بهلول او شیخ جنید بغدادي

يو ورځ شیخ جنید  بغدادی د ګرځیدو په نیت د بغداد له ښار څخه بهر ولاړې، مريدان يی هم په سفر کې ورسره ملګري شول, شیخ خپل د مريدانو نه د بهلول په هکله پوښتنه وکړه، مريدانو يی وويل شیخ صاحب هغه خو لیونی دی.
شیخ وويل: د هغه نه غوښتنه وکړئ ، زه ورسره کار لرم.
له پلټنې وروسته بهلول يي په صحرا کې پیدا کړ۔
شیخ ورنه لاړ، سلام يی ورته وکړ۔ بهلول د شیخ سلام ته علیک وويل او پوښتنه يي وکړه څوک يی؟
شیخ وويل: زه شیخ جنید بغدادي يم۔
بهلول وويل: ښه ته يې د بغداد شیخ چې خلګو ته لار ښوونې او مشرتوب يی کوي؟
شیخ وويل: هو زه يم۔
بهلول شیخ ته وويل: ډوډۍ څنګه خورې؟
شیخ وويل: اول بسم الله الرحمن الرحیم وايم ، له خپل مخې څخه خوړم ، کوچنۍ ګولۍ اخلم، خپل د خولې ښي خواته کښیږدم او په نرم سره ژويم، د خوړلو په وخت کې بل چاته نظر نه کوم د الله  په ياد کې يم، د خوړلو په سر او پای کې لاسونه پريمینځم۔
بهلول په خپل ځای ودريد او وې ويل ته اوس غواړي د خلکو مرشد اوسي چې تراوسه پورې د خوړلو په آداب نه پوهیږې، بهلول په خپله مخه ولاړ.
د شیخ مريدانو ورته وويل: شیخ صاحب دا سړی لېونی دی۔
شیخ وخندل او وويل: رښتیا وينا، بايد د لیونې څخه واورو، او د هغه شاته روان شو.
بهلول بیا وپوښتل: څوک يی؟
شیخ ځواب ورکړ: شیخ بغدادي چې د ډوډۍ خوړل يې نه دي زده۔
بهلول د شیخ څخه پوښتنه وکړه: آيا د خبرو کولو په آداب پوهیږي؟
شیخ وويل: هو پوهیږم
بهلول وويل: څنګه خبري کوي؟
شیخ وويل: خبرې په اندازه کوم، خپل ولس ته د الله او رسول دلارې بلنه ورکوم ، او داسې خبرې نه وايم
چې خلګ زما له خبرو څخه و ځوريږي۔
او نور څه چې د خبروکولو په آداب پوهیدی بهلول ته يې وويل۔
بهلول وويل: پرته د خوړلو آداب نه د خبروکولو آداب دې هم نه زده۔
وروسته بهلول خپل په لار روان شو۔
د شیخ مريدانو وويل: شیخ صاحب ودي لیدل چې دا سړی لېونی دی تاسو د داسی لېوني څخه څه تمه لرئ.
شیخ جنید وويل : زما له هغه سره کار دی تاسو نه پوهیږئ۔
شیخ بیا د بهلول شاته ولاړې، ترڅو ورورسید.
بهلول وويل: له ما څخه څه غواړي؟ چې د خوړلو او خبرو آداب د هم نه زده
شیخ وويل : هو نه مې دی زده
بهلول وويل: څنګه ويده کیږي؟
شیخ هم ټول آداب چې د رسول الله  څخه رارسیدلې، ورته يي بیان کړه.
بهلول وويل: پوه شوم چې د ويديدلو آداب دې هم نه زده۔
بهلول غوښتل چې لاړ شې خو شیخ جنید د هغه لمنه ونیوه او وي ويل: ای بهلوله زه په هیڅ نه پوهیږم د خدای لپاره ما ته يي زده کړه۔
بهلول وويل: ددې لپاره چې خپل په ناپوهی دي اعتراف وکړ تاته يې زده کوم
پوه شه دا ټول چې تا بیان کړه دا ټول فرع دي، د خوړلو اصل دا دی ستا مړی(ګوله) بايد حلاله وي، د خبرو کولو په وخت کې بايد ستا زړه پاک وي او نیت دي صحیح وي او خبرې دي بايد د الله د رضا لپاره وي، که ددنیا لپاره وي نو بیهوده دي او د ويده کیدلو په وخت کې دا ټول چې تا وويل دا فرع دي; اصل يی دادی چې د ويده کیدلو په وخت کې ستا په زړه کې بغض او کینه د خلګو لپاره نه وي.


ژباړن :هاشمي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب