خبر یاست چې کم خوب مو ځان وژنې ته مجبوروي؟!

امريکايي څېړونکو ښودلې چې د شپې نا وخته ويده کېدل او وختي راجګېدل په انسانانو کې د خپګان لامل ګرځي.

ویل کیږي هغه کسان چې لږ خوب کوي قهرجن او بده اخلاقه وي، سردرد وي په یوه موضوع باندې چې فکر کوي ناتوان او کمزوري وي

په څېړنه کې راغلي چې پر ۱۵ زره ځوان کسانو باندې تجربه ترسره شوې، چې ټولو د دوولسو او اتلسو کلونو ترمنځ عمرونه درلودل.

ویل کیږي چې هغه کسان چې نيمه شپه ويده کیږي د هغو کسانو په پرتله چې ماخوستن له لسو بجو وړاندې ويده کېږي، ٢٤په سلو کې د خپګان له ستونزې سره مخامخېږي.

په رپوټ کې ویل شوي دي چې هغه کسان چې تر پنځو ساعتونو لږ خوب کوي، د هغو کسانو په پرتله چې اته ساعته ويدېږي، د خپګان پېښې په سلو کې ٧١ پکې ډېرې دي.

څېړونکو دغه تجربه نيويارک کې د کولمبيا پوهنتون په طبي مرکز کې کړې ده.

څېړنې ويلي هغه کسان چې د شپې تر پنځو ساعتونو لږ خوب لري، تر ډېره ورسره د ځانوژنې فکر پيدا کېږي.

او هغه ځوان کسان چې په کافي اندازه خوب لري، له دې فکرونو يې ذهن خالي وي.

په څېړنه کې ويل شوي د ځانوژنې فکر تر ډېره د نارينه وو په پرتله له نجونو سره ډېر پيدا کېږي، او په تېره بيا هغه کسان چې فکر کوي پلرونه يې ډېره پاملرنه نه ورته کوي د هغو کسانو پلرونه چې په دې څېړنه کې يې پر اولاد تجربه ترسره شوې، ډېره هڅه کوي چې خپل اولاد د ماخوستن تر لسو بجو مخکې ويده کړي.

روغتيايي کارپوهان وايي چې هر انسان بايد په شپه او ورځ کې له اتو تر نه ساعته خوب وکړي، خو هغه کسان چې دغه څېړنه پرې ترسره شوې، تر اوو ساعتونو او ٥٣ دقيقو – چې نارمل خوب بلل کېږي – هم کم وخت ويدېږي.

د څېړندويه ډلې مشر ډاکټر جيمز جانګوېچ ويلي ښايي لږ خوب د مغزو د عاطفي غبرګون پر څرنګوالي اغېز وکړي، چې دا کار د سړي د خپګان لامل ګرځي او ان پر ورځنيو دندو او فعاليتونو يې هم منفي اغیزه کوي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب