خوب تعبیر په هندوییزم کې

په ټولو دینونو کې د خوب طبعیت او خوب لیدل یوه د پام وړ پدیده  ده اوپه هر دیني کتاب کې  ډول ډول خوبونه بیان او تعبیر شوي دي  او د هم د  راتلونکو مهمو پېښو په هکله د مذهبي مشرانو خوبونه ذکر شوي او تعبیر شوي دي  نو دې ډول ډ‌ول  خوبونو او نظرونو  ډول ډول  باورنه را منځ ته کړي دي دلته  په لنډ ډول  په مختلفو دینونو کې د  خوبونو  په اړه   دمهمو او جالبو ټکو څخه   یاودنه کوم

خوب په هندویزم کې :

مایا  د سانسکریت له جرړې ما ( نه) او یا څخه اخیستل شوې ده  چې مانا يې ده ( هغه)د مایا کلمه په سانسکریت کې« وهم» ښکاره کیدل او ختاایستل ته وايي چې په هندویزم کې مایا ذهن او  دمادې اساس بلل کیږي.
هندوان باور لري  مایا د برهمن(د کایناتو روح) واک او د هغه مل  دی لکه تودوخه له اور سره مایا له برهمن سره  د« ایشوارا» نومول شوی دی ایشوارا هغه  څوک  دی چې نړۍ یې پیدا کړ ې ده  هغه ساتي  او خرابوي    هندوان وايي مایا د برهمن پر مخ او زموږ په سترګو پرده ده په هندویزم کې مایا  یوه تجلي ده چې مکشا( روح له سمسارا څخه ژغوري) سبب ګرځي   مایا  یوه تجلی ده  او د هغه واکونه (اهمکر) ځان پوهنه او( (کارما) تناسخ دی چې ډیر يې د نړۍ د فوق العاده ثنوی پوهې په نامه   پيژني. نو دا مایا د خوب لیدو لامل ګرځي د هندویزم په  شپږ ډوله خوبونو باور لري.
۱- د ورځي د پېښو دخبرو  په اساس خوب لیدل

۲- د ورځو د لیدولو شیانو په اساس خوب لیدل

۳-  د ورځي د معاملو په اساس خوب لیدل

۴-د ژوند د اړتیاو په اساس خوب لیدل

۵- دنه اوریدولو او نه لیدولو شیانو په اړه خوب لیدل

۶-د فزیکي  پیښو په اساس خوب لیدل
چې پېنځم يې تر ټولو  مهم خوب دی
د هندویزم په اساس د خوب مانا
خوب                             مانا
د امو ونه   لیدل —–        زوی زېږیدل
اور په لاس کې اخیستل —-  غم او پریښانی راتلل
اسمان لیدل   ——    پرمختګ کول
خپل واده لیدل ——-   د مشکلاتو پیل
دکارغه نارې   ——–  د مین سره لیدل
په هینداره کې مخ لیدل ——– د مین سره لیدل
مار او لړم په اوبو کې نیښ لګول  —–  د مشکلاتو پای
غم کول——-   شته او خوشالی ده
سکاره لیدل ——-غلط اتهام
په څاه کې لویدل  ——   دپریښانی زیاتیدل
تریڅ وهل ——–     په کار کي خنډ
د پتنګ لیدل  ——    په منیه بریالی کیدل
دطبیب لیدل    ——-    ناروغی
ماشوم زیان ول  ——-    خطر ناکه ناروغی
د بیړۍ لیدل ——     د میرمنی سره ستونزې
د غوا شیدی څښل      —–  خوشالی راتلل
جنوب ته پر وحشی غویی  تلل—–   د مړینی پيغام
د واوری اوریدل—–        دمشکلاتو او درد پای
بندی کیدل ——       د غمه خلا صیدل
وچه ونه    ——-      مړینه
د برق بل بل کیدل ——  د روغ  ناروغی او د ناروغ مړینه
د مار مړ کول  —–   ناروغی او درد تلل
د مار نیښ   ——-     شتمن کیدل
د مار نیول  ——–ددښمن مغلوبول
زړه ښځه لیدل  ——-  د بدمرغی پيل
تیل        ———     د  مړینې پيغام
د پيري لیدل —–        د نیک مرغی زیاتیدل
سره کالي اغوستل  —-     ویره او ستونزې
د غو ا او غره لیدل  —-د  ټولو غوښتونو پوره کیدل
واده   کول  ——    دماغي ستونزی او پریښانی
لمبیدل ——      د تجارت پر مختګ
دناروغ لیدل  —–   له مشکلاتو خلاصیدل
د کونډې لیدل———عمر کمیدل
مړی لیدل——-  په مشکلاتو اخته کیدل
غیچی لیدل  —— غیر ضروری  جګړه
ځان مړ لیدل  —–         د عمر ډیریدل
کولپ کور  ——–  په کار کې ستونزه
فاتحه لیدل  —–   عمر ډیریدل
د شیدو څښل     ——   د خوشالی خبر
پر اس سپریدل —–     بریالیتوب
د ګیراک لیدل ——–   پټه ستونزه
د تیارې لیدل  ——  غم او ستونزې

د ښه خوب وروسته ویده کیدل د ښه خوب ښه  له مینځه وړي او د بد خوب وروسته ویده کیدل د هغه بده مانا لږ وي، دعا او خیرات د بد خوب  مانا له مینځه وړي.

 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب