تور مرچ کومې ګټې لري؟

تور مرچ په افغانستان او ګڼو نورو آسیایي هېوادو لکه، هند او پاکستان کې ډېر استعمالېږي او د ډېرو خوړو په پخلي کې ترې ګټه اخیستل کېږي.

خو ایا په دې پوهېږئ، چې په خوړو کې د تور مرچ له ګډولو پرته نورې څه ګټې لري؟

تور مرچ د ډېرو مرضونو دوا ده او ډېرې داسې نورې ښېګڼې لري، چې تاسې به ورته حیران پاتې شئ.

۱- د جامو رنګ سپېره کېدو ته نه پرېږدي:

که چېرې د وینځلو پر وخت مو د کمیس شوخ او تازه رنګ سپېره شوی وي؛ نو تاسې بل ځل د وینځلو پر وخت د چای څښلو د یوې قاچوغې په اندازه تور مرچ د جامو وینځلو په ماشین کې په پرتو جامو و دوړوئ، تر هغې وروسته ماشین ته حرکت ورکړئ، دا کار به ستاسې د جامو رنګ په خپل حال وساتي.

۲-له ټوخي څخه ژغورنه:

که چېرې غواړئ له ټوخې څخه وژغورل شئ؛ نو تور مرچ له شهدو سره یوځای په چای کې استعمال کړئ، د دې کار سره به تور مرچ بلغم په خوځښت راولي او شهد خو له ټوخي څخه د خلاصون لپاره، طبیعي درمل دي. د چایو د یوې قاچوغې په اندازه میده شوي (اوړه شوي) تور مرچ او د چایو د دوو قاچوغو په اندازه شهد (عسل) په یوه پیاله کې واچوئ، تر هغې وروسته پیاله له جوشو اوبو ډکه کړئ او پنځلس دقیقې وروسته هغه وښوروئ او ویې څښئ، یوه بله کورنۍ نسخه دا هم کېدای شې، چې لیمو پرې کړئ، پر پرې کړي لیمو تور مرچ ودوړئ او بیا چې څومره کولی شئ هغه وزبېښئ، چې ستاسې ټوخی ژر تر ژره ودرېږي.

۳-د سګړتو څکول پرېږدئ:

د یوې څېړنې له مخې، هغه کسان چې سګرت څکوي،که د تورو مرچو د تېلو بوی حس کړې، د سګرټ څکولو په اړه د هغوی غوښتنه او غریزه تر یوه بریده تسکین ومومي، د تورو مرچو د تېلو له بوی څخه په ستوني کې یو ډول سوی پیدا کېږي، چې داسې خوند کوي لکه څوک چې سګريټ څکوي.

۴- ستړې عضلې دمه کوي:

که چېرې له ورزش وروسته هم تاسې ډاډه نه یاست او په عضلاتو کې مو یو ډول نا آرامي احساسوئ؛ نو د تورو مرچو په تېلو بدن غوړ کړئ او مساج ورکړئ، د تورو مرچو تېل یو ډول ګرم تېل دي، چې د وینې حرکت ګړندی کوي او د بدن حرارت زیاتوي، د تورو مرچو د تېلو دوه څاڅکي د بدن د غوړولو له تېلو سره ګډ کړئ او بیا پرې بدن غوړ او مساج کړئ.

۵-د ګېډې ستونزې مو حل کړئ

په خوړو کې د تورو مرچو د زیات استعال سره معدې ته ګټه رسېږي، ځکه تور مرچ د ډوډۍ په هضم کې مرسته کوي او دا په ګېډه کې داسې تیزاب هم په حرکت راولي چې په معده کې ډوډۍ ژر هضموي او قبضیت ختموي.

۶-د پوستکي ساتنې ته ګټه رسوي:

تور مرچ له ځان سره مکروب وژونکي او اکساید ضد مواد لري، چې د بدن د پوستکي د روڼ والي سره مرسته کوي، تور مرچ په طبیعی ډول د ویني جریان ګړندی کوي او په خپل حرارت د جلد یا پوستکې مسامونه (واړه واړه سوروي) پراخوي او هغه صفا کوي.

احمد نور کوچی

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب