د تاریخ اتله «یمینة الشایب»- الجزایرۍ

نن یوه عربۍ د تاریخ اتله؛ د “شرشال” د غرو بلبله؛ د شهیدې قافلې مله در پېژنم!

د یادې اتلې نوم “زلیخة” په (یمینة الشایب) سره شهرت لري؛ هغې پتمنې په [کال ۱۹۱۱م] کې د الجزایر په ختيځه څنډه، د شرشال په ښار کې دې نړۍ ته سترګې غړولې.

یادې اتلې د وړکتوب زمانه د فرانسوي نیواکګرو تر اشغال او اغېز لاندې تېره کړه؛ د هغوی ظلم، وحشت او تېري دې ته اړ ویستله، چې په جهادي خوځښتونو کې فعاله ونډه ولرې؛ ځکه هغې د “الجیش التحریر الوطني” (ملي ازادۍ لښکر) له جهادي لښکر سره ځان یو ځای کړ. په لومړي ځل یې د هغوی د لوژستیکې چارو سمبالښت په غاړه واخیست، خوراکي توکې، دوا او درمل به یې ور ته موندل؛ ځکه نو د فرانسوي یرغلګرو توجه د هغې لور ته واوښته. هغه مهال یې لا دهغې د نیولو هڅې ګړندۍ کړې، چې هغې د خپلې پوهي او زیرکۍ پر مټ د الجزایر په شرشال ښار کې – کوم چې د هغې پلارنی ټاټوبی و – د پوځي مشر، شهید “ابو القاسم العلیوي” ځای ناستې شوه…

هغوی د یادې اتلې لټون پیل کړ، په لوړو او ژورو د هغې د موندلو له پاره ګرځېده، له ډېرو هڅو وروسته په [کال۱۹۵۷م د اکتوبر/مې په ۱۰مه] د هغې په نیولو بریالي شوو. لس ورځې یې زښته وځوروله، ودردوله او په بېلا بېلو تعذیبونو یې وکړوله؛ خو بیا هم له خپلې سپېڅلې تګلارې نه په شا نشوه.

لاندې انځور کې تاسو وینئ، چې یاده اتله په یو پوځي ټانګ پسې په وسپنیز ځنځير تړلې، چې د ویښ احساس او ژوندۍ حوصلې څښتن یې په لیدو بېواکه کېږې.

د ښار په سړکونو یې د زرهاوو مسلمانانو په وړاندې څکوله؛ تر څو هغوی د فرانسوي ځواکونو له مخالفت، مقاومت او جګړییز خوځښت نه لاس په سر شي او د هغوی د اشغال او یرغل په وړاندې خنډ نشي. د هغوی د هغې ورځې شعارهم، همداو، ویلې:

« كل من يتمرد على فرنسا هذا هو جزاءه وأن فرنسا لن ترحم أحدا ولو كن نساء او اطفالا»

ژباړه: هر څوک، چې په فرانسه یاغیتوب کوي، نو دا به یې سزا وي، فرانسه په یو چا زړه سوی نه لري، که څه هم هغه ښځې یا ماشومان وي!

خو یاده تاریخي اتله د ایوب علیه السلام په څېر په خپل خلیلي هوډ ټینګه وه؛ له هغوی نه یې د ترحم او عاطفې غوښتنه و نه کړه او نه یې ور ته د عذاب په سپکولو کوم وړاندیز وکړ. په دې هېښونکې حالت کې یې دا شعار په خوله و: ” ګرانو شازلمیو د فرانسوي یرغل په وړاندې غرونه ته و دانګئ!”

لنډه دا، چې لس ورځې وروسته یې له هیلي کاپټر نه، له لوړې ارتفاع نه را وغورځوله؛ په دې توګه د شهیدې قافلې د سپېڅلو لارویانو مله شوه! (انا لله و انا الیه راجعون).

د هغې تنه یوه بزګر ومونده، په یوه لرې پرته سیمه کې یې خاورو ته په یواځې ځان وسپارله. یرغلګرو ته د هغې د تنې د لاپته کېدو پېښه یوه پېچلې معمّا شوه. یاد بوډا بزګر ۲۷ کاله وروسته اقرار وکړ، چې هغه ده په فلانۍ سیمه کې خاورو ته سپارلې. کله یې چې د هغې قبر و سپړل؛ د اعدام د وخت پر تن ځانګړې جامې یې په هغه بڼه وې، هیڅ تغیر یې نه و کړی.

د هغې مېړه او زوی تر هغې لږ مخته د یوې ځانګړې آلې پر مټ د همدې ځناورو له خوا، د ازادۍ د غوښتلو په جرم، اعدام کړل شوو.

په همدې توګه نوموړې اتله د تاریخ په پاڼه د یوې ځلانده سپوږمۍ په توګه و ځلېده! ستر څښتن دې د جنت په لوړو نعمتونو ونازوي.

د شرشال د غرو بلبلې! تا خو خپل سپېڅلی روح او ګرانه وینه د رنګینې ازادۍ په پار ځار کړه؛ خو نن ستا ټبر ستا د اتلولۍ امېل او د ویاړ زرین شال د مسلمان قشر د یوه خونخوار لور (ایوانکا) ته ډالۍ کړل. الى الله المشتكى!
ــــــــــــــــــــــــــــ
-تاریخه! ته د ستاینې وړ یې؛ ځکه موږ ته دې سپین، سپین او تور، تور را وپېژاند!

– تاریخه! ته د یوه څپاند دریاب په څېر یې، چې په ظاهري سطحه دي څه نه موندل کېږي؛ خو تل دې په رنګینو ملغلرو بډای دی.

– تاریخه! ته داسې اسمان ته ورته یې، چې د ځلانده ستورو ښکلا دي تورې، تتې وریځې نشې تیاره کولی.

– تاریخه! ته یوه داسې نایابه خزانه یې، چې هیڅ ښامار دي په ملغلرو خېټه نشي اچولی.

– تاریخه! په رښتیا ښکلی یې؛ خو ولې؟! دا ځکه، چې تا د وخت د اتلانو، شازلمیو له ګلورینې او معصومې وینې رنګ اخیستی.

– تاریخه! ښکلی یې؛ منم، چې ښکلی یې؛ خو دا به منې، چې موږ په تا او ته په موږ ښکلی یې.

سرچینه: خلص او غوړچان له التاریخ الاسلامي، وکالات، الفجر، ویکفیدیا او..نه.

ژباړه، ټولونه او زیاتونه: م. حمد الله (دانشمند)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب