ژوند د څه لپاره؟

د ژوند (الحياة) کلمې معنی :
دژوند کلمه چې په عربي کې يي ترادف په (الحياة) سره راځي ډيرې معاني پکي نغښتي دي ، او ضد يي مرګ ( الموت) بلل کيږي .

لومړی : نمو وده او بقاء ته ویل کيږي
دويم : تلنه او هلاکت ته هم ويل کيږي
دریم : ژوند ګټې ته هم ویل کيږي

همداراز نورې ډيرې معاني هم لري چې اوس نشو کولای چې دټولو معانيو ذکر دلته ترسره کړو
په علم الاحياء کې دژوند تعريف داسی شوی دی :
دهغو توپيرونو مجموعه چې په حيواناتو او جماداتو کې ليدل کيږي او دهغوی ترمنځ توپير کوي، لکه تغذيه، وده، تناسل او نور .
البته پورته تعريف المعجم الوسېط ليکلی دی

هرڅوک د ژوند باره کې خپل نظر څرګندوي ځينې په خوشحاله ژوند او نور يې په خفه غمجن ژوند توصيفوي .

دژوند مفهوم:
دژوند کلمې مفهوم هلته بدليږي کله چې يوه کلمه بدله شي، کيدای شي په مجموع کې هغو واقعاتو باندې دلالت وکړي چې دځمکي پرمخ واقع کيږي او پدې واقعاتو کې د ځمکې په سر ټول کائنات سهم ولري، همدا راز ژوند د ژوندي مخلوقاتو دژوند له پیل څخه تر وروستۍ لحظې، ژوند بلل کيږي .

يا په بل عبارت د ژوند مفهوم: هغه خصائص چې ژوندی مخلوق يې د ژوند په مختلفو جوانبو کې ښکاره کوي لکه (توازن، استقرار،  تنظيم، استقلاب ،تلاؤم ،نمو،تکاثر او نور ).

دژوند (الحياة) قسمونه:
لومړۍ يادونه داده چې خپله ژوند په پېل کې (دخالق ژوند او مخلوق ژوند) ته هم ویلای شو.
دخالق ژوند ازلي ابدي او ذاتي دی ( له چا څخه ندی اخستل شوی او نه غوښتل شوی دی) الله عزوجل فرمايي ﴿اللهُ لَا إلٰهَ إلَّا هُوَ الحَيُّ القَيُّوْم﴾ همداراز فرمايي ﴿هُوَ الحَيُّ لَا إلٰهَ إلَّا هُوَ فَادْعُوْه مُخْلِصِيْنَ لَه الدِّيْنَ الحَمْدُ لله رَبِّ العَالَمِيْن﴾ غافر: آية65، وقال سبحانه: ﴿هُوَ الأوَّلُ وَالاٰخِرُ وَالظَّاهِرُ وَالْبَاطِنُ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ﴾ الحديد: آية3..

لومړی : ابدي (دائمي ) ژوند
دويم : ددنيا ژوند (نيمګړی) ژوند البقرة آية 86( أُولَئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الحَيَاةَ الدُّنْيَا بِالآخِرَةِ)
دریم : عصري ژوند.
څلورم : دژوند او مرګ ترمنځ
پنځم : أدبي ژوند
شپږم : اجتماعي ژوند
اووم :دذلت ژوند
اتم : دفقر ژوند
نهم : دعزت ژوند
لسم :کورنی ژوند
يوولسم : دسپيانو ژوند

يادونه : دغه تقسيم بندي په معاجمو کې ترسره شوی ده البته زما په أند هم ډيره ښه تقسيم بندي يې کړې ده
لکه څرنګه چې په عربي ژبه کې يو شاعر وايي (دقات قلب المرء قائلة له ــــ ان الحياة دقائق وثوان)
ژباړه : انسان ته دانسان دزړه درزه هار دحال په ژبه هر وخت ويونکی دی چې ژوند يو څو لحظې او يوڅو ثانيې دی
او همداراز عربي ژبه کې يو متل هم دی چې وايي (احرص علی الموت توهب لک الحياة).
ژباړه : په مرګ حريص ووسه ژوند خپله ځان درته تحفه کوي .

دژوند ذکر په قران کریم کې ډير زیات شوی دی مثلا
( انما الحياة الدنيا لعب ولهو وزينة وتفاخر بينکم وتکاثر فی الاموال والاولاد …)
اتَّخَذُوا دِينَهُمْ لَهْوًا وَلَعِبًا وَغَرَّتْهُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَاۚ فَالْيَوْمَ نَنْسَاهُمْ كَمَا نَسُوا لِقَاءَ يَوْمِهِمْ هَذَا وَمَا كَانُو
اعْلَمُوا أَنَّمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَزِينَةٌ
اعْلَمُوا أَنَّمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَزِينَةٌ وَتَفَاخُرٌ بَيْنَكُمْ
الَّذِينَ يَسْتَحِبُّونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا عَلَى الْآخِرَةِ
الَّذِينَ يَسْتَحِبُّونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا عَلَى الْآخِرَةِ وَيَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ
الَّذِينَ يَسْتَحِبُّونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَاعَلَى الْآخِرَةِ وَيَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَيَبْغُونَهَا عِوَجًا ۚ أُولَئِكَ فِي ضَلَالٍ بَعِيدٍ

د دې ټولو أيتونو د مفهوم مدار مختلف ليدل کيږي مګر په حقيقت کې يې تګلوری او پای يو دی، د دنيا د ژوند ماهيت او حقيقت څرګند دی پکې، چا چې پر اخرت دنيا ته ارجحيت ورکړو دهغوی عاقبت او نور

پياوړی لیکوال عبدالفتاح أبوغدة يو کتاب ليکلی (قیمة الزمن عند العلماء ). ډير ښکلی په زړه پورې کتاب دی دا چې زمونږ ژوند پروخت ولاړ دی او وخت ژوند دی او ژوند وخت دی نو پدې کتاب کې تفصيلي څيړنه او تحقيق پرې شوی دی .
لکه څرنګه چې يو حکيم وايي ( الوقت کالسيف ان لم تقطعه قطعک).
ژباړه: وخت دتورې مثال لري که ته يي مصرف (قطع) نه کړې تابه قطع کړي.

که فکر وکړو ژوند مختصر، کم، مجهول، نو بايد مقابل کې يې کار کړنه زيات، مخلصانه ديني او معلوم وي .
دانسان په ژوند کې ترټولو ارزښتناک څيز وخت دی که چیرته يې انسان مجدول کړي او خپل ژوند ته أهداف وټاکي هيڅ کله به هم دده وخت ضايع او هباء منثورا لاړ نشي. او دژوند هر پړاو به يې له خوشحاليو ډک وي.

زما هدف او مقصد اسلامي ارزښتونو ته کار کول دي چې په دنيا کې داخرت لپاره دي، لکه چې وايي (الدنيا مزرعة الاخرة).

ژباړه: دنيا د اخرت لپاره پټۍ ده، کرونده ده، څه چې پکې کرو هغه به ريبو، د دې تصور نشي کيدای چې مونږ دې غنم وکرو او جوار دی وريبو. دابه د عادت خلاف وي .

هغه څوک چې ژوند ته په ټيته سترګه ګوري هغوی په حقيقت کې د هرې لحظې له ارزښته په تيارو کې دي، او ارزښت به يې هلته ورته معلوم شي چې کله ژوند له لاسه ورکړي، کله چې په کفر کې څوک مړ شي صرف به له الله عزوجل دا غوښتنه لري چې دژوند لپاره په دنيا کې يو چانس راکړه، چې پدې سره د خپلو ګناهونو جبران وکړای شي. او دپيغمبر ﷺ په حديث شريف کې چې دژوند په ارزښت خبره شوې (اغتنم خمسا قبل خمس ….. وحياتک قبل موتک ). نو له مرګ څخه مخکې د ژوند غنيمت ګڼل دعقلمند انسان (مسلمان) دعقلانيت ښووندوی ده.

که چيرته دژوند په اهميت او ارزښت څومره خبرې وکړو نو نشو توانيدای چې په مجمل ډول يې په ليکلې بڼه وړاندې کړو . هيله ده له دې مختصرو کلماتو عبرت واخلو

ليکنه: محمد اکرم همت

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب