زیاته اندازه ویټامین ډي (Vitamin D) مو په فلج اخته کولی شي

دا یو ثابت حقیقت دی چې ویټامین ډي د ډیرو ناروغیو لپاره اړین دی خو د ویټامین ډي (Vitamin D) زیات استعمال انسان د زړه او فلج په ناروغیو اخته کولی شي.

دغه نوې څیړنه په ډنمارک کې ترسره شوې. دغه څیړنه ښيي چې د ویټامین ډي زیات استعمال انسان په مختلفو ناروغیو اخته کولی شي خو پام مو وي چې کمه اندازه يي هم د انسان روغتیا لپاره مضر دی.

د راپور پر بنسټ په بدن کې د ویټامین ډي زیاتوالی د زړه د ناروغیو خطر زیاتوي چې د همدې ویټامین زیاتوالی په انسان کې د فلج ناروغۍ خطر هم زیاتوي.

په دغه څیړنې کې د ګډون کوونکو روغتیايي کارپوهانو په وینا د ویټامین ډي اندازه د انسان په وینو کې باید د ۵۰ او ۱۰۰ نانو ګرام تر منځ وي.

روغتیايي کارپوهانو په وینا له یاد شوې اندازې څخه زیات ویټامین ډي د انسان په روغتیا منفي اثر لري او هغه خلک چې د اوږدې مودې لپاره د ویټامین ډي ګولۍ استعمالوي د هغوي په بدن کې زیاته اندازه کلسیم جذبیږي چې له همدې امله د انسان ګردې هم زیانمنوي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب