اسلامي کیسې

د حضرت عباس رضی الله عنه نصيحت

وهب بن منبه رضی الله عنه فرمايي: د حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه د سترګوديد لمنځه ولاړى يوه ورځ ما کعبې شريفي ته بوتى هلته چي ورسېدئ د يوې ډلي خلګو څخه د جګړې اواز راتلى ماته يي وويل ما دغه طرفته بوزه نو ماهلته بوتى ده مبارک درسېدو سره سم سلام ووايه هغو خلګو دده څخه د کښېناستلو غوښتنه وکړه ده انکار وکړى او وې فرمايل تاسو ته معلومه نه ده چي د الله جل جلاله د خاصو بنده ګانو ډله هغه خلګ دي چي د الله جل جلاله  د ويري څخه خاموشه وي حال داچي هغه خلګ نه عاجزه او نه ګونګيان وي بلکي ښه پاکي خبر ي کوونکي وي، ويونکي وي، پوهه لرونکي وي خو د الله تعالي جل جلاله لوى ذکر ددوى زړونه حيران کړي وي ددغه و جهي څخه يې زړونه مات  وي او ژبي يې خاموشه وي کله چي دوى ته په دغه حالت کي پوخوالى پيدا سي نو نېک کارونه  په چابکۍ سره کوي. ( اې خلګو ! ښه کسان خو داسي وي لکه چي ومي ويل) نو تاسو و لي دومره لېري سوي ياست ؟ يعني اوازونه  مو پورته کړي دي .

وهب بن منبه  رضی الله عنه فرمايي ددې څخه وروسته مادوه کسان هم يو ځاى ونه ليدل.

فايده: حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه   به د الله جل جلاله د ويري څخه دومره ژړل چي هروخت به يې په مخ کي داوښکو دبهېدو له امله دوې نښي د نالو په څېر معلومي وي .

په پورتنۍ قصه کښي  عبدالله بن عباس  رضی الله عنه د نيکو کارونو لپاره يوه اسانه تګلاره وښودل هغه دا چي هر څوک د الله جل جلاله د لويي فکر وکړي د هغه لپاره هر ډول نېک کار اسانه وي او بيا هغه يقناً  د اخلاصه ډک وي که موږ په شپه او ورځ کښي يعني ٢٤ ساعته کښي په دغه ډول يولږ فکر وکړو نو دغه ګران کاردى ؟

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: