امام بخاري رحمه الله څوک وو؟

د صحيح البخاري د مؤلف کنيت أبو عبدالله دي، نوم او نسب يې محمد بن اسماعيل بن إبراهيم بن المغيرة بن بردزبه الجعفي دي، بردزبه د فارس دئ او د فارسيانو پر دين وو البته د بردزبه زوى مغيره چي د بخاري ورنيکه کيږي د بخارا د والي په لاس ايمان راوړئ دئ، د بخارا والي يمان الجعفي نومېدئ نو د اسلام د ولاء لکبله بخاري ته جعفي هم ويل کيږي..

حافظ بن حجر رحمة الله عليه وايي د بخاري د نيکه إبراهيم بن المغيرة په هکله معلومات نه لرم البته د بخاري پلار اسماعيل بن ابراهيم د ابن حبان په وينا د حماد بن زيد او مالك رحمهما الله څخه حديث اورېدلي دي، امام ذهبي رحمة الله عليه په تاريخ الاسلام کي وايي چي د بخاري پلار د ښه تقوا لرونکو علماوو څخه وو،

أحمد بن حفص رحمة الله عليه وايې: زه د بخاري پلار ته ورغلم هغه د مرګ په حالت کي وو ما ته يې وويل: زما د علم له مخي زما په ټول مال کي يو شکمن درهم لا هم نسته، دا د حلالي نفقې اثر هم دئ چي الله جل جلاله د اسماعيل د زوئ څخه امام بخاري غوندي ستر امام جوړ کړئ دئ…

د (اظهار الابطال لما فی رسالة الاعتدال) په نوم یو کتاب کي راځي چي د امام بخاري رحمه الله څخه تقریباً ۹۰۰۰۰ نیوي زره کسانو احادیث اوریدلي دي،

د صحیح البخاري د لیکلو په اړه خپله امام بخاري رحمه الله وایي چي: الجامع (صحیح البخاري شریف) مي د شپږ لکه احادیثو څخه په شپاړلس کاله مُده کي تصنیف کړ،

your ads

د امام البخاري رحمه الله په هکله دا هم ویل کیږي چي ده، ته به خپلي متقي مور بې له اودسه شیدې نه ورکولې،

امام البخاري رحمه الله وایی: ما چي به په خپل جامع بخاري کي کوم حدیث جمع کاوه لومړی به مي غسل وکړ، بیا به مي دوه رکعته نفل او استخاره وکړه او وروسته چي به مي د همدې حدیث په صحت او ثقه والي باندي ښه یقین سو بیا به مي ولیکه،

امام بخاري صاحب ډېر زیات شمېر استادان یې درلودل چي ځیني یې په لاندي ډول دي:

– امام قتیبه رحمه الله

– مکي بن ابراهیم بلخي رحمه الله چي د امام ابوحنیفه رحمه الله شاګرد تېر سوی دئ

– شیخ احمد بن رجا هروی رحمه الله

– مولوی محمد حسن رحمه الله

– مولانا مفتي اعظم رحمه الله

– شیخ ابي عبدالله محمد بن یوسف فربري رحمه الله

او داسي نور زیات استادان یې وه

(د امام بخاري صاحب د استادانو نور نومونه په(اظهار الابطال لما فی رسالة الاعتدال) نومي کتاب کي لیدلای سئ)

امام بخاري رحمة الله عليه په ١٩٤ هجري سنه کي د شوال پر ١٣ نېټه د جمعې په ورځ تر لمانځه وروسته په بخارا کي زېږېدلى دئ او په ٢٥٦ هجري سنه کي د شنبې په شپه چي د کوچني اختر شپه وه د ٦٢ شپېتو کلونو په عمر د خرتنک په کلي کي چي د سمرقند څخه ٦ ميله لېري واقع دئ وفات او هم هلته ښخ کړل سوئ دئ…

انالله وانا الیه راجعون

الله تعالی دي منافقین او ګمراهان تباه او برباد کړي، چي پر دومره یو لوی عالم او امام رد کوي، او الله تعالی دي امام بخاري صاحب ته جنت الفردوس او د جنت نعمتونه نصیب کړي….آمین ثم آمین

مأخذونه:

لیکوال یادښتونه

د فضیلت پګړۍ

اظهار الابطال لما فی رسالة الاعتدال

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب