ښایسته اخلاق، لویه معنوي سرمایه

د انسان ښایست او ښکلا د خلکو سترګې جذبوي، خو د انسان ښایسته اخلاق د خلکو زړونه جذبوي.

ځکه خو ځېني شخصیتونه د خپلو ښو اخلاقو له لارې نیغ د بل زړه ته لار کوي او هلته ځای نیسي.

ښه او ښایسته اخلاق یواځې امن، سوکالي او سلامتي نه راوړي؛  بلکې له دې سربېره  په زړونو کې ځای هم جوړوي.
د ښایسته اخلاقو په هکله رسول الله ﷺ فرمایي:  اثقَلُ شيءٍ في المیزان
الخُــــــــــــــــلُقُ الحَسَــــــــــــــــنُ
ژباړه:  د میزان په تله کې تر هر څه دروند شی ښایسته اخلاق دي.

بل ځای رسول الله ﷺ فرمايي:
إِنَّ مِنْ أَحَبِّكُمْ إِلَيَّ أَحْسَنَكُمْ أَخْلاَقًا.
ژباړه: په تاسو کې هغه کس ما ته ډېر ګران دی چې ډېر ښه اخلاق ولري.

ابو هریرة رضی الله عنه وايي: له رسول الله ﷺ  نه پوښتنه وشوه چې جنت ته به کوم خلک زيات داخلېږي ؟
هغه ﷺ وفرمايل: تَقْوَى اللَّهِ وَحُسْنُ الْخُلُقِ.
ژباړه: د الله نه وېرېدونکي او د ښو اخلاقو خاوندان.

هو!
اخلاق په انسان کې تر ټولو ستر ځواک دی،  نو ځکه د ښو اخلاقو  انسان د ښارونو تر څنګ د ډیرو زړونو فاتح ګڼل کېږي.
علماءکرام وایي: ښایسته اخلاق له صبر، نرمۍ او له خلکو سره د نېکي له کولو څخه عبارت دی.
علی رضی الله عنه وایې چې:
ښایسته اخلاق په درې شیانوکې وي:
اول: د حرامو شیانو څخه ډډه کول.
دوهم: د حلال مال لټه کول.
دریم: په ماشومانو او کورنۍ پراخي راوستل.

حسن بصري رح فرمايي: تندی ورین ساتلو، سخا کولو او ضرر بندولو ته ښایسته اخلاق  ویل کیږي.
ځېني خلک بیا ښکلي اخلاق د زړونو غلا کول بولي او تر ټولو غوره غلا همدا  ګڼي او وایي: ښایسته انسان هغه دی؛ کوم چې ښایسته اخلاق ولري نه ښکلا.
د پښتنو سپین روبو خبرې هم سمې د کاڼي کرښې وي.

څه ښه وايي:
-:انجلۍ باید ښایسته اخلاق ولري ګني نرۍ ملا خو تف داني هم لري.
-:انجلۍ باید اخلاق ولري؛ ګني ښایسته خو زما د پښو څپلۍ هم دي.

لنډه دا چې:
ښه اخلاق دانسانيت لومړنى شرط دى.
ښه اخلاق بهترين لبــاس دى.
ښه اخلاق دخوشاله ژوند غوره وسیله ده.
ښه اخلاق دانسانيت ستر سمبول دى.
ښه اخلاق ستره معنوي سرما يه ده.
او
ښه اخلاق هغه لویه سرمایه ده چې  انسان د نیکمرغۍ لوړې مرتبې ته رسوي.

صفي الله  “رائد “

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب