که ځوانه او تانده څېره غواړئ

ځینې خلک په خپل مخ د دانې او د سترګو شاوخوا ځایونو له توروالی کړیږي چې د دغې تورالی له منځه وړلو لپاره مختلفو ډاکټرانو او ګران بیه کریمونو ته مخه کوي.

وارخطا کیږئ مه دلته مو له داسې درې اسانه او عملي نسخو سره اشنا کوو چې دغه توروالی له منځه وړلو سربیره د انسان پوټکی ځوان او تازه ښيي.

له ټولو مهم دا دی چې دغه طریقې د بدن نورې برخې نه زیانمنوي او ډیر لګښت ته هم اړتیا نه لري. لوستونکي کولی شي ډیر په اسانی سره له دې طریقو ګټه پورته کړي.

۱- د ماسته استعمال: طبي څیړونکو په وینا ماسته ټول هغه ځانګړتیاوې لري کوم چې د انسان ښایست ساتلو لپاره اړین وي او د بدن په نورو برخو هم هیڅ ډول ناوړه اغیز نه لري.

ماسته کې یو ډول مواد د «لیکټک» په نامه شتون لري کوم چې د مخ توروالی له منځه وړلو او پوتکی سپینولو ځانګړی وړتیا لري.

طریقه: ماسته خپل د مخ پر پوټکی داسې استعمال کړئ چې هیڅ خالي ځای پاتې نشي. د لږې مودې لپاره صبر وکړئ. له لږ ځنډ وروسته خپل مخ په تړمو اوبو ووینځئ.

دغه طریقه سربیره پر دې چې ستاسې څیره تازه او ځوان ښيي پر مخ شته دانې په له منځه وړلو کې هم ډیر ګټور دی.

۲- د سنترې استعمال: هسې هم اوس د مالټو او سنترو موسم دی نو ولې له دې چانس څخه پوره استفاده ونکړو.

طریقه: دوه کاچوغې د سنترې اوبه سره خاصه اندازه کورکمن (زردچوبه) یو ځای کړئ. له ویده کیدو وړاندې دغه محلول په خپل مخ استعمال کړئ او سحر له پاڅېدو سره خپل مخ په تړمو اوبو ووینځئ.

دغه طریقې سره سربیره پردې چې د سترګو شاوخوا توروالی له منځه وړي پوټکی په تازه کولو کې هم مهمه ونډه لري.

۳- د شاتو استعمال: روغتیايي څیړونکو په وینا د پوټکې زیاتو ناروغیو اصلي لامل د پوټکی وچوالی دی چې د سترګې شاوخوا توروالی لامل هم ګڼل کیږي. روغتیايي څیړونکو په وینا شات سربیره پر دې چې د انسان پوټکی له مختلفو ناروغیو ژغوري د پوټکی لپاره یو غوره مرطوب کوونکی هم ګڼل کیږي.

طریقه: د لسو دقیقو لپاره شات په خپل مخ استعمال کړئ او له هغې وروسته يي په تړمو اوبو ووینځئ.

دغه طریقې سربیره پر دې چې پوټکی صفا کوي د پوټکی له منځه تللي حجراتو پاکولو کې هم دیره زیاته مرسته کوي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب