د رمضان دوهمه نېټه کې تاریخي پيښې

رمضان په دوهمه نېټه کې ۴ مشهور پیښې:

۱-  د بلاط الشهداء جنګ :

د  روژي په دوهمه ورځ د هجرت په ۱۱۴ کال چي د ۷۲۳ میلادي کال د اکتوبر له ۲۶ نیټي سره سمون خوري د عبدالرحمن الغافقي په مشري د مسلمانانو لښکر او د اروپایانو د لښکر چي مشري يي شارل مارتل کوله تر منځ سخته  جګړه ونښته  ، دا جګړه  د فرانسي د خاوري په دننه کي د تور او بواتییه ښار تر منځ پيښه شوه او لس ورځي يي دوام درلود .

۲- د منځني مغرب فتحه :

د روژي مبارکي په دوهمه ورځ په ۸۲ هجري کال کي د مسلمانانو لښکر د خپلو دوو سرسختو دښمنانو رومیانو او بربریانو تر منځ ګیر شو ، د بربري جنګیالیو مشري یوي جادوګري ښځي کوله ، دا ښځه په دي توانیدلی وه چي بربریان د مسلمانانو په خلاف تر یوه بیرغ لاندي را ټول کړي ، د زهیر بن قیس په مشري مسلمانان نه وو توانیدلي چي ددي جادوګري ښځي لښکر ته شکست ورکړي تر دي چي د حسان بن نعمان په نوم د مسلمانانو میړني سالار له خپل فوځ سره د زهیر مرستي ته راغلئ او د روژي په دوهمه نیټه يي  بربري فوځ ته  پریکنده ماتي ورکړه او د منځني مغرب سیمه يي فتحه کړله.

۳- د اموي حکومت پای او د عباسي دولت جوړیدل :

د روژي په دوهمه ورځ په ۱۳۲ هـ کال کي چي د ۷۵۰ میلادي کال د اپریل د میاشتي له ۱۳ تاریخ سره سمون خوري عبدالله ابو العباس وتوانید چي دمشق ولکه کړي ، په دي توګه د امویان حکومت سقوط وکړ او عباسي دولت په پښو ودرید.

۴- د مشهور فیلسوف او مؤرخ ابن خلدون پيدايښت :

د روژي د میاشتي په دوهمه ورځ  په ۷۳۲ هـ کال کي چي د ۱۳۳۲ میلادي کال د مي د میاشتي له ۲۷ تاریخ سره سمون خوري د اسلامي نړي نوموتی عالم  ،مورخ او فیلسوف عبدالرحمن ابن خلدون دنیا ته سترګي وغړولي .

شفیق احمد ریان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب