رمضان تېر شو؛ خو زه لا ډنګر نه شوم /لارښود

د ناروغيو نه د ځان ساتلو لپاره د رمضان مياشتې روژه ونيسئ. (حديث شريف)
چاغښت يو له دې ناروغيو څخه دى. په رمضان کې د وزن بايللو لپاره روژه بايد په ډير محتاط ډول ونيول شي. د روژې نيولو په حال کې د صحي غذا د خوارک په اړه ډير احاديث شته. مګر ډير خلک په رمضان کې د نورو مياشتو په پرتله د صحې خوړو دغه عادتونه له ياده باسي او د حيرانتيا ځاى دا دى چې خلک د نورو مياشتو په پرتله په رمضان کې ډيره خواړه خوري. سره لدې چې موږ به د ښه روژه نيولو هڅه کوو مګر په ناپامۍ سره د ښې روغتيا د اصولو په ماتولو سره كيداى شي د نبي عليه السلام د لارې نه په بله لاړ شو.

عامې تيروتنې

د ماښام اذان پسې جوخت ډير روژه ماتې، غير عادي او نوې غذاوې، ډير زيات مالګين او خواږه خواړه خوړل، د چاى او قهوې زيات څښل، کافي خوب نه کول، د ځينو وختونو ډوډۍ نه خوړل، ډيره زياته ډوډۍ يا نورې غذاګانې خوړل، د عاداتو بدليدل او لږ ورزش کول په رمضان کې عامې تيروتنې دي.

په روژه ماتي كې سمدستي ټول خوراك

په حديث کې د ماښام د اذان نه وروسته سمدستي د ډير خوراک توصيه نه ده شوى.  د پوره ورځې روژې له نيولو وروسته معدې ته د ډيرو خوړو داخليدل ممکن هضمې سيستم په ټپه ودروي. له همدې کبله مسلمانانو ته په خرما، اوبو يا په ښوروا د روژې ماتولو او د ماښام لمانځه تر اداکولو وروسته د مناسب روژه ماتي خوړولو توصيه شوې ده. او مناسبه خبره دا ده چې د تراويحو د اداکولو وروسته يوه کمه اندازه ډوډۍ وخوړل شي.

ډير خوراك

په رمضان کې ډير خوراک د وزن بايللو مخنيوى کوي. الله(ج) په قرآن کريم کې فرمايلي دي: تاسې له هغه پاکيزه روزۍ چې درکړى مو ده  وخورئ او په خوراک کې يې تيرى مه کوئ. (٢٠:٨١).
د ډيرو خلکو دې ته پام نه وي چې دوى زيات خوراک کوي ځکه چې دې خبرې ته يې له سره توجه نه ده کړى.
مګر د کال په نورو مياشتو کې عموماَ خلک په کمه اندازه د سهر چاى څښي. بيا ښوونځي يا کار ته ځي چې له هغې وروسته لږه غرمنۍ خوري او بيا د شپې د ډيرې ډوډۍ د خوړولو وروسته ويده کيږي. مګر ځينې خلک ډيره غرمنۍ کوي او بيا د شپې له خوا کمه ډوډۍ خوري. په داسې حال کې چې په رمضان کې خلک ډير روژه ماتى خوري او د خپلوانو او ملګرو کورونو ته د تګ راتګ په صورت کې خوراک ممکن تر شپې ناوخته پورې دوام وکړي. پيشنمې هم اکثراَ زيات وي.

[irp][irp]

نوي او غير عادي خواړه

همدارنګه د نوو او غير عادي خوړو خوراک د رمضان په مياشت کې د وزن بايللو په مقابل کې يو خنډ دى. په ريښتيا چې هر ډول عادت بدلول ممکن سخت او دروند تمام شي او د وزن د زياتوالي سبب شي. خپله ذهني فشار په هغو خلکو چې ورته معروض وي د وزن د زياتيدو سبب کيږي.
محمد صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي (معده د بدن ډنډ دى او وريدونه ورته ورغلي دي. که معده رمټه وي نو وريدونه ورڅخه روغتيا انتقالوي او که معده ناروغه وي نو وريدونه ورنه ناروغي انتقالوي.)

your ads

مالګين خواړه

د هغه غذاوو خوراک چې ته يې په رمضان کې غوره کوي ممکن د وزن کمولو په اړه ستا هڅې له ناکامۍ سره مخ کړي. که ته ډير زيات مالګين خواړه وخورې نو ستا په بدن کې د اوبو د احتباس سبب ګرځي او د ټنډيډو احساس به کوى. په عين وخت کې، په بدن کې د اوبو کموالى په جسم کې د غوړو او نورو زهري موادو  د تجمع سبب کيږي ځکه د اوبو د کمښت په صورت کې به بدن کافي مايعات ونه لري چې زهرجن مواد له وجوده وباسي.

نشايسته

د ډيرې زياتې ډوډۍ او نشايستې خوړل ممکن د وزن د زياتيدو سبب شي.
د زياتې نشايستې د خوړو د ستونزې په حل کې تر ټولو غوره لاره دا ده چې د بيلابيلو خوړو نه په درست تناسب وخورې او په دې ډول وزن د لاسه ورکړى. ستاسې هدف بايد داوي چې ٧٠ سلنه سبزيجات او ميوه جات او ٣٠ سلنه غله جات، لوبيا، د شيدو محصولات او غوښه په مصرف ورسوئ.

ترخه خواړه

همدارنګه يو بشپړ لست خواړه شته چې د وزن په بايللو کې مرسته کولاى شي ځکه چې ترخه دي او يا يوه زياته فيصدي اوبه لري. د يوې قاعدې په ډول ټول هغه خواړه يا دوايي بوټي چې ترخه دي په هضمي کانال کې غوړ په ډير مؤثريت او چټکۍ انتقالوي.

[irp][irp]

ورزش

په رمضان کې د ورزش نه کول ممکن وزن زيات کړي. اکثره خلک د کار بوج په ځان کموي او وايې چې رمضان دې او بايد استراحت وکړي. دا خبره د ډيرو خلکو لپاره صدق نه کوي. که ته يو غير ثابت روغتيايي حالت لرې نو د روژې په نيولو کې بايد محتاط واوسي. مګر که ته ډير ناروغه يې چې په رمضان کې نورمال ژوند پر مخ نه شي بوتلاى نو ته بايد په هر صورت روژه ونه نيسې. مګر دا خبره بايد په ياد ولرو چې ورزش په يوازې ځان په ځينو خلکو کې وزن نه شي کمولاى. که وزن مو په ورزش سره کم نه شو نو حوصله له لاسه مه ورکوئ. په ياد ولرئ چې تاسې بايد له حده زيات کار ونه کړئ او متوسط ورزش به کم تر کمه له تاسې سره دومره کومک وکړي چې د علاج نورې لارې ولټوئ.

چاى او قهوه

د قهوې او چايو زيات څښل هم د رمضان په دوران کې په چاغيدو کې رول لري. کافين ( په قهوې، چاى، چاکليټ او ان په غيرکافين شوو چايو او قهوې کې پيداکيږي) په وګړو کې د چاغښت سبب کيږي.

د خوب كموالى

په حيرانوونکي توګه، د خوب کموالى هم ممکن په خلکو کې د وزن د زياتيدو سبب شي. د خوب کموالى د رمضان په مياشت کې عامه خبره ده چې خلک ورسره مخ وي. کافي خوب نه کول ممکن په بدن باندې زياتي فشار واچوي چې په خپل وار د وزن د زياتيدو سبب کيږي.

كم خوراك

کم خوراک د وزن د زياتيدو حيرانوونکى لامل دى. پيشنمى نه کول ستاسې په بدن کې د ولږې په مقابل کې غبرګون پاروي چې د پاتې ورځې لپاره د بدن استقلاب ښکته راوړي. دا داسې ده چې تا ټوله خوړلې غذا د چټک استقلاب په ځاى په سوکه توګه په استقلاب رسيږي. که ته د سهار چاى ونه چښې نو ستا په بدن کې به غذا په سست ډول په استقلاب ورسيږي او د وزن د زياتيدو سبب به شي.

ويټامينونه

په رمضان کې د ويټامينونو اخيستل هم ممکن د وزن د زياتيدو سبب شي. ويټامين ډي او مولټي ويټامين د چاغښت سبب کيږي. اکثره خلک داسې فکر کوي چې دوي په رمضان کې هغه خواړه نه خوري چې دوي به خوړل نو ځکه بايد دوي په دې حالت کې ويټامين واخلي. ويټامين بايد هيڅلکه په دې موخه وانه خيستل شي او هميشه بايد د يو مسلکي کس له خوا توصيه شي. په غلطه توګه د ويټامينونو اخيستل د غړو د تخريب، سوي تغذيي او نورو روغتيايي ستونزو سبب ګرځي.
په ياد وساتئ چې رمضان د کال هغه مياشت نه ده چې تاسې په کې وزن بايلۍ. په رمضان کې د وزن په بايللو ته توجه مه کوئ بلکه د رمضان معنا ته پاملرنه وکړئ او د ښې روغتيا په لارښوونو عمل وکړئ چې د پيغمبر په واسطه توصيه شوي دي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب