د آم له دې ګټو څخه خبر ياست !

 

ام د ګرمسېرو او استوایي سیمو مېوه ده چې نن سبا ور څخه په ټوله نړۍ کې د یوې ارزښتناکې مېوې په توګه ګټه اخیستل کېږي.

ام د بتاکاروتن، وېټامین اې، وېټامین سي او پوتاشیمو اصلي منبع ګڼل کېږي. نیم ام د بلې مېوې له یوه واحد سره برابر دی چې ۷۰ کالوري انرژي لري.

د امو یو ګیلاس یخ جوس څښل په طبيعي ډول ستاسو بدن د انرژۍ له اړخه پر ځان بسیا کوي چې عمده علت یې هم په امو کې په ډېره پیمانه د فرکتوز شتون دی.

دا چې ام په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه فرکتوز لري نو پر دې اساس د هغه غوړینو او کلکو غذایي موادو په هضم کې هم ډېره مرسته کوي، کوم چې د فایبر د نه شتون له امله په معده او هاضمي سیستم کې د ډېرو خطرناکو ناروغیو د رامنځته کېدو لامل ګرځي.

your ads

له روژه ماتي وروسته د امو د جوسو څښل د خېټې درد، د معدې پړسوب او دغه راز په لویو کلمو کې د ګازو د تولید مخه نیسي.

په خالي معده د امو خوړل مو د معدې له ستونزو سره مخ کوي. د ام له خوړلو مخکې یې پوست لرې کړئ؛ ځګه ډېری کسان د ام له پوست سره حساسیت پیدا کولای شي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب