سعيد بن علي بن وهف القحطاني

سعيد بن علي بن وهف القحطاني
سعيد بن علي بن وهف القحطاني.png

معلومات شخصية
زیږیدنهسنة 1951
عرين، بلاد قحطان،  سعودي
مړینه1 أكتوبر 2018 (66–67 سنة)
رياض
مړینې سببسرطان د ځیګر
هویتFlag of Saudi Arabia.svg السعودي
پلارعلي بن وهف القحطاني
علمي ژوند دوره
د زده کړې ځای يېجامعة الإمام محمد بن سعود الإسلامية
مسلکعالم مسلم،  وإمام،  وكاتب
د لیکنو ژبهعربي
تدریس ځایجامعة الإمام محمد بن سعود الإسلامية

دغه ستر اسلامي عالم په ۱۳۷۲ هـ کال زېږېدلی وو. په ۱۴۰۴ هـ کال د امام محمد بن سعود د پوهنتون د اصول الدين له پوهنځي څخه فارغ سو، په ۱۴۱۲هـ کال يې د ماسټرۍ سند تر لاسه کړ، د ماسټرۍ د تيزس سرليک يې وو” الحكمة في الدعوة إلى اللَّه “ . بيايې په ۱۴۱۹هـ کال د دکتورا سند ترلاسه کړ. د دکتورا د رسالې سرليک يې وو” فقه الدعوة في صحيح الإمام البخاري “ .

«حسن المسلم» کتاب چي ۱۶۰ مخه دی، لومړی په ۱۴۰۹هـ کال چاپ سو او څنګه چي ډېر خوښ سو بيا په مليونونو نسخې خپور سو. په دې کتاب کي د ورځني ژوند په بېلو بېلو برخو کي د حضرت رسول الله صلی الله عليه وسلم اذکار راغلي دي. ويل کيږي چي دا په اسلامي کتابونو کي تر ټولو ډېر خپور سوی کتاب دی. دغه کتاب په پښتو او ډېرو نورو ژبو هم ژباړل سوی دی

دغه نامتو اسلامي عالم او ليکوال شاوخوا اتيا کتابونه ليکلي دي او وايي چي له کوچنيوالي څخه د علم او دين په چارو بوخت وو. موږ د لوی څښتن په دربار کي ده او د ده کورنۍ او ټولو مسلمانانو ته د مغفرت او رحمت دعا کوو.
اللهم اغفرله وارحمه وعافه واعف عنه وأكرم نزله ووسع مدخله وجازه عنا خير الجزاء وتقبل منا ومنه صالح الأعمال.

د ۱۴۴۰ هـ کال د حسن حسين (محرم الحرام) د مياشتي پر ۲۱مه د ورپېښي ناروغۍ له امله د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کي د ۶۷ کالو په عمر وفات سو، انا لله وانا اليه راجعون. الله دې جنتونه ځای کړي.

  • د نصاب کتابونه
  • د نصاب کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ