حضرت عائشه (رض) ژوندلیک

   اُم المؤمنين حضرت بي بي عائشه صدیقه بنت ابوبکرالصديق رضي الله تعالی عنهما . حضرت عائشة رضي الله تعالی عنهادحضرت ابوبکرالصديق رضي الله تعالی عنه لورده اوصديقه یې لقب دی . دا هغه ښځه ده چي د کفر آوازیې هيڅکله ندی اورېدلی .

دا هغه ښځه ده چي شبيهه یې جبرائيل عليه الصلوة والسلام نبي کريم صلي الله عليه وسلم ته ورښکاره کړې او ورته یې وويل چي دغه ستا مايندنه ده. نبي کريم صلي الله عليه وسلم په دې هکله فرمائيلي دي چي ته (عائشة رضي الله تعالی عنها)ماته په خوب کښي درې واري راښکاره کړل شوې، ماته يو ملکي ته دورېښمو په کالوکښي راوستلي اوماته داوويل شوه چي دغه ستامايندينه ده. اوماچي دهغه څخه پرده پورته کړه هغه ته(عائشه) وې. اومابه ويل که چيري دغه خوب دالله لخواوي نودا به ضرورپوره کيږي.

دا هغه ښځه ده چي رسول الله صلی الله تعالی عليه وسلم ورته وويل چي حضرت جبرائيل عليه الصلوة والسلام پرتاباندي سلام وايي. داهغه ښځه ده چي نبي کريم صلی الله تعالی عليه وسلم ورته وويل چي په دنياوآخرت کښي زما مايندينه یې. داهغه ښځه ده چي ددې پربستره باندي پررسول الله صلی الله تعالی عليه وسلم باندي وحيې نازلي شوي وې. اوداهغه مېرمن ده چي ورته افضل النساء ويل شوي دي.

د بي بي عائشة رضي الله تعالی عنها زوکړه :۔

دا مبارکه په مکه مکرمه کښي دهجرت څخه اوه(۷)کاله وړاندي پيداشوې ده. دبي بي عائشةرضي الله تعالی عنها نکاح :۔ دهجرت په دويم کال باندي دروژې په مياشت کښي دبدردجنګ دفتحې وروسته کله چي مسلمانان دخوشحالي څخه په کالوکښي نه ځایېدل دکوچني اخترپه مياشت کښي حضرت بي بي عائشة رضي الله تعالی عنهادخپل پلارصديق اکبررضي الله تعالی عنه دکورڅخه دنبي کریم صلی الله تعالی علیه وسلم کورته واده شوه. اودغه هغه کوروو چي وحيې پکښي راتللي. دامبارکه په دې وخت کښي ډېره ځوانه وه حتی چي دې دځان سره دکورنانزکې لاهم راوړې وې اونبي کريم صلی الله تعالی عليه وسلم به ددې سره دساعت تېره ولولپاره نورې انجونې رابللې.

دبي بي عائشة رضي الله تعالی عنهافضائل ددي پخپله ژبه :۔

دابي بي رضي الله تعالی عنهافرمائي چي ماته هغه قسم فضائل راکړه شوي دي کوم چي حضرت مريم بن عمران څخه سوابل چاته ندي ورکول شوي .

(۱)جبرائيل عليه الصلوة والسلام زماتصويرراوړی اورسول الله صلی الله تعالی عليه وسلم ته داحکم ورکول شوی دی چي دی زماسره نکاح وکړي، اوزماپېغلې سره نکاح وکړي،اونبي کريم صلي الله عليه وسلم دهيڅ بلې پېغلې سره نکاح نه ده کړې .

(۲)کله چي نبي کريم (سرورکائنات فخردوجهان) صلی الله تعالی علیه وسلم له دې دنياڅخه رخصتېدی نودده صلی الله تعالی علیه وسلم سرمبارک زماپه غېږکي وو.
(۳)زماپه حجره کښي ددهصلی الله تعالی علیه وسلم قبر مبارک جوړشو.
(۴)ملائکه زماکورته تلل اوراتلل اوزه به دنبي کريم صلی الله تعالی عليه وسلم سره يوځای په تلتک کښي وم او وحيې به نازلېدلې.
(۵)زه دنبي کريم صلی الله تعالی عليه وسلم دخليفه اوصديق(رضي الله تعالی عنه)لوريم.
(۶)زمادپاکلمني ګواهي د آسمان څخه نازيله شوه.
(۷)زه پاکوشيانوکښي په بهترين خلقت کښي اچول شوې يم.
(۸)زماسره دمغفرت اورزق کريم وعده کول شوې ده.
(۹)او ددې په پرېشاني کښي دتيمم حکم نازل شو.

يو له غمه ډک بهتان اوددې بي بي صبر:۔

کله چي دمسلمانانوپرمور عائشةرضي الله تعالی عنها يوعظيم بهتان دافک ولګېدي اوپه هغه کښي يوعظيم صحابي صفوان بن معطل رضي الله تعالی عنه هم ملوث کړل شو(نعوذباالله)هغه قيصه درته بيانيږي ددې مبارکې په خپله ژبه باندي . دا بي بي فرمائي چي دغزوه بني مصطلق وروسته مونږمدينې منورې ته راغلي وو،ددې فتحې نه وروسته دمنافقينوزړونه د حسد اوکينې څخه ډک شوي وو . زماطبعيت سم نه وو۔ اوماکتل چي دمدينې فضاله غمه ډکه ده اوحضورصلي الله تعالی عليه وسلم هغه رقم دمحبت اظهارزماسره نکوي بلکه زمادپايواز څخه پوښتنه کوي چي داڅنګه ده، اوماته داِفک دواقعي هيڅ خبرنه وو، زه نه وم په خبره چي پرماباندي څومره لوی غررا غورځېدلی دی

. آخر يوه شپه ام مسطح بن اثاثه بن عبادقريشي د“اهل اِفک”دخبروپه هکله راته وويل نوزه بې هوښي ته نژدې شوې وم په دغه وخت کښي يوه مياشت تېره شوه، خوحضورصلي الله تعالی عليه وسلم زماسره خبره نه وکړه،نه ماته راغلی وو،اوپه آخرکښي يوه ورځ راغی اوماته ېي وويل چي: اي عائشې!ماته چي کومي خبرې رارسيدلي دي نوکه چيري ته دهغه څخه بري وې نوالله به ستابرأت نازله وي ،اوکه چيري تاګناه کړې وي نودالله څخه استغفاروغواړه، اوتوبه وکاږه ولي چي الله تعالی هغه څوک بخښي چي ګناه ورڅخه وشي، اوبيادخپلي ګناه اعتراف وکړي.تردې وروسته بیا الله رب العزت ددې دپاکلمني دڅرګندولو لپاره آیات رانازل کړو.

ابوبشری همدرد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب