شيخ ابن عبدالدايم المقدسي | د زرگونو خطي نسخو کښونکی عالم

زوکړه: ۵۷۵هـ  مړينه : ۶۶۸هـ

۹۳ کلن شيخ ابن عبدالدايم چې دخپل وخت نامتو عالم و نوموړی په اسلامي نړۍ کې دخطي نسخو ترټولو زيارکښ اوچمتوکوونکی عالم گنل کيږي ، نوموړي دخپل ژوند پنځوس کاله دخطي نسخو چمتوکولوته ورکړل اوپه دې موده کي يې دوه زره ټوکه کتابونه په خپل لاس وکښل .

نوموړي ته الله پاک په خط ليکلوکې تېزې گوتې ورکړې وې اوپه کم وخت کې به يې زيات کار کاوه ،په کومه ورځ به يې چې تدرېس نه لاره نودورځې به يې نهه کتابچې ډکولې اودتدريس په ورځ به يې درې کتابچې ليکلې. کله ناکله به يې له مطالعې سره يوځای دشپې له پلوه خطاطي هم کوله ، يوځل يې دامام خرقي ((المختصر ))نومی پنډ کتاب ټول په يوه شپه کې وليکه .

دغه راز نوموړي ددمشق ښارلوی تاريخ چې امام ابن عساکر ليکلی دی  دوه ځله په خپل لاس ليکلی و ــ دغه تاريخ څه موده دمخه دبيروت دارالفکر کتابخونې له بيروت څخه په اتياټوکه کې خپور کړ چې دامهال يې په نړيوال بازار کې بيه زر ډالره ده ـــ ،دغه راز يې دخپل استاذ ابن قدامه دحنبلي فقهي نامتوکتاب ((المغني)) څوځله ليکلی و ــ چې اوس په څه دپاسه شل ټوکه کې خپور شوی دی اودوه کسان يې په اسانه وړلای نه شي ــ.

علامه مقدسي دژوند په وروستيو څلورو کلونوکې خپل ليد له لاسه ورکړاوله ليک لوست څخه ولويدی نوپه سوي زړه به يې له کاغذ اوقلم سره خپله مينه دشعرپه ژبه داسې څرگندوله:

عجزت عن حمل قرطاس وعن قلم __ من بعد إلفي بالقرطاس والقلم

زه چې له قلم اوکاغذ سره اشنا وم آه ! اوس  دکاغذ اوقلم له پورته کولو ولوېدم

كتبت ألفا وألفا من مجلدة __ فيها علوم الورى من غير ما ألم

ماپه زرگونوټوکه داسې کتابونه په مينه وليکل چې داخرت علوم پکې وي

ماالعلم فخري إمرئ إلالعامله _ إن لم يكن عمل فالعلم كالعدم

علم چاته وړيا نه دی خويوازې هغه چاته چې پرې عمل کوي اوچې عمل ورسره نه وي نوهېڅ دی .

العلم زين وتشريف لصاحبه __ فاعمل به فهوللطلاب كاالعلم

دعلم خاوند په علم ښايسته اوگلالی ښکاري نو عمل پرې وکړه ځکه چې همداسې علم دزده کوونکو نښه ده

مازلت اطلبه دهري وأكتبه __ حتي ابتليت بضعف الجسم والهرم

ماټول ژوند دعلم په لټه پسې تېر کړ اوپه ليکنه کې به يې تل بوخت وم تردې چې  بدن مې ځواب راکړ .

اخېست ځايونه:

۱ــ صفحات من صبر العلماء ۹۸او۹۹مخونه  دشيخ ابوغده رحمه الله ليکنه.

۲ــ العبر کتاب پنځم ټوک ۲۸۸مخ دامام ذهبي رحمه الله ليکنه.

۳ــ دالبدايه والنهايه ديارلسم ټوک ۲۵۷مخ دامام ابن کثير رحمه الله ليکنه.

۴ـــ نکت العميان ۱۰۰مخ  دعلامه صفدي رحمه الله ليکنه.

۵ـــ دفوات الوفيات لومړی ټوک ۴۶مخ دابن شاکر  رحمه الله  ليکنه.

٦ــ ددارالفکر ويب سايټ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب