د علماو دښمنان به تباه کيږي خو موږ بايد سر خلاص کړو!

ژباړه: ابوهريره رضي الله عنه روايت کوي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: الله پاک وايي: څوک چي زما د يو دوست سره دښمني وکړي نو زه د هغه سره اعلان د جنګ کوم.

امام نووي رحمه الله په التبيان کتاب کي فرمايي: د امام ابوحنيفه او امام شافعي رحمهما الله څخه روايت دی چي که علماء د الله پاک دوستان نه وي نو الله لره هيڅ بل دوست نسته. يعني يقينا علماء د الله پاک دوستان دي.

پدې وروستيو کي وينو چي د ځينو کړيو لخوا ځيني علماء کرام چي په رأس کي يې شيخ رحيم الله حقاني صاحب دی په شهادت رسول کيږي، دوی ته بايد وويل سي: چي د حقاني علماو سره دښمني ډېره بده پايله لري او هر چا چي د علماو سره اخيستي وي الله پاک په دنيا او آخرت کي شرمولی وي.

د حضرت علي رضي الله عنه څخه روايت دی چي هر څوک د علماو سپکاوی وکړي الله پاک به د هغه آخرت خراب کړي.

همداسي د ابو امامه رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: د درو نفرو په حق کي سپکاوی نکوي مګر هغه څوک چي منافق وي؛ په اسلام کي د سپينږيري، د علم خاوند، عادل باچا.

چي د حقاني علماو د سپکاوي دومره سخت عذاب وي نو د وژلو او شهيدولو عذاب به يې څومره وي؟

زموږ افغانان بايد هوښيار وسي او د خپلو حقاني علماو د ساتني تر څنګ د دښمن مکر او فريب ځان ته معلوم کړي ځکه د اسلام او اسلامي نظام دښمنان غواړي زموږ  په هيواد کي يو ډول مذهبي جګړه شروع کړي او د علماو تر مينځ سليقوي مخالفتونه فزيکي ټکر ته ورسوي او د افغانستان څخه عراق او سوريه جوړه کړي.

الحمدلله تر اوسه زموږ په هيواد کي داسي مذهبي افراطيت چي د جګړو او وژلو سبب سي ندی ليدل سوی خو زموږ د وطن او سولي دښمنان داسي جګړو ته لمن وهي نو زموږ خلګ او اسلامي امارت دواړه بايد دې ټکي ته ډېره پاملرنه وکړي او پدې برخه کي د هر مفسد او نا اهله انسان پلانونه شنډ کړي.

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : إِنَّ اللَّهَ قَالَ مَنْ عَادَى لِي وَلِيًّا فَقَدْ آذَنْتُهُ بِالْحَرْبِ.[صحيح البخاري6502]

عن أبي حنيفة والشافعي رحمهما الله أنهما قالا: إن لم يكن العلماء أولياء الله، فليس لله ولي.[التبيان]

عَنْ أَبِي أُمَامَةَ، عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ:ثَلاثَةٌ لا يَسْتَخِفُّ بِحَقِّهِمْ إِلا مُنَافِقٌ: ذُو الشَّيْبَةِ فِي الإِسْلامِ، وَذُو الْعِلْمِ، وَإِمَامٌ مُقْسِطٌ.[المعجم الکبير 7724]

عن علي رضى الله عنه أنه قال : «من استخف بالعلماء ذهبت آخرته» (آداب الملوك للثعالب)

مولوي نورالحق مظهري

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب