په دې بوټو سره د سرطان مخه ونیسئ

په طبیعت کې ځینې داسې بوټي هم شتون لری چې خلک يي له خوړو سره استعمالوي. خو ځینې بوټي له ښه خوند سربیره ډیرې روغتیايي ګټې هم لري.

دلته مو له هغو بوټو سره اشنا کوو چې خپل خاصیت سره کولی شي انسان د سرطان له مهلک ناروغۍ څخه وژغوري او د دغه ناروغۍ مخه ونیسي:

۱- زردچوبه یا کورکمن (Turmeric): زردچوبه خپل ترکیب کې کورکمن (Curcumin) نومې مواد لري چې همدغه مواد زردچوبې ته ژیړ رنګ ورکړی. دغه خواړه د پړسوب ضد او انټي اکسیډنټ خاصیت لري کوم چې په بدن کې د سرطان څخه مخنیوی کولی شي.

زردچوبه ښه خوند لرلو له امله د وچ پوډر په ډول د خوړو په مختلفو ډولونو کې استعمالیږي. د سرطان څخه مخنیوی لپاره باید کوښښ وشي په هره خواړه کې لږه اندازه زردچوبه استعمال شي.

۲- ګشنیز (Parsley): ګشنیز خپل ترکیب کې اپېجینين (Apigenine) نومې مواد لري. اپېجیني یو خاص ډول طبیعي غوړ دی چې سرطاني تومور یا غدې ته د وینې جریان مخه نیسي. اپېجیني نومې غوړ تومورونو یا اضافي غدواتو ته د وینې جریان قطع کوي چې له همدې امله دغه بوټۍ د روغتیايي کارپوهانو توجه جلب کړی. له ګشنیز سره خپل خواړه خوندور او خپل بدن له سرطان څخه وژغورئ.

۳- هوګه (Garlic): هوګه هم د سرطان څخه مخنیوی په برخه کې ځانګړی اهمیت لري په خاص ډول د ګیډې سرطان لپاره تر ټولو غوره درمل ګڼل کیږي. هوګه خپل ترکیب کې د ارګانوسلفر (Organosulfur) مرکبات لري. ارګانوسلفر کیمیاوي مواد په بدن کې د اوښکول تویولو دنده په غاړه لري. دغه مرکبات د بدن دفاعي نظام پیاوړی کولو کې ځانګړی شهرت لري.

۴- غرنۍ کلیل (Rosemary): غرنۍ کلیل یو ډول مدیترانۍ بوټۍ دی چې د اکسیډنټ ضد خاصیت لري. د دغه بوټۍ په پاڼو کې د ترپینز (Terpense) یو ډول تیزاب شتون لري چې دغه تیزاب د سرطاني حجرات مخه نیسي او مضر غدوات د سرطاني حجرات تولید ته نه پریږدي.

دغه بوټۍ په مختلفو خوړو کې لکه سوپ، ډوډۍ او زیات پروتین لرونکي خوړو کې د خوند زیاتولو لپاره استعمالیږي.

۵- سره مرچ (Chile Pepper): سره مرچ خاصه اندازه کپسېسین (Capsaicin) لري. کسپېسین د اکسیډنټ ضد قوي خاصیت لري او سرطاني حجراتو په له منځه وړلو کې ډیر ګټور دی. دغه مواد په بدن کې د پروستات سرطان له منځه وړي.

۶- تور مرچ (Black Pepper): تور مرچ زیاته اندازه پېپرین (Piperine) لري چې پېپرین هم د اکسیډنټ ضد خاصیت لري. تور مرچ په بدن کې د سینې سرطان تولیدونکي غدوات له منځه وړي او په دې ډول په انسان کې د سینې سرطان څخه مخنیوی کوي خو د تور مرچ تر ټولو غوره خاصیت دا دی چې د سرطاني حجراتو له منځه وړلو سره نورو حجراتو ته هیڅ ډول زیان نه رسوي.

۷- ویلنه یا نعنا (Mint): ویلنه فیتوکیمیکل (Phytochemical) نومې مواد لري کوم چې په بدن کې د سرطان تولیدونکي غدواتو او حجراتو باندې د وینې جریان قطع کوي او په دې ډول سرطاني حجرات او غدوات له منځه وړي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب