، د پنځه وخته لمونځ مقصد څلیروشت ساعته د الله تعالی تابعداری کوی دی، په کال کی یوه میاشت د روژی نیولو هدف په ټول ژوند کی دا احساس کول دی چی زه د یو چا بنده یم او د هغی تابعداری به کووم، حرام به یی حرام او حلال به یی حلال ګڼم.
په کال کی د خپل مال څخه یوه خاص برخه زکات ورکول دا معنی لری چی ټول عمر به د محتاجو او غریبانو مرسته کووم، د حج مقصد د الله تعالی لویی بیانول، د دنیا څخه بیزار کیدل او د اسلامی برابری راوستل دیة د قربانی مقصد په ټولو محبتونو باندی د الله تعالی مینه مخکی کول او د هغه د حکم په عملی کولو کی د هر څه قربانی کولو ته تیاریدل دی.
که چیرته د عبادت څخه دا هدف لاس ته راوړل شی خو عبادت دی او کنه نو یو عادت دی چی بار بار ترسره کولی شی، دا هرګزهم یم روح لرونکی عبادت نشی جوړیدی.

الله ج دی وکړی چی زمونږ عبادتونو د روح والا جوړ شی، هغه دی زمونږ عبادتونو قبول کړی او په مونږ کی دی د ابراهیم علیه السلا په څیر جذبه پیدا کړی تر څو د ابراهیم سنت په ښه ډول تر سره کړو. آمین
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سورة العنکبوت ۲:۲۹
سورة الصافات 37:99-108
سورة الحج ۲۲: 37
تفسیر معارف القرآن مولانا محمد شفیع 6/267
د جمعی خطبی مولانا محمد عبد الحی صـ ۳۱۸
سنن الترمذی- أبواب الأضاحی باب ما جاء فی فضل الأضحیة نمبر 1493
سنن ابن ماجه أبواب الأضاحی باب ثواب الأضحیة نمبر 3127
سنن ابن ماجه أبواب الأضاحی باب الأضحیة واجبة هی ام لا؟ نمبر 3123
ددی مسلی د پوره تفصیل لپاره د امام مودودی رحمه الله کتاب (په اسلام کی د عباتونو یو تحقیقی نظر) وکتل شی.

اصلاح انلاین

د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب