د ماشوم روزنې اصول

نننۍ روانپوهنې دا په زبات رسولې، چې د انسان د برياليتوبونو او ناکاميو راز د هغه د ماشومتوب په پېر (دور) پورې تړلی دی، راځۍ، چې د خپلو ماشومانو لپاره دا پېر داسې برابر کړو، چې دوی د بريالیتوب لوري ته بوځي، نه د پرلپسې ناکامۍ په لور. مينه، ثابت پاتې کېدل، د ښه والي نمونه جوړېدل، د باور وړ کېدل، صابر، ځان نه خوښوونکی او فعال اوسېدل دي، چې موږ خپلې موخې ته رسوي، موږ بايد خپلو ماشومانو ته ځانونه د دغو بېلګې وګرځوو او وروسته بیا هغوی يې ترسره کولو ته وهڅوو.

مينه د خدای له لوري هغه بې جوړې نعمت دی، چې د ټولو اړيکو بنسټ دی، هرڅومره، چې نورو ته مينه ورکوئ، په بدل کې به يې هماغومره مينه ترلاسه کوئ او زما پر اند د ژوند تر ټولو لوړترينه ډالۍ مينه ده، چې مور و پلار يې خپلو اولادونو ته ورکوي.

ستاسې يا هم ستاسې د ماشوم په ژوند کې قاعده، نظم او مشخص محدوديتونه کولای شي، چې د باور وړ فضا رامنځته کړي، دا هغه څه دي، چې ستاسې ماشومانو ته د ارامتيا د احساس په پار اړين دي.

که غواړئ، چې ستاسې ماشومان ستاسې په زړه پورې څانګې ته لېوالتيا پيدا کړي؛ نو ځان ورته داسې بېلګه وګرځوئ، چې هغوی له تاسې څخه په ناغوښتي ډول زده کړه وکړي، څکه چې هغوی داسې یو چا ته اړتيا لري، چې ورنه زده کړه وکړي.

دروغ مه وایاست او زيار وباسئ، چې له ځانه جوړې شوې کړنې مه ښاياست، ستاسې ماشومان بايد ستاسې اصليت او رښتينی حالت وويني او وپېژني.

کوښښ وکړئ، چې له خپلو ماشومانو سره ډېر وخت تېر کړئ او په تېره هغه وخت، چې تاسې ته اړتيا لري د هغو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړئ. مه پرېږدئ، چې ځينې نور مسايل ستاسې او ستاسې د ماشومانو ترمنځ راشي او واټن جوړ کړي.

هغوی ستاسې له کړنو سره سم بدلون کوي، هڅه وکړئ له هغوی سره ښه چلند وکړئ او راتلونکي ته خوښ اوسئ، ځکه چې هغوی به هم همداسې رالوی شي او د خپل ژوند څخه به خوند اخلي.

له خپلو ماشومانو سره په ورو او سړه سينه چلند کوئ، ځکه چې ژوند خپله په بيړه روان دی او مه غواړئ، چې خپلو ماشومانو په بيړه هرڅه ور وښاياست، د خپلو ماشومانو سره دلارښوونې يا د هغوی د روزنې په برخه کې هېڅکله هم مه ستړي کېږئ، ځکه چې رښتیا هم د ماشومانو روزنه ډېرې حوصلې او نرمښت ته اړتيا لري.

له ځانساتنې څخه ځان وژغورئ او په دې ژغورنې کې خپلماشومان هم د ځان ملګري کړئ، ځکه چې له دې لارې خپله انرژي نورو ته په ګټې رسولو کې مصرف کړئ، چې دا دود ستاسې تر ماشومانو ورسېږي او دوی هم په خپل ژوند کې يوه هوسا او ټولنيزه ټولنه ولري.

په خپلې هرې خبرې عمل کوئ او له دې لارې به ستاسې ماشومان دا هم زده کړي، چې د ښه ژوند کولو په پار يوازې فکر او خبرې کول نه؛ بلکې عمل کول يې اصل دی.

هر انسان د ښه ژوند کولو په پار يو لړ اصولو او قانونو ته اړتيا لري، چې د هغو له لارې د ښو او بدو ترمنځ توپير او تشخصي وکړي. تاسې بايد پر دوی د باور وړ فضا رامنځته کړئ او دوی به هم له دې لارې په تاسې ډېر باور ولري او ستاسې پليوني وکړي.

تاسې کولای شئ، چې د نويو شيانو زده کړه، د نويو شيانو ترلاسه کول، بېلابېل ليد لوري له خپلو ماشومانو سره شريک کړئ، چې هغوی له ماشومتوبه داسې ټولنيز اخلاق لرونکی انسان جوړ شي، چې راتلونکی ژوند يې خوښ او بريالی وي.

هر هغه کار چې موږ يې ترسره کوو، زموږ په ماشومانو نېغه په نېغه او يا غير مستقيمه اغېز لري؛ نو موږ بايد د يو بل ملامتولو او بهانه کولو څخه تېر شو او خپله لاس په کار شو، يانې خپل ډېری وخت د خپلو ماشومانو په ښې روزنې کې مصرف کړو.

د هغوی برياليتوب يوازې په دې کې نه دی، چې هغوی دې په ښوونځي کې پوره نمرې ترلاسه کړي او يا هم لوړې زده کړې ولري او يا هم په خپلو کارونو يا سوداګرۍ کې بريالی وي. د هغوی برياليټوب دا دی، چې په دې ستړې نړۍ کې د خوشاله ژوند کولو او له خلکو سره د ټولنيز ژوند جوړولو په چارو کې تر بل هر چا مخکښ اوسي.

په پای کې غواړم دا ووایم، چې راځۍ، په خپلو اولادونو پانګه اچونه کړو، ځکه چې تر ټولو غوره پانګه اچونه همدا د خپلو ماشومانو ښه روزنه ده، نو راځئ چې له همدې ځايه يې پيل کړو او د خپلو ماشومانو په ښه روزنه کې ډېر کوښښ وکړو.

رفيع الله ستانکزی

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب