بیړه کوونکي زر زړیږي، تر نورو لږ ژوند کوي او زر مړه کیږي!

یو شمیر نوو څیړنو دا ثابته کړې هغه خلک چې په کارونو کې بیړه کوي-صبر او زغم یې کم وي- زر زړیږي او دا هم ممکنه ده چې لږ عمر وخوري او لږ ژوند وکړي.

د سنګاپور پوهنتون یو شمیر څیړونکي په ځینو محصلینو او نورو ګډونوالو تجربې کړي او بیا دې نتیجې ته رسیدلې دي چې په بدن کې هغه ماده چې د انسان د زوړ والي سرعت معلوموي په هغو کسانو کې چې بیړه کوي او له صبر څخه کار نه اخلي ډيره کمه ده او دا ماده ټیلومیر (telomere) نومیږي. دوی وایې ټیلومیر ماده د عمر په تیریدو سره کوچنی کیږي تر دې چې یو وخت له منځه ځي او له دې څخه د انسان د زوړوالي لورې ته د ورتګ سرعت معلومیږي، ټیلومیر هغه وقايوي پوښ دی چې د کروموزوم ترڅیرمه وي او په نوکیلک اسید یا DNA کې د ضرر پیښیدو مخه نیسي.

دا څیړونکي وایې ددې له امله چې دا ماده په بیړه کوونکو کې کمه وي نو ځکه خو زر زړیږي(د بوډاتوب لورې ته چټک ګامونه اخلي) تردې چې له نورو کم ژوند کوي او زر مړه کیږي.

دا څیړونکي وایې پخپلو حواسو کابو راوستل، هر کار په فکر او سوچ سره کول، په کارونو او روزمره ژوند کې له بیړې کولو ډډه کول او له زغم څخه کار اخیستل ښایې د ټیلومیر مادې عمر زیات کړي او له امله یې انسان زر بوډا یا زوړ نشي.

محمد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب