د امام شافعي او امام احمد بن حنبل (رح) پېژندنه

د امام شافعي صاحب مبارک (رح) اصلي نوم محمد دي د پلار نوم یې ادریس د نیکه نوم یې عباس دي، په ۱۵۰ هـ ق کال کي په فلسطین کي د غزه په ښار کي پیدا شوی دئ او په ۲۰۴ هـ ق کال کي په مصر کي وفات شوی دئ

امام شافعي صاحب (رح) د لوړ علم، تقوا، پوهي او کمال خاوند شخصیت وو، امام شافعي صاحب (رح) د اسلام په تاریخ کي د اسلام د مقدس دین په لوړو خدمتګارانو کي ګڼل کیږي او په اتفاق د امت سره د شریعت له مجتهدینو څخه دي او د شافعي مذهب مؤسس دي او د مذهب اصول یې قرآن، سنت، اجماع او قیاس دي

د امام شافعي صاحب (رح) د سیرت په اړه هم کتابونه لېکل شوي د زیات تفصیل لپاره ورته مراجعه کېدای سي

د امام احمد د پلار نوم حنبل د نیکه نوم یې هلال دي -رحمة الله تعالی علیهم-، امام احمد صاحب (رح) په ۱۶۴ هـ ق کال په بغداد کي پیدا شوی دئ او په ۲۴۱ هـ ق کال کي په بغداد کي وفات شوی دئ

امام احمد بن حنبل (رح) د لوړ علم، تقوا او پوره کمال خاوند شخصیت وو، او په اتفاق د امت سره د شریعت د مجتهدینو څخه دي او د حنبلي مذهب مؤسس دي

د امام احمد بن حنبل (رح) د شخصیت او سیرت په اړه تاریخي کتابونه لېکل شوي دي د زیات معلومات لپاره ورته مراجعه کېدای سي¹

1- المقدمة الاسلامي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب