صحابه، الله بښلی نسل

محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم ترټولو پيغمبرانو غوره  اوافضل پيغمبر دی ، امت يې له ټولو امتونو څخه غوره امت دی اوبياله رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه وروسته په ټولوکې غوره کسان هغه دي چې محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم يې په خپلوسترګو ليدلای دی ،ايمان يې پرې راوړی اوله ايمان سره له دنياڅخه رخصت شوي دي چې همدوی ته اصحاب کرام وایو، له دوې وروسته تابعين اوله تابعينوڅخه وروسته تبع تابعين غوره خلک دي.

اصحاب کرام ځکه له ټولوڅخه غوره خلک دي چې دوی دالله رسول په مستقيمه توګه روزلي دي، بل پلو ته الله تعالی دخپل نبي صلی الله عليه وسلم دملګرتيالپاره انتخاب کړي، دوی ته يې  ددين دزده کړې،عملي کولو اونورو ته درسولو زبردست ځواکمن استعدادونه ورکړي و. د الله تعالی دين چې مونږ ته را رسيدلی هغه يواځې دهمدوی له لارې را رسيدلی،لنډه دا چې الله تعالی دوی دخپل دين دساتنې،عملي کولو اونورو ته درسوني لپاره انتخاب کړل او دخپل نبي په لاس يې وروزل،له همدې کبله اصحاب کرام په اسلام کې يوځانګړی مقام لري اونور ټول مسلمانان هغوی ته يوه ځانګړې عقيدتمندي لري.
د دين دښمنانو له ډيرې مودې راهيسې دا هڅه کړې چې د دين دغه ناقلین او ساتونکي د مسلمانانو په اذهانو کې تورن کړي، د هغوي په اړه زهرجن تبليغات وکړي،راز راز شکونه راپورته کړي او په دې توګه ټول دين تر سوال لاندې راولي. همدا لړۍ د تل لپاره د استعماري هڅو سره مل وي، چې دا اوس زمونږ په استعمار ځپلي هيواد کې هم ورته ډيره لمن وهل کيږي او د ځوانانو د ذهنیتونو د خرابولو هڅه کیږي، پر همدې اساس اړینه ده چې داصحابوکرامو په هلکه يوه لنډه ليکنه ترتيب شي، چې په کې داصحابوکرامو مقام څرګند شي او دا واضحه شي چې مسلمان باید ددوی په هلکه څه ډول عقيده اوموقف ولري؟
په دې لنډه ليکنه کې به مونږ دلوی الله په مرسته لاندې ټګوته اشاره وکړو:

الله تعالی بښلی نسل:

الله تعالی په قرآنکريم کې په عامه توګه پرته له کومې استثناء څخه  داصحابوکرامو صفت کړی، خپله خوښي يې ترې ښکاره کړې ده او دا يې بيان کړې چې ټول صحابه  اوددوی متبعين  جنتيان دي اوستر بری يې ترلاسه کړی دی ،په دې هکله الله تعالی په قرانکريم کې فرمايي:
وَالسَّابِقُونَ الأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالأَنْصَارِ، وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُمْ بِإِحْسَانٍ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ، وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي تَحْتَهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَداً، ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ)
هغه مهاجرين اوانصارچې هغوی ترټولو دمخه دايمان بلنې ته په لبيک ويلوکې وړاندې شول،دغه راز هغه کسان چې وروسته له نيکۍ اوريښتينولۍ سره په هغوی پسې راغلل الله له هغوی نه خوښ اوهغوی له الله تعالی څخه خوښ شول،الله تعالی دهغوی لپاره باغونه تيارکړي دي چې ترهغولاندې به ويالې روانې وي اوهغوی به پکې دتل لپاره سکونت کوي اوهمدا خورا ستر بری دی.

پيغمبر روزلی نسل:

صحابه کرام چې په عمومي توګه په مهاجرو او انصارو ویشل کیدل، د مهاجرو د قربانۍ لړۍ خو له هغه  مهاله پيل شوه چې دوی خو په مکي دورکې په مادي لحاظ خورا کمزوري وو،نوله هماغه پيله د قریشو دمشرکانو لخوا له خورازياتو ستونزو اوعذابونو سره لاس او ګريوان شول،خو د دې ټولو ستونزو سره سره به ددوی ايمان اوپه دين باندې منګولې لګول لا پسې زيات شول،اوپه ډير زيات اخلاص سره به يې دالله تعالی دحکمونو پيروي اوساتنه کوله.
کله چې په هغوی باندې دمشرکوکافرانو له خوا عذاب له حده زیات اوله زغمه پورته شو نورسول الله صلی الله عليه وسلم ورته حکم وکړ چې حبشې ته هجرت وکړي اوداسې يې ورته وفرمايل چې هلته يو بادشاه دی چې دده په بادشاهۍ کې څوک له چاسره ظلم اوتيری نشي کولای،هلته ولاړشی اود الله تعالی عبادت وکړی،مهاجرينو له دې وينا سره سم خپل کورونه،مالونه،بچيان اوعيال پرېښودل اودالله تعالی په لارکې يې هجرت وکړ،چې ترټولو لومړی حضرت عثمان له خپلې بي بي سره چې رقية نوميده او درسول الله صلی الله عليه وسلم مبارکه لور وه،له کوره ووت. له لوط عليه السلام څخه وروسته عثمان رضي الله عنه لومړنی شخص دی چې له خپلې ميرمنې سره له خپل کور او وطن څخه په هجرت کولو مجبوريږي،له ده وروسته دمهاجرينو دهجرت لړۍ پيل شوه.

حبشې ‎ته داصحابوکراموهجرت کول دوه ځله ترسره شو،چې په دوهم ځل يو زيات شمير اصحاب کرام مهاجرشول.نو دوی دالله تعالی په لارکې زيات مشکلات وګالل ،په سختوحالاتوکې يې درسول الله صلی الله نصرت وکړاوپه دې هکله يې په هراړخيزه توګه بې دريغه قرباني ورکړه نوځکه الله تعالی دالوړمقام هغوی ته ورپه برخه کړ.
د عقبې له بيعت څخه وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم حکم ورکړ چې دمدينې منورې په لور هجرت وکړي،نودوی درسول الله صلی الله عليه وسلم له حکم سره سم دمدينې منورې په لورهجرت وکړ،هلته دانصارو دور رامنځ ته شو،چې په خورا ميړانې سره يې داسلامي دعوت اومهاجرومسلمانانو حمايه اوساتنه وکړه،له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې  ددين دنصرت اودمهاجرينوپه ساتنه بيعت وکړ،چې په همدې سره دوی خپله دنياپه اخرت باندې بدله کړه، په پوره توګه يې په خپلې ژمنې عمل وکړ،ددين نصرت اودمهاجروساتنه يې په اخلاص سره وکړه،په کومه توګه چې دوی په خپلې ژمنې وفا وکړه نوالله تعالی په خپله وعده ورسره هماغسې وفا وکړه، پر همدې اساس ددوی ځای جنت شو،له همدې کبله الله تعالی دمهاجرينو،انصارو اودهغوکسانو چې ددوی په لاره روان شول اوپه ښه توګه يې دهغوی اتباع وکړه مدحه بيان کړه او پر همدې اساس هغوی ددنيا اوآخرت بری ترلاسه کړ،الله له دوی څخه راضي شو اودوی له الله تعالی څخه,لكه څرنګه چې الله تعالی ورته په دې مبارک ايت شريف کې اشاره کړې ده:
رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ، وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي تَحْتَهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَداً، ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ)
الله له دوی نه راضي شو اودوی له الله نه اوالله تعالی دوی ته جنتونه تيارکړي دي چې له ماڼيو لاندې يې(څلورقسمه) نهرونه روان دي په داسې حال کې چې دوی به تل پکې اوسيږي اوهمدا لويه کاميابي ده

داصحابوکرامو دې لوړمقام اوقربانۍ ته قرانکريم داسې اشاره کوي:

الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِنْ دِيَارِهِمْ وَأَمْوَالِهِمْ يَبْتَغُونَ فَضْلاً مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَاناً، وَيَنْصُرُونَ اللَّهَ وَرَسُولَه،ُ أُولَئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ، والَّذِينَ تَبَوَّأُوا الدَّارَ وَالأِيمَانَ مِنْ قَبْلِهِمْ يُحِبُّونَ مَنْ هَاجَرَ إِلَيْهِمْ، وَلا يَجِدُونَ فِي صُدُورِهِمْ حَاجَةً مِمَّا أُوتُوا، وَيُؤْثِرُونَ عَلَى أَنْفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ، وَمَنْ يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ، والَّذِينَ جَاءُوا مِنْ بَعْدِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلإخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالإيمَانِ، وَلا تَجْعَلْ فِي قُلُوبِنَا غِلاً لِلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا إِنَّكَ رَؤُوفٌ رَحِيمٌ)
همدارنگه دغه مال دفي) دهغو غريبومهاجرينو لپاره دى چې له خپلو كورونو او جايدادونو څخه ويستل شوى دي . دوى دالله فضل او د هغه رضاء غواړي او دالله او دهغه درسول نصرت ته ملاتړلي ولاړدي . همدغه ريښتيني مسلمانان دي او دا د هغو خلكو له پاره هم دى ) چې د دغو مهاجرينو له راتگ نه مخکې  يې ايمان راوړى په دارا لهجرت كې استوگن وو . دوى له هغو  خلكو سره مينه كوي چې دوى ته يې هجرت وركړى دى او هر څه چې هغوته وركړل شي دهغو څه اړتيا قدرې هم دوى پخپلوزړونو كې نه احساسوي او پرخپل ځان باندې  نوروته ترجيح وركوي اگر كه پخپله محتاج وي هم  . حقيقت دادى كوم خلك چې دخپل زړه له تنګۍ نه وژغورل شول همغوى فلاح ميندونكي دي .
( او دا دهغو كسانو له پاره هم دى ) چې له دغو مخكنيو نه وروسته راغلي دي هغه كسان چې وايي (( اى زمونږ ربه ، مونږ او زمونږ هغو وروڼوته بښنه وكړه چې له مونږ نه مخكې يې ايمان راوړى دى او زمونږ په زړونوكې دمومنانو لپاره هيڅ  بغض مه اچوه اى زمونږ  ربه ، ته ډير مهربان او رحيم يې.
دحشر دسورې په دې درې ايتونو کې لومړی مهاجرين ،په دوهم قدم کې انصار اوپه دريم قدم کې هغه څوک ستایل شوی چې په دوی پسې يې اقتدا وکړه اوپه غوره توګه يې دهغوی اتباع وکړه اودهغوی په هکله يې سم دريځ غوره کړ.

قران ستايلی نسل:

:مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللَّهِ، وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ، رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ، تَرَاهُمْ رُكَّعاً سُجَّداً يَبْتَغُونَ فَضْلاً مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَاناً، سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِمْ مِنْ أَثَرِ السُّجُودِ، ذَلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ، وَمَثَلُهُمْ فِي الأِنْجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَى عَلَى سُوقِهِ، يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ، وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُمْ مَغْفِرَةً وَأَجْراً عَظِيماً) محمد ص د الله رسول دى ، او كوم كسان چيگ له هغه سره ملكگري دي هغوى پركافرانو سخت اوپه خپلو  مينحگو كشگيگ خواخوإي دي ، ته چيگ كله هغوى كگوريگ په ركوع او سجده ، او دالله دفضل او دهغه د رضا په طلب كشگيگ ييگ بوخت موميگ . دسجدو نشگيگ نشگانيگ دهغو پر وچوليو  موجوديگ دي چيگ په هغيگ سره هغوى بيل پيژندل كيإي دادى دهغو صفت  په تورات  كشگيگ  . اوپه انجيل كشگيگ دهغو مثال داسيگ وركؤشويدى چيگ  كگواكي يوكشگت دى چيگ لومؤى هغه پلكيگ وتگوكوي ، بيا ييگ هغيگ ته قوت او وده  وركؤه ، بيا هغه مخ په پخيدوشو ، بيا هغه پرخپليگ تنيگ بانديگ ودريده ، هغه كروند كگر خوشحالوي ترخگو چيگ كافران دهغو په تقوييگ او سمسورتيا بانديگ  له غوسيگ وسوحگي. د دغيگ أليگ خلك چيگ ايمان ييگ راوؤى دى او نيك عملونه  يي كؤي دى ، الله د دوى سره دبشگنيگ او لوى اجر وعده كؤيده

د اصحابوکرامو په اړه پيغمري دريځ:

داصحابوکرامو دمقام،او اهميت په هکله،له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه زيات احاديث رانقل شوي،بلکې داصحابوکرامو په هکله داحاديثو په کتابونوکې ځانکړی باب دمناقبو په نامه سره موجود دی،چې په کې داصحابوکراموپه اجمالي اوتفصيلي توګه  مناقب اوصفتونه بيان شوي دي،خوپه دې لنډه مقاله کې به مونږ يوڅو لارښوونې دبيلګې په توګه يادي کړو:
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَا تَسُبُّوا أَصْحَابِي لَا تَسُبُّوا أَصْحَابِي فَوَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَوْ أَنَّ أَحَدَكُمْ أَنْفَقَ مِثْلَ أُحُدٍ ذَهَبًا مَا أَدْرَكَ مُدَّ أَحَدِهِمْ وَلَا نَصِيفَهُ”راه مسلم.
رسول الله صلى الله عليه وسلم
فرمايي:زمااصحابوته كنځل مه کوئ داخبره يې دوه ځله تکرارکړه اوبيايې وويل چې زمادې په هغه ذات قسم وي چې زماروح دهغه په واک کې دی که چيرې په تاسې کې څوک داحد دغره په اندازه سره زر صدقه اوخيرات کړي دهغوی ديوه مد صدقې حدته هم ونه رسيږي (مد يوه کوچنۍ پيمانه ده)  بلکې دهغې نيمايي ته به هم ونه رسيږي.
* عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ، قَالَ : قَالَ أُنَـاسٌ مِنْ أَصْحَابِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَنَّا نُسَبُّ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّـهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” مَنْ سَبَّ أَصْحَابِي فَعَلَيْهِ لَعْنَةُ اللَّهِ، وَالْمَلائِكَةِ، وَالنَّـاسِ أَجْمَعِينَ، لا يَقْبَلُ اللَّهُ مِنْهُ صَرْفًا وَلا عَدْلا أخرجه أحمد في فضائل الصحابة
رسول الله فرمايي څوک چې زما اصحابوته کنځل کوي نوپه هغه دې دالله،پريښتواوټولو خلکو لعنت وي،اوالله تعالی به ددوی څخه نه فرضي عبادت قبول کړي اونه نفلي
عَنْ عَائِشَةَ : ” أُمِرُوا بِالاسْتِغْفَارِ لأَصْحَابِ مُحَمَّدٍ فَسَبُّوهُمْ أخرجه أحمد
له بي بي عائشې رضي الله عنها  ويلي دي چې خلکو ته ددې حکم شوی و چې دوی دې د محمد صلی الله عليه وسلم اصحابوکراموته له الله نه بښنه وغواړي،نودوې د هغې په عوض کې اصحابوکرامو ته بد رد ويل پيل کړل

اصحاب كرام داسلامي امت دفقهاؤ او محدثينوله نظره:

پورته له قرآني آيتونواونبوي احاديثو څخه ثابته شوه چې اصحاب کرام په مطلقه توګه له رسول الله څخه وروسته له ټولو لوړمقام لري،نوزمونږ محدثين,فقهاء اوټول امامان اوعالمان په دې عقيده دي چې اصحاب کرام ټول عادلان دي،ځکه چې الله تعالی اودهغه رسول ددوی ستاینه کړې ده ،الله تعالی ترې خپله رضامندي په قرانکريم کې اعلان کړې ده اوپه همدې ډول رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل امت ته دخپلو اصحابوکراموپه اړه سپارښتنه کړې ده لکه څرنګه چې يې پورته يادونه وشوه په دې هلکه امام نووي په خپل کتاب التقريب کې ويلي دي:”الصحابة كلهم عدول من لابس الفتن وغيرهم بإجماع من يعتد به”ددين دباوري مذاهبو دعلماوو له نظره ټول اصحاب کرام عادلان دي
اوامام ابن حجر په في الإصابة: کې ويلي دي چې”اتفق أهل السنة على أن الجميع عدول ولم يخالف في ذلك إلا شذوذ من المبتدعة
اهل سنت ټول په دې نظر دي چې صحابه کرام عادلان دي،پرته له يوې بدعتي ډلې څخه  چې هغوی مخالفت کړی  دی (چې هغه اهل تشيع دي).
كومې پيښې چې ددوی ترمنځ شوي او په صحيح سند سره مونږ ته را رسيدلي دي، هغه د يوه سم اومنلای شوي اجتهاد له مخې رامنځ ته شوي دي نو دوی به يا په دې اجتهادکې حق ته رسيدلي وي نوددوی لپاره دوه اجره دي اوکه خطاشوي وي نو بیا هم يواجر ورته شته دی،هغوی هم زمونږ په څيرانسانان وو، معصوم نه وو، خو الله تعالی ددوی خطاګانې ورمعاف کړي دي نو اوس مونږ داعقيده لرو چې هغوی مغفور اومرحوم دي،الله تعالی له دوی څخه راضي دی او دوی له الله تعالی څخه. قول الطحاوي في عقيدة أهل السنة: “ونحب أصحاب رسول الله صلى الله عليه وسلم ولا نفرط في حب أحد منهم ولا نتبرأ من أحد منهم ونبغض من يبغضهم وبغير الخير يذكرهم ولا نذكرهم إلا بخير وحبهم دين وإيمان وإحسان وبغضهم كفر ونفاق وطغيان”
امام طحاوي  په عقيدة الطحاوية کې ويلي دي چې  مونږ درسول الله له صحابه يې کرامو سره محبت کوو،مونږ دهغوی په محبت کې افراط اوتفريط نه اونه له کوم يوه صحابي څخه خپله پزاري  کوو،څوک چې له هغوی سره بغض کوي مونږله هغوی سره بغض کوو،مونږ دهغوی يادونه په خير سره کوو.
له هغوی سره محبت کول د دين،ايمان اواحسان  خبره ده اوله هغوی سره بغض کول دکفر،نفاق او طغيان اوسرغړونې نښه ده

دشيعه ګانو په يوه مستندکتاب کې داصحابوکرامو په اړه دوه خطبې:

دا دوه خطبې د شيعه ګانو په وړاندې له معتبر،مستند کتاب نهج البلاغة کتاب څخه اخستل شوې دي، چې مشهور هاشمې او شيعه اديب او شاعر الشريف الرضي راجمع کړي دي، دده له همدې دور څخه يې را واخله تردې عصره پورې ددوى په وړاندې مستند ،متداول او متبرک كتاب دى ، چې شرح يې مشهورشيعه عالم اومتکلم ابن ابې الحديد په 586- 655) کې له لویې شرحې اوبسط سره ليکلې ده چې دلته يې مونږ اصل عبارت رانقل کړى دي،دا دواړه خطبې حضرت علي کرم الله وجهه ته منسوبې دي:

لومړى خطبه:

لَقَدْ رَأَيْتُ أَصْحَابَ مُحَمَّدٍ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ، فَمَا أَرَى أَحَداً يُشْبِهُهُمْ مِنْكُمْ! لَقَدْ كَانُوا يُصْبِحُونَ شُعْثاً غُبْراً ، قَدْ بَاتُوا سُجّداً وَقِيَاماً، يُرَاوِحُونَ  بَيْنَ جِبَاهِهِمْ وَخُدُودِهِمْ، وَيَقِفُونَ عَلَى مِثْلِ الْجَمْرِ مِنْ ذِكْرِ مَعَادِهِمْ! كَأَنَّ بَيْنَ أَعْيُنهِمْ رُكَبَ الْمِعْزَى  مِنْ طُولِ سُجُودِهِمْ! إِذَا ذُكِرَ اللهُ هَمَلَتْ أَعْيُنُهُمْ حَتَّى تَبُلَّ جُيُوبَهُمْ، وَمَادُوا  كَمَا يَمِيدُ الشَّجَرُ يَوْمَ الرِّيحِ الْعَاصِفِ، خَوْفاً مِنَ الْعِقَابِ، وَرَجَاءً لِلثَّوَابِ!(نهج البلاغة)
ژباړه: يقينا ماچې درسول الله صلى الله عليه وسلم اصحاب کرام ليدلي دي، نوزه په تاسې کې هيڅوک داسې نه ګورم چې له هغوى سره ورته والى ولري، يقينا کله به چې پر دوى سبا راوخوت نو په داسې حالت کې به پردوى سبا شوچې ويښتان به يې خواره واره او رنګونه به يې خړپړ وو، شپه به يې په رکوع او سجدو تيره کړې وه،په سجدوکې به يې حالت داسې وو چې دستومانۍ لرې کولولپاره به يې  کله مخونه پرځمکه لګول اوکله تندې، دآخرت له ويرې به داسې ولاړ وو لکه په سرو سکروټويې چې پښې ايښې وي، د اوږدو سجدو له امله يې تندي داسې وچ کلک شوي ؤ لکه د وزو د پښو هډوکي ،کله به چې دالله تعالى ذکر وشو نو سترګې به يې له اوښکو ډکې شوې تردې چې ګريوانونه به يې له اوښکوڅخه لامده شول او دعذاب له ويرې اودثوابونو له اميده به داسې لړزيدل لکه د سخت باد په ورځ چې ونه يوپلو اوبل پلوته ټالۍ وهي

دوهمه خطبه:

اين القوم الذين دُعوا إلى الإسلام فَقبلوه، وقرءوا القُرآن فأحكموه، وهِيجوا إلى الجهاد فَوَلِهوا وَلَهَ اللِّقاح – الناقة – إلى أولادها، وسلبوا السيوف أغمادها، وأخذوا بأطراف الارض زحفاً زحفاً، وصفاً صفاً، بعضٌ هلك وبعضٌ نجا، لا يُبشرون بالأحياء، ولا يعزون عن الموتى. مُرْهُ العيون من البكاء، خُمص البطون من الصيام، ذبل الشفاه من الدعاء، صُفْرُ الالوان من السهر، على وجوههم غَبَرة الخاشعين، أولئك اخواني الذّاهبون، فحق لنا أن نظمأ إليهم ونَعضّ الأيدي على فِراقهم(نهج البلاغة)
ژباړه: هغه قوم څه شوچې کله اسلام ته وبلل شول نو قبول يې کړ،قرآنکريم يې ولوست نو په ښه توګه يې دعمل جامه ورواغوستله او دوى ته دجهاد په لورجذبه ورکړل شوه نو داسې ورپسې روان شول لکه لنګې اوښې چې په خپل بچي پسې منډې وهي اودوى خپلې تورې له تيکو څخه رابهرکړي ،نو دځمکې  اطرافو اوڅنډوته صف صف اوپه خاپوړو خاپوړو ورسيدل، ځينې يې شهيدان  شول اوځينې يې ژوندي پاتې شول، چې د چا د ژوندون زيرى به يې چې ورکړل نوڅه  خوښي به يې نه ورباندې  څرګندوله اونه به دچاپه مړه کيدلوخفه کيدل(ځکه چې شهادت به يې دالله تعالى نعمت باله )
ددوى سترګې د ډيرې ژړا له امله تکې سپينې اوښتې وې اود ډيرو روژو  نيولو له امله ددوى خيټې چنګې شوې وي ،ددوى شونډې ددعاګانو له امله وچې شوې وې ،د بې خوبۍ له امله ددوى رنګونه تک زيړ ښکاريدل ، ددوى پرمخونوباندې دخاشعينوپه څير خړپړتياپرته وه ،دا ځماهغه وروڼه دى چې له دنياڅخه رخصت شوي دي،نوزمونږ لپاره حقه خبره داده چې دهغوى په لور د ملاقات تنده له ځان سره ولرو او د هغوى پر جدايي خپل لاسونه ومروړو.

صحابه کرام دغيرمسلمانو غربي تاريخ پوهانو له نظره:

د صحابوو شخصيت داسې و چې نه يوازې مسلمانان بلکې غير مسلمان پوهان هم د هغوی له شخصيت څخه متاثره و، دلته د يو څو نامسلمانو پوهانو او مستندو غربي تاريخ پوهانو شهادتونه او ګواهۍ  د بيلګې په توګه رانقلوو:کاتاني(Caetani) چې يو غربي عالم دى په خپل کتاب (سنن الاسلام) كې داسې ليکي دي  : په ريښتياسره چې داخلک (اصحاب کرام) درسول الله صلى الله عليه وسلم په اخلاقي ميراث کې ريښتوني نمايندګان وو  اوپه راتلونکې كې داسلام په لور ريښتنې داعيان او بلونکي دي، هغه ښوونې اوتعليمات چې محمد(صلی الله عليه وسلم) تقوى لرونکو اوپرهيزګاره خلکوته (اصحابو کرامو) رسولي و،هغوی يې په ښه توګه حاملين اوساتونکې وو، له محمد(رسول الله صلى الله عليه وسلم) سره ددوى دوامداره نژدېوالي اوله هغه( صلى الله عليه وسلم) سره دهغوى مخلصانه مينه او محبت دفکراو عواطفو هغه لوړ مقام ته پورته کړل چې هيڅ چاپيريال او محيط داسې ګواهي او شاهدي نه شې وړاندې کولای چې هغه دى له دې محيط او چاپيريال څخه اوچت وي او دتمدن او ټولنې په اعتبار له دوى څخه پرمختګ ورکړي.
حقيقت دادى چې هغه  په دوی ( اصحابوکرامو)کې هراړخيز،ارزښتناک اولوړ بدلونونه رامنځ ته کړل او له دې  وروسته دجنګونوپه هغو سختوحالاتوکې دوی  ددې خبرې ګواهي وړاندې کړه چې دمحمدرسول الله صلى الله عليه وسلم د اصولو او افکارو تخم  چې په  کومه زرخيزه او خوږه ځمکه کې شیندل شوى دى له هغو څخه دغوره صلاحيتونو او استعدادونوانسانان رامنځ ته شوي دي،هغوى دمقدسې صحيفې امينان او ساتونکي دي اوله  محمد(رسول الله صلى الله عليه وسلم) څخه چې دوى کوم الفاظ اوياحکم يادکړى و ، هغوى يې زبردست ساتندويان وو.
يقينا دا  د اسلام هغه قابل احترام لومړني قائدين دى چې  په مسلمانه ټولنه کې يې لومړني فقهاء،عالمان او محدثين کرام رامنځ ته کړي دي CAETANI,ANNALI,DELL,ISLAM,VOL.llP:429
مشهور ليکوال ګبن (EDWARD GIBBON) په خپل کتاب د اروپا زوال او سقوط(DFCLINE AND FAIL OF THE RONAN EMPIRE) کې د خلفای راشدينو په هکله داسې ليکي:يقينا داسلام دڅلورولومړنيو خليفه ګانو اخلاق او تصرفات سپيڅلي ، پاک و او ضرب المثل وو، د دوى نشاطات او قربانۍ  له پوره اخلاص سره ترسره شوي دي ،له دې سره سره چې دوى په حکومت او دولت باندې پوره تسلط درلوده  خو دوى خپل ټول عمرونه د خپلواخلاقي او ديني مسؤليتونو په اداکولو کې تيرکړى دى

خلاصه:

لنډه دا چې:له ټولو اصحابوکراموڅخه الله تعالی خپله خوښي څرګنده کړې اوالله تعالی ورسره دتل پاتو جنتونو ژمنه کړې ده.له اصحابوکراموسره مينه اومحبت کول دپوره اوکامل ايمان نښه ده.څوک چې اصحابوکراموته بد رد وايي،هغوی دالله تعالی،رسول الله اوټولو خلکولخوا ملعون دي،هغوی له الله تعالی اودهغه له رسول څخه
سرغړونکي،کافران،منافقين  اوزنديقان دي.ټول اصحاب کرام عادلان دي اوبياپه ځانګړې توګه ددين په تبليغ اودعوت کې.داصحابوکرامو محاسن،دالله تعالی ددين په خاطرقربانۍ اوسرښندنې بيانول دايمان نښه اودالله تعالی درضا لامل دی .دقران اونبوي احاديثو په هکله يواځې هماغه فهم معتبر دی چې له هغوی څخه مونږ ته د تابعينو اوتبع تابعينو له خوا رارسيدلی دی.همدوي د دين ناقلين او ساتونکي دي.(رضي الله عنهم اجمعين)


قافله میاشتنی مجله

ليكوال:مولوي امين الله ازره وال

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب