روژهعبادات، فضایل او آداب

د روژې فضائل

  • – الله جل جلاله په قرآن کريم کې وايي: شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيْٓ اُنْزِلَ فِيْهِ الْقُرْاٰنُ ھُدًى لِّلنَّاسِ وَ بَيِّنٰتٍ مِّنَ الْهُدٰى وَالْفُرْقَانِ ۚ فَمَنْ شَهِدَ مِنْكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ ۭ وَمَنْ كَانَ مَرِيْضًا اَوْ عَلٰي سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ اَيَّامٍ اُخَرَ ۭ يُرِيْدُ اللّٰهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلَا يُرِيْدُ بِكُمُ الْعُسْرَ ۡ وَلِتُكْمِلُوا الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُوا اللّٰهَ عَلٰي مَا ھَدٰىكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ   ١٨٥.واِذَا سَاَلَكَ عِبَادِيْ عَنِّىْ فَاِنِّىْ قَرِيْبٌ ۭ اُجِيْبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ اِذَا دَعَانِ ۙفَلْيَسْتَجِيْبُوْالِيْ وَلْيُؤْمِنُوْابِيْ لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُوْنَ[البقرة 185-186]

ژباړه : د رمضان مياشت خو هماغه ده چې قرآن پکې نازل شوی  دخلکو لپاره لارښود، د هدايت څرګندې نښي او د حق او باطل بېلونکی (کتاب)، نو تاسونه چې څوك دا مياشت بيامومي، هغه دې روژه ونيسي، او څوك چې ناروغ يا په سفر وي نو په ده له نورو ورځونه شمېر پوره كول دي. الله خو تاسوته اسانى غواړي، سختي خو درته نه غواړي. دا ددې لپاره چې تاسو هماغه شمېر پوره كړئ (په قضا سره) او الله په لويي يادكړئ چې هدايت يې درته كړى او شكر وباسئ (185) او چې بندګان مې زما په اړه تاكله وپوښتي نو (ورته وايه چې) زه بالكل نږدې يم، دغوښتونكي سوال قبلوم كله چې ما وربولي، نو زما (بلنه) دې هم ومني او پرما دې ايمان راوړي ترڅو په سمه لار محكم پاتې شي.

اِنَّ الْمُسْلِمِيْنَ وَالْمُسْلِمٰتِ وَالْمُؤْمِنِيْنَ وَالْمُؤْمِنٰتِ وَالْقٰنِتِيْنَ وَالْقٰنِتٰتِ وَالصّٰدِقِيْنَ وَالصّٰدِقٰتِ وَالصّٰبِرِيْنَ وَالصّٰبِرٰتِ وَالْخٰشِعِيْنَ وَالْخٰشِعٰتِ وَالْمُتَصَدِّقِيْنَ وَالْمُتَصَدِّقٰتِ وَالصَّاۗىِٕـمِيْنَ وَالـﮩـىِٕمٰتِ وَالْحٰفِظِيْنَ فُرُوْجَهُمْ وَالْحٰفِظٰتِ وَالذّٰكِرِيْنَ اللّٰهَ كَثِيْرًا وَّالذّٰكِرٰتِ ۙ اَعَدَّ اللّٰهُ لَهُمْ مَّغْفِرَةً وَّاَجْرًا عَظِيْمًا [الاحزاب: ۳۵]

ژباړه: بې شكه مسلمانان او مسلمانانې، مؤمنان او مؤمنانې، تابعداران او تابعدارانې، رښتيني او رښتينې، صبر كونكي او صبر كونكې، عاجزي كونكي او عاجزي كونكې، خيرات كونكي او خيرات كونكې، روژتيان او روژتيانې، د خپلو عورتونو ساتونكي او ساتونكې، د الله ډېر يادونكي او يادونكې، دوى ټولو ته الله بخښنه او ستر اجر چمتو كړى دى.

  • – رمضان د توبې، او مغفرتونو مياشت ده، ابوهريره رضي الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به ويل: الصلوات الخمس والجمعة إلى الجمعة ورمضان إلى رمضان مكفرات ما بينهن إذا اجتنب الكبائر. ([1])

ژباړه: پنځه لمونځونه، يوه جمعه تر بلې جمعې پورې او يو رمضان تر بل رمضان پورې د مسلمان ګناهونه له منځه وړی ترڅو يې چې لوی ګناهونه نه وي کړي.

  • – څوک چې د رمضان روژې پر الله د ښه باور او ثواب په نيت ونيسي الله ورته پخواني ټول ګناهونه بخښي،رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي:مَنْ صَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ([2])

يعنې چا چې له ايمان سره او د ثواب په نيت د رمضان روژې ونيولې، الله يې پخواني (واړه) ګناهونه بخښي.

بل حديث کې فرمايي: مَنْ قَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ([3])

چا چې له ايمان سره او ثواب په نيت د رمضان شپې الله ته په عبادت تېرې کړې، د هغه پخواني ټول (واړه) ګناهونه بخښل کيږي

او په دريم حديث کې فرمايي: مَنْ يَقُمْ لَيْلَةَ الْقَدْرِ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ.([4])

چاچې له ايمان سره او ثواب په هيله د قدر شپه الله ته په ولاړه تېره کړه، دهغه پخواني ټول (واړه) ګناهونه به وبخښل شي.

  • – رمضان له اور څخه د خلاصون مياشت ده، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: إذا كان أول ليلة من شهر رمضان صفدت الشياطين ومردة الجن وغلقت أبواب النار فلم يفتح منها باب وفتحت أبواب الجنة فلم يغلق منها باب وينادي مناد يا باغي الخير أقبل ويا باغي الشر أقصر ولله عتقاء من النار وذلك كل ليلة. ([5])

ژباړه: کله چې رمضان پيل شي شيطانان او شرير پېريان وتړل شي، د دوزخ دروازې وتړل شي او يوه هم نه پرانستل کيږي، د جنت دروازې پرانستل شي او يوه هم نه تړل کيږي، او هره شپه يو آواز کوونکی نارې وهي چې: اې د خير غوښتونکيه وړاندې شه! او اې د شر غوښتونکيه تم شه! نن الله پاک ډېر خلک له اوره خلاصوي (نو ښايي ته هم د هغو په کتار کې راشې).

علامه سندي رحمه الله د دې حديث په شرحه کې ليکي: معنا دا چې اې د خير غوښتونکيه د خير کارونو ته وړاندې شه؛ ځکه چې همدا ستا سره وړ ده، تاته به د لږ عمل په بدل کې ډېر څه درکړل شي، او اې د شر غوښتونکيه له ګناهونو لاس واخله او توبه وباسه! ځکه چې همدا د توبې د قبلېدا وخت دی.

  • – په رمضان کې د جنت دروازې پرانيستي او د دوزخ دروازې بندي وي او شيطانان تړلي وي، په يو حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: إذا جاء رمضان فتحت أبواب الجنة وغلقت أبواب النار وصفدت الشياطين. ([6])

ژباړه: رمضان چې راشي د جنت دروازې پرانستل شي او د دوزخ دروازې بندي کړل شي او شيطانان (په ځنځيرونو) وتړل شي.

شاه ولي الله دهلوي رحمه الله د دې حديث په تشريح کې ليکي: دا لوی انعام په رمضان کې يوازې مسلمانانو ته وي، نه کافرانو ته؛ ځکه چې مسلمان کله د ورځې روژه او شپه په عبادت تېره کړي، د الله په ځانګړو انواراتو کې ونغښتل شي او له مهلکاتو يې لري شي؛ نو د جنت دروازې ورته پرانستل شي او د دوزخ دروازې يې پر مخ وتړل شي؛ ځکه چې د دواړو اصل رحمت او لعنت دی.

او د شيطان د تړلو معنا دا ده چې د هغه فريب پرې اغيز او اثر نه کوي؛ ځکه چې د شيطان فريب پر هغه چا اثر کوي چې ځان يې د هغه د اثر لپاره چمتو کړی وي، او مسلمان چې په روژې نيولو سره له ځانه د بهيميت خاصيت لرې کړي، نور پرې د شېطان فريب اثر نه کوي؛ ځکه چې هغه په دې کار سره ملکوتي خاصيت خپل کړ، له همدې امله پرښتو ته هم نژدې کيږي([7])


([1])  صحيح مسلم، كتاب الطهارة، باب فضل الوضوء والصلاة عقبه، حديث رقم (552).

([2]) صحيح البخاري، كتاب الإيمان، باب: صوم رمضان احتسابا من الإيمان، حديث رقم (38).

([3]) صحيح البخاري، كتاب الإيمان، باب: تطوع قيام رمضان من الإيمان، حديث رقم (37).

([4]) صحيح البخاري، كتاب الإيمان، باب: قيام ليلة القدر من الإيمان، حديث رقم (35).

([5])  جامع الترمذي، أبواب الصوم، باب ما جاء في فضل شهر رمضان، حديث رقم (682).

([6])  صحيح مسلم، كتاب الصيام، باب فضل شهر رمضان، حديث رقم (2493).

[7] : حجة الله البالغة ۲/۱۷۴


– رمضان د صبر مياشت ده او صبر چې په روژه کې څومره ښکلا خپلوي په نورو عبادتونو کې يې نه خپلوي، په دې مياشت کې مسلمان خپل نفس له شهواتو او خوښو شيانو څخه راګرځوي، له همدې امله روژې ته نيم صبر ويل شوی او د صبر جزا جنت دی، الله پاک فرمايي: اِنَّمَا يُوَفَّى الصّٰبِرُوْنَ اَجْرَهُمْ بِغَيْرِ حِسَابٍ. [الزمر 10]

ژباړه: او يقينا چې  صبر کوونکو ته بې حسابه پوره پوره بدله ورکول کيږي.

– رمضان د دعاګانو د قبلېدو مياشت ده، الله پاک د روژې له يادونې سمدستي وروسته داسې فرمايي: وَاِذَا سَاَلَكَ عِبَادِيْ عَنِّىْ فَاِنِّىْ قَرِيْبٌ ۭ اُجِيْبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ اِذَا دَعَانِ . [البقرة: 186]

ژباړه : او چې بندګان مې زما په اړه تا کله وپوښتي نو (ورته ووايه چې) زه بالکل نژدې يم، د غوښتونکو سوال قبلوم کله چې ما وربولي.

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: ثَلَاثَةٌ لَا يُرَدُّ دُعَاؤُهُمْ الْإِمَامُ الْعَادِلُ وَالصَّائِمُ حَتَّى يُفْطِرَ وَدَعْوَةُ الْمَظْلُومِ.([1])

ژباړه: د درې کسانو دعا نه رد کيږي : د عادل امام دعا، د روژه نيونکي، چې ترڅو روژه ماتوي،او د مظلوم ښيرا.

– رمضان د سخاوتونو او ښېګڼو مياشت ده، له همدې امله روايتونو کې راځي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به په رمضان کې ترهغه باد هم ډېر سخي و چې هر چاته ګټه رسوي. ([2])

– رمضان د ليلة القدر مياشت ده، هغه چې د هغې يوې شپې عبادت الله پاک د زرو مياشتو له عبادت نه زيات ګنلی، او څوک چې ددې شپې له خير څخه بې برخې شي، هغه له ټولو خيرونو څخه بې برخې دی، په يو حديث کې راځي چې يو ځل د رمضان له راتلو سره سم رسول الله صلی الله عليه وسلم صحابه کرامو ته وويل: قَدْ جَاءَكُمْ رَمَضَانُ شَهْرٌ مُبَارَكٌ افْتَرَضَ اللَّهُ عَلَيْكُمْ صِيَامَهُ، تُفْتَحُ فِيهِ أَبْوَابُ الْجَنَّةِ وَيُغْلَقُ فِيهِ أَبْوَابُ الْجَحِيمِ وَتُغَلُّ فِيهِ الشَّيَاطِينُ فِيهِ لَيْلَةٌ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ مَنْ حُرِمَ خَيْرَهَا قَدْ حُرِمَ. ([3])

ژباړه: د رمضان مياشت پر تاسو را ورسېدله، دا ډېره مبارکه مياشت ده، الله تعالی ددې مياشتې روژې پر تاسو فرض کړي دي، په دې مياشت کې د جنت دروازې پرانستل کيږي او د دوزخ دروازې تړل کيږي، او شيطانان په ځنځيرونو تړل کيږي، او په دې کې يوه داسې شپه ده چې له زرو مياشتو نه غوره ده، څوک چې د هغې (شپې) له خير څخه بې برخې شي، هغه (له ډېر خير نه) بې برخې شو.

– ابوهريره رضي الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: الصِّيَامُ جُنَّةٌ فَلَا يَرْفُثْ وَلَا يَجْهَلْ وَإِنِ امْرُؤٌ قَاتَلَهُ أَوْ شَاتَمَهُ فَلْيَقُلْ إِنِّي صَائِمٌ مَرَّتَيْنِ وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَخُلُوفُ فَمِ الصَّائِمِ أَطْيَبُ عِنْدَ اللهِ تَعَالَى مِنْ رِيحِ الْمِسْكِ يَتْرُكُ طَعَامَهُ وَشَرَابَهُ وَشَهْوَتَهُ مِنْ أَجْلِي، الصِّيَامُ لِي وَأَنَا أَجْزِي بِهِ وَالْحَسَنَةُ بِعَشْرِ أَمْثَالِهَا. ([4])

ژباړه: روژه (د مسلمان له پاره له ګناهونو او دوزخ څخه) ډال دی، نو نه دي پکې ناوړه خبرې کوي او نه دې چاسره جنجال کوي او که څوک ورسره جنګ کوي او يا ورته سپکې سپوري ووايي؛ نو دی دې ورته ووايي چې ما روژه نيولې ده، دا يې دوه ځله وويل او بيا يې وفرمايل: په هغه ذات مې دې قسم وي چې زما روح يې په ولکه کې دی! د روژه نيونکي د خولې بوی د الله په نيز له مشکو نه ډېر خوږ دی، (بيا يې وويل: الله تعالی فرمايي: زما بنده چې ) خوراک، څښاک او شهوت زما د امر له امله پرېږدي نو زه پخپله جزا ورکوم؛ ځکه چې روژه زما ده او زه به د هرې نېکۍ په بدل کې لس نېکۍ ورکوم “

– حضرت سهل بن سعد رضي الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: إِنَّ فِي الْجَنَّةِ بَابًا يُقَالُ لَهُ الرَّيَّانُ يَدْخُلُ مِنْهُ الصَّائِمُونَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ لَا يَدْخُلُ مِنْهُ أَحَدٌ غَيْرُهُمْ يُقَالُ أَيْنَ الصَّائِمُونَ فَيَقُومُونَ لَا يَدْخُلُ مِنْهُ أَحَدٌ غَيْرُهُمْ فَإِذَا دَخَلُوا أُغْلِقَ فَلَمْ يَدْخُلْ مِنْهُ أَحَدٌ.([5])

” د جنت يوه دروازه ده چې “ريان” ورته ويل کيږي، له هغې دروازې څخه به يوازې روژه نيونکي (مسلمانان) داخليږي او اعلان به کيږي چې: روژه نيونکي چيرې دي!! نو هغوی به را ولاړ شي او چې ننوځي هغه دروازه به د نورو خلکو پر مخ وتړل شي”

– رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: الصيام والقرآن يشفعان للعبد يقول الصيام أي رب أني منعته الطعام والشهوات بالنهار فشفعني فيه ويقول القرآن منعته النوم بالليل فشفعني فيه فيشفعان. ([6])

ژباړه: روژه او قرآن د الله په دربار کې  بنده لپاره د بخښنې سپارښتنه کوي، روژه به وايي: اې ربه! داسړی ما د ورځې له خوراک، څښاک او جماع څخه منع کړی و؛ نو دده په حق کې زما شفاعت قبول کړه، او قرآن به وايي: اې ربه! (ستا دغه بنده) ما د شپې له خوب څخه منع کړی و، دده په حق کې زما شفاعت قبول کړه، نو الله پاک به د دواړو شفاعت قبول کړي.

– دروژې لومړنۍ لس ورځې د رحمت، منځنۍ لس يې د بخښنې او وروستۍ لس يې له اور څخه د خلاصون ورځې دي.([7])

– روژه د الله تعالى او بنده تر منځ يو راز دى، هغه چې بل چاته نه ښکاري، معنا دا چې په روژه کې که څوک وغواړي کولای شي له خلکو پټ روژه وخوري؛ خو د الله پاک له وېرې يې نه خوري؛ ځکه مومن باور لري چې الله مې په هر ځای کې ويني، له همدې امله دا عبادت د الله او بنده ترمنځ راز دی او نور عبادتونه داسې نه دي. ([8])

– ابوهريره رضي الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: كل عمل بن آدم يضاعف الحسنة عشر أمثالها إلى سبعمائة ضعف قال الله عز وجل إلا الصوم فإنه لي وأنا أجزي به يدع شهوته وطعامه من أجلي للصائم فرحتان فرحة عند فطره وفرحة عند لقاء ربه ولخلوف فيه أطيب عند الله من ريح المسك. ([9])

ژباړه: مسلمان ته د هر نېک عمل په بدل کې له لسو څخه تر اووه سوه پورې نېکۍ ورکول کيږي؛ خو الله پاک وايي چې روژه زما ده او زه به پخپله د دې بدله ورکوم؛ (ځکه چې بنده) زما د امر له امله خپل شهوات پرېږدي او خوراک او څښاک نه کوي، روژه نيونکي ته دوه خوشحالۍ دي: يوه د روژه ماتي پر وخت او بله هغه وخت چې له خپل رب سره مخامخ شي، او د روژه نيونکي د خولې بوی د الله په نېز له مشکو هم خوږ دی.

عن أبي هريرة- رضي اللّه عنه- أنّ أعرابيّا جاء إلى رسول اللّه صلّى اللّه عليه وسلّم فقال: يا رسول اللّه، دلّني على عمل إذا عملته دخلت الجنّة، قال: «تعبد اللّه لا تشرك به شيئا، وتقيم الصّلاة المكتوبة، وتؤدّي الزّكاة المفروضة، وتصوم رمضان»، قال: والّذي نفسي بيده لا أزيد على هذا شيئا أبدا، ولا أنقص منه. فلمّا ولّى قال النّبيّ صلّى اللّه عليه وسلّم: من سرّه أن ينظر إلى رجل من أهل الجنّة فلينظر إلى هذا. ([10])

ژباړه: له ابوهريره رضي الله عنه روايت دی چې يو اعرابي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغی او ويې ويل: اې د الله رسوله! ماته داسې عمل وښيه چې په ترسره کولو يې جنت ته ولاړ شم، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: د الله عبادت کوه او شريک مه ورسره نيسه، فرض لمونځ کوه، فرض زکات ورکوه او د رمضان روژه نيسه، هغه وويل: قسم مي دې په هغه ذات وي چې زما تن يې په ولکه کې دی! نه به په دې څه زيات کړم او نه به ورڅخه څه کم کړم، کله چې نوموړی بېرته روان شو رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: څوک چې غواړي له جنتيانو څوک وويني، دغه ته دې وګوري.

عن أبي سعيد الخدريّ- رضي اللّه عنه- أنّ ناسا في زمن رسول اللّه صلّى اللّه عليه وسلّم قالوا: يا رسول اللّه! هل نرى ربّنا يوم القيامة؟ قال رسول اللّه صلّى اللّه عليه وسلّم: «نعم» قال:… الحديث وفيه: فو الّذي نفسي بيده! ما منكم من أحد بأشدّ منا شدة للّه، في استقصاء الحقّ من المؤمنين للّه يوم القيامة لإخوانهم الّذين في النّار.

يقولون: ربّنا! كانوا يصومون معنا ويصلّون ويحجّون فيقال لهم: أخرجوا من عرفتم…([11])

ژباړه: ابوسعيد خدري رضي الله عنه وايي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې ځينو خلکو پوښتنه وکړه: اې د الله رسوله! ايا د قيامت په ورځ به موږ خپل رب جل جلاله وينو؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: هو… راوي وايي: ورپسې دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: په هغه ذات مې دي قسم وي چې زما ځان يې په ولکه کې دی! د قيامت په ورځ په تاسو کې هيڅوک له موږ نه زيات له الله څخه د خپلو هغو مومنانو وروڼو د حق په غوښتلو کې سخت نه دی چې په دوزخ کې وي.

وايي به: زموږ ربه! دې خلکو له موږ سره يو ځای روژې نيولې، لمونځونه او حجونه يې کول؛ نو الله به ورته ووايي: څوک چې پېژنئ هغه را وباسئ…


([1]) مسند أحمد، مسند المكثرين من الصحابة، مسند أبي هريرة، حديث رقم (8079).

([2]) صحيح البخاري، كتاب الصوم، باب: أجود ما كان النبي صلي الله عليه وسلم يكون في رمضان، حديث رقم (1902).

له دې تشبيه څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېر زيات سخاوت مراد دی.

([3]) مسند أحمد، مسند المكثرين من الصحابة، مسند أبي هريرة، حديث رقم (7179).

([4])  صحيح البخاري، كتاب الصوم، باب فضل الصوم، حديث رقم (1894).

([5]) صحيح البخاري، كتاب الصوم، باب: الريان للصائمين، حديث رقم (1896).

([6])  (رواه البيهقي في شعب الايمان، كذا في مشكوة المصابيح۲/۳۴۰ ط: مكتبة البشرى

([7]) (مشكوة ١٧٤)

([8]) تفسير القرطبي 2/183-184، طبعة دار الكتب العلمية (1426هـ – 2005م).

([9])  صحيح مسلم، كتاب الصيام، باب فضل الصيام، حديث رقم (2705).

([10])  البخاري- الفتح 3 (1397)، ومسلم (14) واللفظ له.

([11]) البخاري- الفتح 13 (7439). ومسلم (183) واللفظ له

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: