د روژې فردي، اجتماعي او صحي ګټې

 د روژی فردي ګټې روژتی د روژې په نيولو د لوږو تندو سره مخامخ او روږدی کيږي، نو کله چه پرې د ژوند په اوږدو کې ناچاپي بې وسي او ستونزې راشي د هغوی په مقابل کې په پوره صبر او حوصلې سره مقاومت کوي او خپل ځان نه بأيلي . مګر ددې پرخلاف هغه څوک چه د روژې نيولو سره روږدی نه وي او د لوږې او تندې د مشکلاتو سره مخامخ شي ژر صبر او حوصله د لاسه ورکوي او خپل ژوند بأيلي .

د روژي اجتماعي ګټې :

شتمن او بډای مسلمانان پخپله تل آسوده او سوکاله ژوند کوي، نوکله چه بډايانو ته د روژې په نيولو سره د لوږې او تندې په سختيو او کړاوونو کې د بې وسو او بې وزلو مسلمانانو حالت ور په زړه کيږي. سمدستي فکر کوي چه د بې وسو او بې وزلو مسلمانانو ټول ژوند په لوږه او بې وسۍ کې تيريږي، ځکه يې پر هغوی زړه سوی پيدا کيږي او ورباندې یې د مهربانۍ او مرستی کولو ولولې په جوش راځي په نتيجه کې د خپل مال او شتو ځنې څه حصه غريبانو او بې وزلو ته ورکوي .بې وسه او بې وزله کسان د بډايو په دې ډول خواخوږۍ او مرستي سره له هغوی څخه خوشحاليږي. په پای کې د بې وزلو او بډايو تر منځ مينه او دوستي پيداکيږي او هر يو، يو دبل تر څنګ هوسا او ډاډه ژوند تيروي چه دا پخپله د ټولنې د نيکمرغۍ سبب ګرځي .

د روژی صحي ګټې :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايی : صموا تصحوا (روژه ونيسئ تر څو صحتمند شئ ) د روژې نيول انسان ته لاندنۍ ګتې رسوي:
۱-  پوره يولس (۱۱) مياشتې چه معده په پرله پسې توګه خوړو او ابو څخه ډکه وي نو ينه (ځيګر) هم مجبوريږي چه د صفرا د کڅوړې تيزابي مواد تل ترتله د خوړو هضمولو په وخت کې تيار او ور باندې مصرب کړي .په يوې مياشتنۍ روژه کې د صفرا کڅوړه څخه څڅيدونکي تيزابی مواد په معده کې جمع شوو خوړو باندې ورڅڅيږي او هغه په بشپړه ډول هضموي .
۲-  د کال په يوه معلوم وخت کې (روژه ) کې لږ خوراک او څښاک د ناروغتيا د علاج لپاره ډیر غوره لاره ده .
۳-  د هاضمې د جهاز، پښتورګو او ينی ناروغۍ چه په دارو درملو يې علاج نشی کيدای، په روژې نيولو سره په ښه ډول تداوي کيږي .
۴-  د ناوړه هضم ښه دارو درمل د روژې نيول دي .
۵-  د ځيګر يوه خاصه ناروغي چه د زيړی يې بولي په روژه نيولو سره له منځه ځي، ځکه چه دا ډول ناروغي زياتره د ينې د ستړتيا له کبله پيدا کيږي او د ينې زيات کار کولو په وخت کې له وينې څخه د صفرا مواد نه جلا کيږي .
۶-  د روژې په مياشت کې روژتي ډیر خوراک او څښاک نه کوي، نوځکه يې اشتها هم ښه کيږي. د ښه اشتها په صورت کې د خوړلو د هضميدو نه وروسته د بدن د اړتيا وړ کيمياوي مواد په ښه توګه بدن ته جذبيږي او روغتيا ته ګټه رسوي .

ننګيالی هاشمي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب