د لمانځه روغتیايې ګټې

ځينې طبي او روغتيايې ګټې دي چې الله تعالی په عباداتو کې نغښتی دي، د لمونځ لپاره يې اودس شرط ګرځولی، د ځای او ځان پاکوالۍ يې د لمونځ لپاره شرط ګرځولۍ، چې په لومړي ګام کې پاکوالي باندې ډېره پاملرنه کړې ده، چې پرته له پاکوالي دا عبادت سرته نه رسيږي او نه قبليږي، پاکوالۍ چې د روغتيا اساسي برخه ده، اسلام ورته ډېره پاملرنه کړې، او په مسلمان يې دا لازمه کړې چې په هر وخت کې پاک او صفا وي، الله تعالی خپل پېغمبر ته فرمايې: (وَثِيَابَكَ فَطَهِّرْ) خپلې جامې له نجاست څخه پاک ساته. المدثر سورت، ۴ آیت. همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايې: (الطُّهُورُ شَطْرُ الْإِيمَانِ) پاکي نيمايې ايمان دی.امام مسلم روایت کړی.

لمونځ هم له غوره عبادتونو څخه دی، چې له عبادت پرته نورې زياتې روغتيايې ګټې هم لري، په لمانځه کې مختلف حرکات سرته رسيږي چې قیام، رکوع، بېرته له رکوع څخه پاڅېدل، سجده له سجدې څخه بېرته پاڅېدل، دا ټول هغه حرکتونه دي چې د سپورت استاذان د داسې حرکتونو وينا کوي.

د سپورت ماهران وايې: ښه تمرينونه او حرکتونه هغه دي چې هره ورځ سرته رسيږي، تکراريږي، ا د ورځې په ساعتونو وېشل شوي وي، او ډېر سخت او قوي نه وي. دا شرطونه ټول په لمانځه کې پوره دي.

ټول سپورتيان خپل تمرينونه په سهار او مازديګر کې سرته رسوي، که چېرې دوی دا تمرينونه په ټوله ورځ ووېشي نو دا به ورته ډېره ګټور پرېوځي، ځکه په يو وخت دوامداره سپورت انسان ته ډېر تکليف رسوي.

ساينس پوهان وايې چې زياتره دماغي او عصبي ناروغۍ د وينې د سست جريان له امله پيدا کيږي، او يا ځينې وخت هيڅ وينه هلته ونه رسيږي نو رګونو د جامد کېدو او کلکېدو لامل وګرځي، چې په پای کې دماغي ناروغي منځ ته راشي، خو کله چې يو تن سجده کوي نو د وينې جريان سر ته تېز شي، رګونو ته وينه ورسيږي، کله چې له سجدې سر پورته کړي نو وينه لاندې حرکت پېل کړي، چې دا حرکت رګونو کې نرموالۍ پيدا کوي، په يو رکعت کې شپږ ځلې پورته کېږی او ټيټېږی، چې په ټوله ورځ کې تقريبا دوه سوه او شپاړس ځله دا حرکتونه سر ته رسيږي. لمونځ انساني دماغ له درد او خرابېدو ساتي، د اعصابو رګونه له شلېدو څخه ژغوري. ځکه د سر رګونه د لمانځه سره نرم وي، کله چې سر کې رګونه جامد شي نو د وينې فشار کمزوری شي چې ځينې وخت کې د انسان د مړينې لامل ګرځي، خو کله چې انسان لمونځ کوي نو د سجدې په وخت کې وينه په تېز فشار سره سر ته ښکته شي نو هلته په رګونو زور راشي چې له امله يې رګونه نرم شي.

your ads

همدارنګه يواځې ولاړه هم د انسان ملا ته ضرر رسوي خو د رکوع او د رکوع څخه د اوچتېدو په وخت کې ملا حرکت کوي چې دې سره ټول عضلې نرميږي.

يوه ښځه د سر په دايمي درد باندې اخته وه، له خپل هېواد بهر ته د علاج لپاره لاړه، هلته د يو ډاګټر سره مخ شوه، هغه ورته وويل: ته د کوم ځای څخه يې؟ ده ځواب کې وويل: د شام څخه يم. بیا يې ورته وويل: آيا ته مسلمانه يې؟ هغه ځواب ورکړ: هو. بيا يې ورته وويل: چې ته لمونځ کوې، نو ده وويل: نه. نو ډاګټر ورته وويل: ستا درملنه په لمونځ کې ده. دومره يې تکليف وويسته، په لکونو روپۍ يې ولګولې د دې لپاره چې ډاګټر ورته ووايې چې ستا درملنه په لمونځ کې ده.

هغه ډاګټر ورته د درملنې په وخت وويل: کله چې مسلمان سجده وکړي، سر ته يې وينه روانه شي، کله چې بېرته له سجدې پورته شي نو وينه بېرته لاندې حرکت وکړي، چې دا عمليه رګونه نرموي، او له جامدوالي يې ساتي. او د سر دايمي درد د رګونو د کلکوالي او جامدوالي څخه منځ ته راځي. له دې پرته لمونځ الهي فريضه ده، او د اسلام اساسي رکن دی، په هغه دين کې خير نشته چې لمونځ پکې نه وي، لمونځ د دين ستنه ده، څوک يې چې قايم کړي هغه دين قايم کړ، او څوک يې چې تباه کړي هغه دين تباه کړ.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب