په کاروبار کې د ګټې رول

معلومه خبره ده ټول هغه فعالیتونه چې په خصوصي سکټور کې چې د کاروبار په اړه ترسره کېږي، اساسي موخه يې د ګټې ترلاسه کول وي، ځکه ګټه ده چې انسان کار کولو ته هڅوي او د ګټې څخه پرته کاروبار پایښت هم نه شي کولی.

د کاروبار د ګټې په اړه یو عالم وايي: «په کاروبار کې ګټه کول د تېلو په شان ده او کاروبار د موټر؛ که چېرته تېل موجود وي، نو موټر حرکت کولی شي؛ خو که تېل موجود نه وي موټر هېڅ حرکت نه شي کولی، دغه فورمول د کاروبار لپاره هم صدق کوي، که ګټه وي کاروبار به پایښت کوي او که ګټه نه وي، نو کاروبار نه شي کولی چې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي».
د کاروبار ګټه په خپله هغه توپير دی چې د مجموعي حاصلاتو او مجموعي مصارفو ترمنځ رامنځته کېږي. ګټه په دوه ډوله ده:
۱-خالصه ګټه: د دې ډول ګټې څخه موخه هغه گټه ده چې متصدي ته د هغه د تنظيمي خدماتو د ادا کولو او په کاروبار کې د گټې او تاوان د ذمه دارۍ د منلو په عوض کې ترلاسه کېږي. یا په بل عبارت، خالصه ګټه د هغه ارزښت څخه عبارت ده چې د ټولو اجناسو او خدماتو پولي مصارفو د منفي کولو نه وروسته ترلاسه کېږي.
۲- ناخالصه گټه: د ناخالصې ګټې څخه موخه د ټولو هغو عوایدو مجموعه ده چې د خرڅلاو پروسې څخه ترلاسه شوې وي، په ناخالصه گټه کې د خالصې گټې سربېره لاندې پيسې هم شاملې دي:
• د متصدي د خپلې ځمکې اجاره
• د پانگې سود
• د کار اجوره
• اتفاقي گټه
• د اجاره دارۍ گټه
کاروبار د لاندې اهدافو لپاره تأسیس کېږي:
الف- د عاید سرچينه: ځینې وختونه بعضې کاروباریان د دې لپاره کاروبار تأسیس کوي، تر څو د هغې له لارې د ژوند اړتیاوې پوره کړي، یعنې د کاروبار د ترلاسه شوې ګټې څخه يې موخه د ژوند د اړتیاوو پوره کول وي.
ب‌- د کاروبار تداوم: ځینې وختونه کاروبارونه په دې موخه تأسیس کېږي تر څو کاروبار په دوامداره توګه پرمخ لاړ شي. کاروباریان چې کومه ګټه ترلاسه کوي، په یوه اندازه يې خپل ضرورتونه رفع کوي او بله برخه يې د خطر سره د مبارزې په پار له ځانه سره ساتي.
ج‌- د کاروبار پراختیا: په دغه ډول کاروبار کې موخه او هدف یوازې کاروبار ته وده او پراختیا ورکول وي. هغه ګټه چې د کاروبار څخه ترلاسه کېږي دویم ځل یې په کار اچوي، تر څو د کاروبار سطحه لوړه کړي.
1. ګټه او اقتصادي وده: ځینې وختونه کاروبارونه د دې لپاره طرحه کېږي چې ګټه او اقتصادي وده دواړه ترلاسه کړي، یعنې د کاروبار موخه نه یوازې د ګټې ترلاسه کول وي، بلکې سربېره پر دې د اقتصادي ودې لپاره هم هڅه کوي، خو باید وویل شي چې ګټه او اقتصادي وده یو له بل سره تړلي او متوازي فکټورنه دي. يعنې که چېرې یوه تصدي ګټه ترلاسه نه کړي؛ نو اقتصادي وده هم ناشونې ده او که د دوی ګټې محفوظې وي، نو د اقتصادي ودې لپاره هم زمینه مساعديږي.

لیکنه: ګلاب بهار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب