که د شکر له اوچتوالی کړیږئ؛ دغه خواړه مه هیروئ

په نړۍ کې اوس شکر د یوې عامې ناروغۍ په توګه پیژندل کیږي او په میلیونونه کسان په دغه ناروغۍ اخته دي.

په دې وروستیو کې امریکايي روغتیايي څیړونکو ثابته کړې چې ډیر داسې طبیعي خواړه شتون لري کوم چې کولی شي په وینه کې د شکر اندازه کنټرول کړي. د شکر ناروغان کولی شي په لږ لګښت او طبیعي طریقې سره خپل شکر کنټرول کړي.

په امریکا کې شوې دغې څیړنې پر بنسټ د شکر ناروغان کولی شي خپل ورځنۍ خواړه کې لږ مثبت بدلون راوستلو سره خپل د وینې شکر کنټرول کړي. که غواړئ د خوړو په انتخاب کې ازاد اوسئ او روغ ژوند ولرئ نو لاندې خواړه خپل ورځنۍ ژوند کې مه هیروئ.

۱- فایبر (Fiber) لروونکي خواړه: دغه خواړه په وینه کې د ګلوکوز جذبولو عملیه بطي کوي. په ورځنۍ ډول د سابه او ناک استعمال د شکر ناروغانو لپاره ډیر زیات ګټور دی. فایبر یو ډول ګټور مواد دی چې ډیرو ناروغیو لپاره غوره اوطبیعي درمل ګڼل کیږي او په ځینې خواړه لکه جوار، سپینه لوبیا، توره لوبیا، سره لوبیا، نخود، اووکادو (Avocado) نومې میوه، مټر او ځینو نورو کې په زیاته اندازه شتون لري.

۲- کرومیم (Chromium) نومې فلزي عنصر: دغه عنصر په ځینې خواړه لکه باراکولي، پنیر (پوڅه)، شنه لوبیا یا مټر کې په زیاته اندازه پیدا کیږي. د دغو خوړو استعمال په وینه کې د ګلوکوز اندازه نورماله ساتي. په پورتنیو خوړو کې باراکولي د کرومیم تر ټولو غوره او ستره منبع ده.

۳- کبان: په کبانو کې شته اومیګا ۳ (Omega-3) نومې مواد په وینه کې د ګلوکوز اثر له منځه وړي او په دې ډول د وینې د شکر اندازه نورماله ساتلو کې مرسته کوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب