د ماشوم د خوب کموالې!

د یوې نوې نړیوالې سروې نتایج ښیي، چې د ماشومانو د خوب کموالی د هغوی په زده کړو منفي اثر اچوي.

د سروې تر سره کوونکي وایي چې په پرمختللیو هېوادونو کې کمپیوټرونه او موبایلونه د دې سبب شوي دي چې د ښوونځې ماشومان تر ډېرو پورې ویده نه شي او حتی د خوب په بستر کې له کمپیوټر او موبایل سره بوخت واوسي.
سروې ښیي چې د دنیا تر نورو هېوادونو د امریکا د ښوونځیو ماشومان ډېره بې خوبې تېروي، په امریکا کې په متوسط ډول په هرو څلورو هغو ماشومانو کې چې نهه یا لس کلن دي، درې یې په کافي اندازه خوب نه کوي، په امریکا سربېره نیوزیلنډ، سعودي عربستان، استرالیا، بریتانیا، ایرلنډ او فرانسه هغه هیوادونه دي چې د مکتب ماشومان یې په کافي اندازه نه ویده کېږي، خو آذربایجان، قزاقستان، چک، پرتګال، جاپان او مالتا هغه هېوادونه دي، چې د ښوونځې زده کوونکي یې په کافي اندازه خوب کوي.
چاد مینیچ چې د دې سروې په ترسره کولو کې یې برخه لرله، (رویټرز) ته ویلي دي چې: د کم خوبه زده کوونکو معمولا په ریاضي، ساینس او لیک و لوست کې چندان مزه نشته، خو برعکس هغه زده کوونکي چې په کافي اندازه خوب کوي په ریاضي، ساینس او لیک لوست کې نسبتاً بهتره دي. د چاد مینیچ په وینا، د زده کوونکي خوراک هم د هغه د خوب غوندې د هغه په زده کړه ژور اغیز لرلای شي، په نس ماړه زده کوونکي تر هغو شاګردانو چې کافي ډوډۍ نه وررسېږي، په درسونو کې تکړه وي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب