د قضا عمري لمونځ (د رمضان آخري جمعې ) په اړه موضوعي روايت

د رمضان المبارک په آخيرينئ جمعې د قضاعمرئ په اړه جاهله عوام مختلفې طریقې بيانوي او ډېر په پابندئ سره دغه لمونځ ادا کوي چې په احايثو کې يې هيڅ ثبوت نلري.

ټولې طريقې باطلې او غلطې دي چې د دغو طريقو نه يو روايت او طریقه دا هم بیانولی شي.

«مَن قضي صلوة من الفرائض في آخر جمعة من شهر رمضان کان ذلك جابرا لكل صلوة فاتته في عمره الی سبعين سنة».

ژباړه: څوک چې د رمضان المبارک په آخرينئ جمعه يو قضاء فرض ادا کړي نو دا د دۀ د اويا کاله د قضا شويو مونځونو لپاره کافي کيږي.

د دۀ روايت په اړه ملاعلي قاري رحمه الله ليکي:«باطل قطعا»(۱)

مخکې يې د ده روایت د بطلان لاآمل هم ليکلی چې دا روايت ځکه باطل ده چې د اجماع سره په ټکر کې ده ځکه کوم يو عبادت هم داسې نشته چې هغه د کالونو قضا شويو مونځونو قائم مقام وګرځي.

فلهذا دا روايت موضوع او له ځانه جوړ شوی دی.

د داسې قضاء عمري هيڅ ثبوت په احاديثو کې نشته لکه څنګه چې مشهوره ده.

خامخا که يوچانه دومره زیات مونځونه قضا شوي وي چې شمېر يې نه وي معلوم نو باید احتیاطا د هر فرض مونځ نه وړاندې د هم هغه وخت د مونځ قضا راوړي دايې احسنه طريقه ده.

ومن الله توفيق

۱ المصنوع في معرفة الحديث الموضوع، رقم الحديث: ۳۵۸ ص: ۱۹۱

ليکوال: قاري ارشادالله عُقابي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب