
د زړه سالمه ساتنه
دزړه د سالمې ساتنې لپاره یو څو مهمي سپارښتنې باید په نظر کې ونیول شي :
د بدني ورزش پوره پاملرنه کول:
پکارده چې انسان فعاله او نشیط وي او هره ورځ درمیانه ورزش ترسره کړي، د یوې اونۍ په دننه کې باید (۱۵۰) دقیقې ورزش ته ځانګړي کړي، چې هره ورځ نږدې (۲۱ یا ۲۲) دقیقې ورزش باید ترسره کړي.
د نشې پرېښودل:
نشه کول د زړه د بیماریو یو بنیادي سبب دی، که یو انسان نشه پرېږدي ؛ نو د یوکال په دننه کې دهغه د زړه د حملې خطر نیم تر نیمه کمیږي.
د وزن کمول:
د وزن زیاتوالی د زړه د بیمارۍ دزیاتوالی لامل کېدای شي. مخکيني خلکو به چاغښت صحت باله خو اوسني طب دا څرګنده کړې چې چاغښت د بیمارۍ علامه ده، نو پکارده چې درمیانه خوراک وکړو او د وزن دزیاتوالي کوښښ ونکړو، همدارنګه لازمه ده چې د وازګې او غوړیو استعمال کم کړو او د سبزیجاتو او تازه مېوو استعمال زیات کړو.
لږه مالګه استعمالول:
د ویني فشار د خوندي ساتلو په خاطر پکاره ده چې د خوراک په میز د مالګې استعمال په جدي توګه بند کړي، همدارنګه په دیګ کې هم د مالګې د کم استعمال کوښښ وکړې، او یاخو دې د سره نه اچوي.
صحي خوراک کول:
په کار ده چې د سبزیجاتو او تازه میوو څخه زیاته استفاده وشي، همدارنګه د زیاتې غوښي څخه ځان وساتل شي، او په ځانګړي توګه هغه غوښه چې وازګه ډېره لري.
د ماهي غوښي خوړل:
دوه ځلې په اونۍ کې د وازګه دار تازه ماهي غوښه خوړل پکار دي. چې دا رنګه د ماهي غوښه د زیاتو بیماریو دوا ده.
په ځان ډېر فشار نه راوستل:
کله چې یو انسان د دې احساس وکړي چې زه د ډېر تر فشار لاندې یم، نو هغه ته پکارده چې په خپو تګ وکړي چې ډېر زر به دهغه افکار په ترتیب شي، او د ډېر فشار څخه به خلاص شي، همدارنګه دهغه خفګان او غم به راکم شي.
د وازګي او ډېرو غوړو څخه ځان ساتل:
په خوراک کې د لږ تغیر په راوستلو سره ډېرې مثبتې صحي فایدې وي، د بېلګې په توګه: داسې شېدې چې غوړ يې کم وي هغه استعمالول، همدارنګه هغه غوښه استعمالول چې وازګه ونه لري، له دې سره سره هغه خوراک چې د بخار او یا وریت کېدو په ذریعه پوخ شوی وي د خوټکېدو پر ځای استعمال شي.
د الکولي مشروباتو څخه په جدي توګه ځان ساتل.
احمد سعید کاموال.