که د کولیسټرول له زیاتوالي کړېږئ؛ نو دا ولولئ!

که چیرې کولیسټرول له نورمالې اندازې زیاته شي؛ نو د وینې رګونو دیوالونو سره نښلي او د وینې د جریان د خنډ لامل کېږي.

د غیر ضروري کولیسټرول زیاتوالی د وینې د جریان نظام خرابولو سره د ګردې، وینې فشار او زړه ناروغیو سبب ګرځي.

دلته شپږ داسې خواړه معرفي کوو چي د وینې غیر ضروري کولیسټرول کموي او د درملو له کارونې پرته مو د کولیسټرول له زیانونو ژغوري:

مالټه: د ستروس میوو له ډلې څخه ده چې د پیکټین په نوم نشایسته لرونکي مواد لري. پیکټین نه پریږدي چې کولیسټرول د وینې رګونو په دیوالونو ونښلي.

مالټه د ویټامین سي او پوتاشیم غوره منبع ده او د مضر کولیسټرول د زیاتیدو مخه نیسي.

اوربشې: د نورو ګټو سربیره د وینې کولیسټرول هم کموي. د کولیسټرول ناروغان باید د اوربشې له اوړو هره ورځ په یوه خاصه اندازه استفاده وکړي.

لوبیا او مسورې دال: په لوبیا او مسورې دال کې موجود پروټین د کولیسټرول تر ټولو غوره طبیعي علاج دی.

له کولیسټروله د خلاصون لپاره د درملو پر ځای لوبیا او مسورې دال د خپل روزمره خوراک یوه اړینه برخه و ګرځوئ.

کبان: د اومیګا تري نومې اسید تر ټولو غوره منبع ده. کبان نه یوازې دا چي غیر ضروري کولیسټرول کموي وینه له لخته کیدو هم ژغوري.

پسته: د ۲۰۰۸ ز کال د یو تحقیق پر اساس هغه خلک چي روزانه ۴۲- ۸۵ ګرامه پسته خوري هیڅکله د کولیسټرول په ناروغۍ نه اخته کیږي او کولیسټرول یي له نورمال حالته نه زیاتیږي.

د زیتون تیل: څرګنده ده چي د بدن وزن کمولو سره د بدن غیر ضروري کولیسټرول هم کمیږي؛ نو د دې لپاره په کولیسټرول اخته کسان باید لږ کالوري لرونکي خواړه انتخاب کړي.

سهار چای کې د زیتون استعمال هم کولیسټرول کموي او هم نورو خوړو په نسبت لږه کالوري لري او وزن زیاتیدو مخه نیسي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب