د فحش کتنې بدې پايلې

د اسلام مبين دين د فحشا کتلو، او خپرولو څخه منع فرمايلي،اسلام د انسان ژوندوقايه او فحشايې حرامه ګرځولي، ساينس، او څيړنو هم دا ثابته کړي چي فحشا کتنه، او کول د انساني روح، او جسم لپاره نهايت مضر او خطرناک دی. پر انټرنيټ د فحش ويبسايټونو په کروړونو کي د شمار له کبله دحيا سوځونکو فلمونو کتنه يوه خطرناک پړاو ته رسيدلي، د نورو ناوړه ناروغيو په څير په دې فلمونو عادي کيدل هم خطرناکه ناروغي ده، د لندن کيمبرج پوهنتون په يوه تازه څيړنه کي جوته شوې چي په فحش کتنی ګڼ شميرخطرناکي ناروغی رامينځته کيږي، د کيمبرج کالج دغو نويو څيړنو خطرناک واقعيتونه رابرسيره کړي.

 

۱: په بربنډو فلمونو کتلو د (کولجايفيکټ) نومي ذهني ناروغي لګيږي، حافظه لمينځه وړي، او خطرناک خو لا دا چي د اعصابو پلي هم له کاره باسي، چي له امله يې د انسان مهمي اعضاوي هم کار ورسره پريږدي، يا ضرر ګوري.
۲: د فحش فلمونو کتونکی د دغو فلمونو داسي عادي شي لکه نشيي چي د نشي عادکيږي، او د خواږه ژوند له خوند اخيستلو بې برخه وي، د فيصلي قوت يي په بې ساري توګه کم شي، پر ځان يې اعتماد زيانمن شي، او د مايوسي ښکار شي.
۳: په دغه ناوړه عمل مبتلا اشخاص روزانه له څلورو تر پنځلسو ساعتونو پوري په دغه بيهوده مشغلا کي مبتلا وي.
۴: عادي فحش ليدونکي پنځوس فيصده له واده کولو بيا تيښته کوي.
۵: په دغه بدترين عادت مبتلا کس په ذهني ناروغيو سربيره جسماني نقصانات هم وړي.
۶: د ډير وخت لپاره فحش کتنه په طبيعت کي خوشکي، غصه او په جنسي رويي کي خرابي را مينځته کوي.
۷: نولس فيصده فحش ليدونکي د سرعت انزال په ناروغی مبتلا وي، پنځويشت فيصده يې له جنسي تعلق سره دلچسپي نه لري، يوديرش فيصد کتونکي د منزل کيدوصلاحيت نه لري، او څلور ديرش فيصده خلګو کي د نامردی مسئلي څرګندي شويدی.
۸: له فحش کتني، او له خپل ځان څخه له خوند اخيستو نه توبه کونکي شپيته فيصده خلکو کي جنسی صحت په څرګنده توګه ښه شوي دی.
۹: په اوه شپيته فيصده توبه کونکو کي د عمومي طاقت، توانائي ، او کار کردګی ګراپ پورته شويدی.
۱۰: څيړنو دا هم جوته کړي چي فحش کتونکي د خصنتينو له درد، د منيو له کمښت، له نه انتشار، او نه انزال غوندي سترو ستونځو سره هم مخامخ وي.
۱۱: څيړونکي وايي: د پنځوس فيصده فحش کتونکو ماشومان معيوب، يا کمزوري وي، يا مورزادي په تلسيميا، او نورو ورته بيماريو کي مبتلازيږي، او يا يي بالکل اولاد نه کيږي.
۱۲: د فحش کتونکي تل د استمناءباليد غوندي بد مرض عاديان وي، چي شريعت داسي کسان لعنتيان بللي، او د محشر په سخته ورځ به يي د الله جل جلاله او د هغه د ټول مخلوق په مخ کي ګوتي اوميدواري (حمل داري) وي، او ګواهي به ورباندي وايي.
اوس فيصله ستاسو په لاس کي ده، که غواړی فحش کتنه جاري وساتی ژوند برباد کړی، يا بيا ځينی توبه کړی او خوشاله ژوند ولري.

د مسلم په یو روایت کی داسي راځی چې د ادم په اولادی باندی د زنا له آمله د وجود په هرې برخې باندې څه ناڅه برخه لیکل شوې ده ، نو دسترګو زنا لیدل دی ( نامحرمی ښځی ته)، د غوږونو زنا اوریدل ( دنامحرمی ښځی د اواز)، د ژبی زنا خبری کول (دنامحرمی ښځی سره)، د لاس زنا نیول (دنامحرمې ښځې)، د پښو زنا تلل (دزنا لپاره) ، زړه بیا ددی غوښتنه او خواهش کوی او بیا ددی ټولو تصدیق (منل) یا تکذیب (ردول) د تناسلی غړو لخوا کېږي.

مسئله واضحه ده، فحش فلمونه ټول دي، یواځي بربنډ فلمونه نه دي، د هاليوډډ، باليووډ، د پاکستانیانو، چینايانو، ترکیانو، او مصريانو او نورو فلمونه، سریالونه، ډرامي او ګیت مالي او نور د دا ډول بصري، سمعي، او یا د ناولونو لوستنه د سترګو، غوږونو او خولې له زنا پرته بل څه نه دي، طبيعي ده چې زړه هم د دغو فلمونو څخه په تاثر کې غواړي چې همدا کړه وړه خپله انسان عملي کړي، چي د فرد، او ټولني خلاف خورا خطرناک عواقب، ابعاد، او نتایج لري.
تاسوته باید څرګنده وی چی د هر حرام عمل ژرترژره پریښودل ضرور او واجب دي، او د ګناه نه وروسته بیا ګناه کول د زړه د توروالي سبب ګرځي، لکه چې په لاندې حديث کې نبي عليه السلام فرمايي:
کله چی یو بنده د ګناه یو عمل سرته رسوی نو ددغه بنده په زړه باندې ددغه عمل له امله یو تور ټکی لګول کېږي او کله چی دا بنده دغه عمل ترک کړی او دزړه په صدق سره توبه وباسی نو زړه یی بیرته پاک شی او که چیرته بیا دوهم ځل لپاره همدغه دګناه عمل سرته ورسوي نو بیا په دغه توروالي کی اضافه والی راځي ان تر دې چی ټول زړه ورباندی تورشي او دا هماغه زنګ دی چی الله تعالی ورڅخه په قرآن کی یادونه کړې ده چې: بلکې دهغوی په زړونو باندی زنګ لګیدلی دی او دا دهغوی دخپلو کړو له امله دی.
سنن ترمذى حديث نمبر ( 3334 ) سنن ابن ماجہ حديث نمبر ( 4244 ).

او داخبره هم په یاد لرئ چی هرکله یو مسلمان د الله تعالی درضا دلاسته راوړلو لپاره یو ناوړه او بد عمل ترک کړي اولاس ترې واخلي، الله تعالی ورته ضرور د هغی بدل (انعامات ) ورکوي. نو ځکه څومره ژر چې کیدای شی ددې عمل څخه دزړه له کومی توبه وباسي او دا ډول حرام کارونه او اعمال ترک کړي، او خپل ځان په داسی کارونو او اعمالو کی مصروف کړی چی ستاسی ددنیا او آخرت د کامیابۍ سبب وګرځي زیات وخت دقرآن پاک تلاوت کوي او ورسره دنبی کریم صلی الله علیه وسلم ، د امهات المومنین او دصحابه کرامو رضی الله تعالی عنهم د سیرت مطالعه کوی. او د مفيدو تقریرونو او درسونو اوریدلوته مخه کړي ترڅو د الله تعالی یاد او دآخرت ویره ستاسو په زړونو کې پیداکړي او په دی ډول تاسی له حرامو څخه ځان لیری وساتي.
الله تعالی دې موږ او تاسو ټولوته په سمه لاره د تللو توفیق راکړي. آمین

داكتره مريم زينب

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب