د انسان په بدن کې د زړه رول او اهميت

د انسان په بدن کي تر هر څه مهم زړه دی، د نور بدن برخليک د زړه سره تړلی دی که زړه سم وو نور بدن هم سميږي اوکه خراب وو نور بدن هم خراب دی په دې اړه د اسلام سترلارښود جناب محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلي دي:الاوان في الجسد مُضغة اذا صلحت صلح الجسد کله و اذا فسدت فسد الجسد کله الا وهي القلب (رواه البخاري ومسلم)
دانسان په بدن کي يوه ټوټه غوښه ده،کله چي هغه سمه شي ټول بدن سميږي اوکله چي هغه ټوټه خرابه شي  ټول بدن خرابيږي خبرشئ هغه زړه دی.

الله جل جلاله  فرمائلي دي :وثيابک فطهّر.المدثر:4
{خپلي جامې پاکي ساته}
ددې آيت مبارک ډېرتفسيرونه دي .
{اول}جامې  پاکي ساته ځکه دالله طرفته داعي خولمونځ کوي نودهغه لپاره دجاموپاکوالی ضروري دی اوپه عاموحالاتوکي هم پاکي جامې ښې دي.
{دويم}خپل عمل له شرک،رياءاوځان ښودني څخه پاک ساته .
{دريم}خپله ذمه پاکه کړه اوخپله غاړه په دعوت سره خلاصه کړه .
{څلورم}خپل نفس له بدواخلاقوپاک کړه .
{پنځم}خپل زړه د غيرُ الله(له الله پرته دبل چا) له تعلقه پاک ساته .
{شپږم}خپلي جامې پاکي ساته يعني له حرام ماله جامې مه جوړوه.
{اوم}خپل دين پاک ساته له شرک اوبدعته .
داآيت ددې ټولومعانيواحتمال لري نودې ټولومعناؤته شامل دی  اوپه دې معناؤکي منافات هم نشته .

په دې کي يوه معنی داده چي خپل زړه پاک کړه،نودزړه پاک ساتل ډېرمهم دي ځکه زړه دانسان په نېکمرغئ اوبدمرغئ  کي ډېررول لري په يوه روايت کي راغلي دي :
(القلب ملك والأعضاء جنوده فإذا طاب الملك طابت جنوده وإذا خبث خبثت جنوده).زړه باچادی اونوراعضاء ئې لښکردي،کله چي باچاسم شي لښکرهم سميږي اوکله که باچاخراب شي لښکرهم خرابيږي .

متاسفانه ډېرخلګ  که څه هم په ظاهري اعمالوکي هلي ځلي کوي خو دزړه له اصلاح اوسمولوڅخه غافل دي  په داسي حال کي چي زړه اساس اوبُنياددی .
بل داچي دخلګوترمينځ چي څومره  مشکلات اوستونزي دي دهغواساس اوبُنيادزړه دی .
دزړه اصلاح اوسمېدل ددُنيااوآخرت دنيکمرغی لامل دی .

دزړه رُتبه په دُنيااوآخرت کي ډېره لويه اومهمه ده په دې اړه الله تعالی فرمايې :
(يوم لاينفع مال و لابنون إلا من أتى الله بقلب سليم)
{په هغه ورځ چي نه به مال فائده ورکوي اونه زامن،مګرچاچي سالم اوروغ زړه راوړی}يعني په قيامت کي به نجات اوخلاصون يوازي دهغه چاپه برخه وي څوک چي دسالم اوروغ زړه خاوندوي .

په بل ځای کي فرمايې:(من خشي الرحمن بالغيب وجاء بقلب منيب)
يعني دنجات خاوندبه هغه څوک وي څوک چي له الله جل جلاله  څخه په پټه وېرېدلی وي اودانابت  والا(حق ته ګرزېدونکی)زړه ئې راوړی .

نو د زړه سمون د انسان د کاميابئ لپاره ډېر ضروري دی .

ابوهريره رضی الله عنه فرمايې چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمائلي دي: (إنّ الله لاينظر إلى صوركم و اموالکم ولكن ينظر إلى قلوبكم واعمالکم (رواه مسلم) الله تعالی ستاسوشکلونواومالونوته نه ګوري بلکه ستاسوزړونواوعملونوته ګوري  .

يعني الله تعالی دانسانانوشکلونوته نه ګوري چي ښائسته اومالدارته  جنت ورکړي،بدرنګ اوغريب ته دي دوزخ ورکړي بلکه دانسان زړه اوعمل ته ګوري چي کله يوعمل وکړي نوزړه ته ئې الله تعالی ګوري چي دزړه حالت ئې څنګه دی، په دې عمل کي ئې اخلاص شته کنه؟که اخلاص نوي هغه ورته دقبلېدلوجوګه اووړنه دی  .

له دې حديث څخه هم دزړه اهميت معلوميږي چي دانسان دفلاح اودده دعبادت قبلېدل دده په زړه پوري ارتباط لري .

زړه په دين کي ترهرڅه ډېراهميت لري،که دچاپه زړه کي ايمان نوي اوپه ښکاره عبادات کوي نوالله تعالی ئې ظاهري ايمان  اوعبادات نه قبلوي. منافقينوپ ظاهره عبادات کول خوکله چي ئې په زړه کي ايمان نوو،الله پاک ئې نه يوازي داچي دهغوی عبادتونه  قبول نکړل بلکه دوی ته ئې دجهنم ترټولوپه لاندينئ برخه کي ځای چمتوکړ.

دزړه اهميت په دې اساس هم دی چي امتحانونه په زړه باندی راځي اوهرقسم فتنې اوفسادات لومړی زړه ته متوجه وي په حديث شريف کي راغلي دي:

فتني په زړونوباندي ورپېښيږي کوم زړه ئې چي قبولي کړي  په هغه کي تورټکی پيداشي اوکوم زړه ئې چي قبول نکړي سپين ټکي  پکي پيداشي،تردې چي زړونه دوه ډوله شي يوتورزړه اوبل سپين زړه.

علماؤليکلي دي چي اصلي امتحان دانه دی چي انسان په ظاهره بندي شي اوياله تکاليفواوستونزوسره لاس اوګرېوان شي بلکه  ډېرسخت  امتحان دزړه امتحان دی الله تعالی هم دزړونوامتحان ته   اشاره کړي  فرمايې: وأعلموا أن الله يحول بين المرء وقلبه) (الانفال){پوه شئ چي الله تعالی دسړي اودهغه دزړه ترمينځ پرده اچوي}

مفسرينودپردې اچولوتفسيرداسي کړی چي مهرپه زړه باندي لګوي  اوياداچي  داپرده عامه ده، څوک داسي کړي چي دهغه اوطاعت ترمينځ   پرده واچوي۔بياعبادت نشي کولی  اوڅوک داسي کړي چي دهغه اوګناه ترمينځ پرده واچوي اوله ګناهونوڅخه بندشي .

په زړه باندي اکثرامتحان دعبادت په وخت کي راځي کله چي انسان يوعبادت شروع کړي،دلته شيطان کوشش کوي چي په يوډول ئې داعبادت ورخراب کړي نوقسم قسم فکرونه وراچوي چي په هغوسره ئې توجه  اړوي اوداکوشش کوي چي اخلاص ئې ورختم کړي اوخواري ئې عبث کړي  الله جل جلاله  فرمائلي دي: (وقدمنا إلى ماعملوا من عمل فجعلناه هباءً منثوراً)(الفرقان){ موږوروړاندي شولوهغه عملوته چي دوی کړي وونوالوزول شوي دوړه موورګرزوله}يعني دوی چي کوم ښه کارونه کړي وو،له دې امله چي ددوی زړونه روغ نوو،اخلاص ئې په زړه کي نلری اوبلڅوک ئې دالله سبحانه وتعالی سره شريکان کړي وونوهغه موددُوړي په څېربرباداوبې فائدې کړل .
نومسلمان بايددهرعمل دکولوپه وخت کي دزړه حالت ته ډېره اعتناءوکړي ترڅوعمل ئې بې ځايه ولاړنشي .

دزړه مثال دسمندراودرياب په څېردی ځکه په زړه کي هم ډېرقسم حالات اوډول ډول شيان شته  ځيني ئې ښه اوځيني ئې بددي
ددې لپاره چي له بدوحالاتوئې ځان ځان وژغورودهغويادونه دلته کوو. دزړه مرضونه دادي  غفلت،کږېدل،سختوالی منافقت ،رياءځان ښودنه په عبادت،حسدکينه،بدګماني،تکبرلويې،شک اوشبهه داټول دزړه مرضونه دي،داټول دزړه حالات دي اودداسي حالاتودزړه صفت توروالی دی .

الله رب العزت دي زموږزړونه اصلاح کړي ترڅوهمېشنۍ
خوشي اوبری موپه برخه شي
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه ومن تبعه باحسان الی يوم الدين

عصمت الله عزام

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب