د ترکيې بورسونو ته د نوم ليکنې لارښود

بسم الله الرحمن الرحيم
ګرانو ملګرو تر ټولو د مخه می سلامونه او احترامات قبول کړی.
د ۲۰۱۵ كال د لېسانس، ماسټرۍ او دوكتورا په سويه د تركيې د تحصيلي بورسونو لپاره د نوم ليكنې بهير د فبروۍ په مياشت كې پيليږي او ټاكل شوې ده چې تر يوې مياشتې پورې به دوام وكړي. (ان شاء الله چی په همدی څو ورځو کی به پیل شی.)
کوښښ وکړی چی دا چانس له لاسه ورنکړی، که خپله، ورور او یا ملګری مو د بورس په شرایطو برابر وی نو ورودانګی.
د ترکیی هیواد بورسونو ته د نوم لیکني او بشپړ مالوماتو لارښود
د لیسانس لپاره ترتیب شوی لارښود
دترکیې هیواد بورسونو ته د انترنت له لارې آنلاین نوم لیکنه کیږی کوم ځانکړی امتحان نلري دغه بورسونه دوه اسانه پړاوونه لری چه لومړی پړاو یی د انترنت له لاری نوم لیکنه ده او دویم پړاو یی مخامخ مرکه ( Interview ) ده. په ځان باور ولرئ او نوم لیکنه وکړئ.
ستاسې د بریا په هیله!
د بورس ډولونه:
په کومو برخو کې څه ډول بورسونه ورکوي ؟
په بیلابیلو برخو کې سکالرشیپونه په لاندې ډولو ویشل شوي دي.
۱ د لیسې لپاره، کولای شئ وروسته پوهنتون ته هم ادامه ورکړئ.
۲ د لیسانس لپاره.
۳ دماسټرۍ دوکتورا او ځانګړو څیړنو لپاره.
۴ دوه کلنې زده کړې.
۵ پخپل لګښت زده کړې، پدې برخه کې هم د ترکیې دولت د لګښت په غاړه اخیستو پلان لري.
یادونه: دبورسونو ټول لګښت د ترکیې دولت په غاړه دی سربیره پر دې میاشتنۍ مالومه اندازه پیسې چې د هرې برخې (لیسه، لیسانس، ماسټری او دوکتورا ) لپاره مالومه اندازه ټاکل شوې درکول کیږی (میاشتني لګښت لپاره).
داوسیدو دځای، ناروغۍ، دژبې دزده کړې اوځینې نورلګښتونه به هم ددولت په غاړه وي.
د نوم لیکنی شرایط :
(د لیسانس لپاره د لیسې د نمرو سلنې ته نظر کیږي)
لومړی شرط Candidates must have at least
د لیسې د نمروسلنه باید ۷۰٪ وی For Undergraduate 70%
طب پوهنځی لپاره دلیسی د نمرو سلنه باید ۹۰٪ وی For Medicine 90%
دویم شرط
دلیسانس لپاره: د زیږېدو نیټه مخکې له 01,01,1992 څخه نه وي . (عمر یی له ۲۱ کلونو زیات نه وی)
اړین اسناد او شواهد چې باید له ځان سره یې ولرو:
دغه اسناد باید در سره وی او ورته یی واستوئ.
۱ – د هویت تذکره ۲- یو قطعه عکس ۳- د دوولسم ټولګي شهادت نامه یا دری کلنې نمرې
د لاندې اسنادو په استولو خپل شواهد پیاوړي کړئ.
۱- نړیوالو آزموینو کې د ګډون کوم سند که لرئ، لکه TOEFLیاIELTS او نور…
۲- ستاینلیکونه او یا نورې لاس ته راوړنې هم کولای شئ ورته واستوئ.
نوم لیکنه څه ډول وکړم ؟
دغو بورسونو ته د انترنیت له لارې آنلاین نوم لیکنه کیږي.
په پام کې ولرئ، وړاندی تر دې چې نوم لیکنه وکړئ، باید خپل ټول اړین اسناد مو درسره اسکن او په فلاش که یی درسره ولرئ.
د نوم لیکنې جزییاتو او شرایطو باندې باید پوه شو.
نوم لیکنه :
دغه بورسونوته کولای شی په بیلابیلو ژبو د فارسي په ګډون نوم لیکنه وکړئ .
په لومړی ګام کې چې ډیر مهم هم دی باید یو باوري برېښنالیک (ایمیل ) ولرئ.
خو دتړل کیدو ویره یې نه وي(باوري وي)، ځکه راتلونکې کې هر خبر د همدې برېښنالیک له لارې درکول کیږي.
درونو!
لاندې سایت ته به دننه شئ
www.turkiyeburslari.gov.tr اویا www.trscholarships.org نو داصفحه به مخکې درته راشي.
دلته به ژبه وټاکئ بیا به now Apply ته ټک ورکړئ
بیا به دا لاندې صفحه درته را
له لارې ژبه وټاکئ.
په فورم کې هم په همد ډول
د نوم لیکنې ژبه غوره کړئ
an account Create ته ټک ورکړئ
بیا یوه بله د شرایطو صفحه درته راځي، شرطونه ولولئ اوبیا Next باندی کلیک وکړئ دوې ګڼې وروسته به بیا دا صفحه راشي.
چې پدې صفحه کې ستاسو نوم، تخلص، د زېږېدو نیټه ، برېښنالیک او ….. لیکل کیږي.
دا ټول مالومات باید د تذکرې له مخې ورکړل شي! ځکه بیا د هر وخت لپاره همدا منل کیږي او ثبتیږي.
د ټولو تشو په مناسب ډول د ډکولو وروسته …….. پسورد ورکړئ او Next ته ټس ورکړئ .
له دې وروسته به ستاسو برېښنالیک ته یو لینک راشي. لکه څنګه چې یی په انځور کې ګورئ.
برېښنالیک ته ننوځئ .
راغلي لینک «تړوني» ته ټس «کلیک» ورکړئ کوم چه دوی درته استولی دی.
د ۲۴ ساعتونو په دننه کې او مخکې له دې چې ډیر وخت تیر نشي، باید برېښنالیک ته ننوځئ، او لینک ته ټس ورکړئ، دلته یوه بله صفحه وازیږی دلته هم باید همغه پخوانی برېښنالیک ورکړی اوLogin کیکاږئ اوس به تاسې ته یو فورم مخې ته راشي، د فورم ژبه د پخوا په څیر پخپله خوښه غوره کړئ.
فورم ۱۰ پړاوونه لري.
هغه اړین ټکي چې باید د نوم لیکنې په وخت کې ورته پاملرنه وشي :
دفورم لس پړوانه څنکه باید ډک شی؟
لومړی پړاو (Personal Information)
هغه ځایونه چه په فورم کې ورسره د ستوري ( ) نښه ده باید ډک کړل شي.
مالومات باید دهویت د تذکرې له مخې ورکړل شي
که Middle name (منځنی نوم ) نلرئ کولای شئ تش یې پریږدئ
په id number please choose your identification and write کې د هویت د تذکرې شمیره ولیکئ که پاسپورټ لرئ کولای شئ د پاسپورت شمیره ولیکئ.
په “other country of citizenship” کې د کوم بل هیواد تابعیت که ولرئ ویې ولیکئ.
هیرمونه شي چې د فورم په لومړي پړاو کې خپل عکس پورته ( اپلود ) کړئ.
دوهم پړاو ((Famil Information
په income Montly کې دکور میاشتنی عاید ولیکئ
هڅه دې وشي چه میاشتنۍ عاید تر ۵۰۰ ډالرو زیات ونه لیکل شي.
Spoucus name surname چې د خاوند او یا هم میرمنې نوم او نور مالوماتو لپاره ځانګړې شوي .
دریم پړاو (Contact Details)
دلته د خپل اوسني استوګنځي په اړه مالومات ولیکئ
Emergency contact person په اضطراری حالت کې باید له چاه سره اړیکه ونیول شي ؟
نو دلته باید د کوم نیږدې نوم او تخلص …. ولیکل شي.
څلورم پړاو (Educational details )
دلته د لیسه د زدکړو په ا ړه معلومات ورکړئ
په “Name of educational details “ کې دخپلې لیسې نوم وټاکئ که دلته مو دلیسه نوم نه وو “other” انتخاب کړئ او بیا په راغلي تش ځای کې مو د لیسه نوم ولیکئ.
په “Grading system “ کې د لیسې د نمرو ورکولو لړۍ وټاکئ په افغانستان کې د۱۰۰ له مخې نمرې ورکول کیږي په “Grading system “ کې ۱۰۰ وټاکئ (یاني زموږ د ۱۰۰ سیستم دی) بیا مخامخ دوه تشې راځي چه پکې د لیسې سلنې باید ورسوی په لومړی تشه کې د سلنې صحیح عدد په دوهمه تشه کې اعشاري عدد لیکو ( دبیلګه په ټوکه سلنی مو 95,3 ده په لومړی خانه که ۹۵ په دویمه خانه ۳ رسوو)
په “National exam” کې «کانکور» وټاکئ او په اړه یې مالومات ورکړئ.
پنځم پړاو ( Language Details)
په “ International exam “ کې، چې که په کومه نړیواله ازموینه کې مو ګډون کړی وي لیکو،
که نه مو وي کړی تشه همداسې تشه پریږدو.
شپږم پړاو ( Experiences )
که کاري تجربه لرئ و یې لیکئ که نه نو تشه یی پریږدو دا هم .
د اووم پړاو ۳ پوښتنې: ( Letter of intent an References )
لومړی پوښنته : خپلو هیلو، په ترکیه کې زده کړې او ستاسې راتلونکی موخو اوهدفونو په اړه پوښتنه ده. خپل دلایل د۱۰۰۰ حرفونو ( لس خطونو) په اندازه ولیکئ.
Please explain your expectation from studying in turkey and express your future plans
(10 lines) Please write your letter of intent here in 1000 characters
دویمه پوښتنه : په کوم څانګه کې غواړئ زده کړې وکړئ؟ ولې؟ اوخپلوپخوانیو زدکړوپه اړه راته ووایئ. خپل دلایل د۱۰۰۰ حرفو( لس خطونو) په اندازه ولیکئ
Please express the reasons for your department/program of study preferences relates to your preferences and briefly explain how your educational background
(10 lines ) Please write your letter of intent in 1000 charachters
دریمه پوښتنه : د زده کړو لپاره مو ترکیه ولې غوره کړه؟ خپل دلایل د۱۰۰۰ حرفو( لس خطونو) په اندازه ولیکئ
Please explain the reasons why you choose turkiye for higher education
(10 lines ) Please write your letter of intent in 1000 characters
یوه بله پوښتنه چه واړندی له دې پوښتنو څخه یې درنه پوښتي دا ده چې په وزګار وخت که څه کوئ؟ له څه سره مینه لرئ ؟ او د داوطلبانه کارونو په اړه موراته ووایئ.
Please specify your area of interests, hobbies and voluntary work
Please use the space provided here, limiting your comments to 1000 characters
پاملرنه :
د دغه هرې پوښتنې لپاره مو باید دلایل له ۱۰۰۰ حرفونو (لس خطونو) څخه زیات نه وي.
د سوال اړونده ځواب ورکړئ، له هغه دلایلو او کلیمو کار واخلئ چې منطقي او د ځواب سره سمون ولري، دمثبتو اړخونو یادونه پکې وکړئ، مننه ترې وکړئ اود دوی قناعت ترلاسه کړئ، مطلب او مالومات په لنډه خو اغیزمنه توګه، روښانه، قناعت بـښونکي او د منلو وړ واړندې کړئ، څومره چې
خبرې اوږدیږي، کیدای شي تیر وتنې، او بی اغیزې کېدل یې هم هومره زیاتې شي.
یو څه له نرمۍ هم کار واخلئ.
په Reference” “کې داسې یو کس باید ولیکئ، چې ستاسې په اړه مالومات ولري .
اتم پړوا ) Preference Scholarship ( دلته د زدکړې پروګرام غوره کړئ د طب پوهنځي لپاره “ Ibni sina medica science ” د اسلامی زدکړو لپاره Islamic Theology scholarship، د ساینس تخینک او نورو زدکړو لپاره
Harran scholarship وټاکئ.
د اتم پړاو نه وروسته د پوهنځۍ او پوهنتونو ټاکنی راځـي.
یادونه : طب او انجینرۍ ته د نوم لیکنې څخه د امکان تر کچې ډډه وکړئ، د ډیرو کسانو د بې نتیجې کیدو یو لوی لامل هم دا دی، تاسې کولای شئ نورې ډیرې ښکلې پوهنځۍ غوره کړئ چې په راتلونکې کې تاسې لوړو پوړونو ته ورسوي.
تاسې به ۱۲ ټاکنې ولرئ ، یاني کولای شئ دوولس بیلابیل پوهنتونونه او پوهنځۍ غوره کړئ.
په Ankara , Istanbul , Izmir کې چې د ترکیې تر ټولو لوی ښارونه دی، له شپږو څخه زیات انتخابونه نشوکولای او پاتې باید نورو ښارونو کې نور پوهنتونونه وټاکو.
که دوه یا دری بیلابیلې پوهنځۍ غوره کړو ښه به وي. د یادونې وړ ده چې لمړی د خپلې خوښې پوهنځۍ وټاکئ ، دا هم د بریالیتوب یو اصل دی. . Ankara , Istanbul , Izmir چې د ترکیې لوی ښارونه دي د محصلینو د زیات انتخاب له کبله د جذب امکان هم کم لري، څنګه چې پدې ښارونو کې تر ۶ د زیاتو انتخابونو حق نه لرئ، نو کولای شئ په نورو ښارونو کې هم خپل انتخابونه وکړئ، دا کړ هم د بریا په لور ستاسې سره مرسته کوي، ځینې ملګري ټول یا هم زیات شمیر انتخابونو په پورته لویو ښارونو کې کوي دوی ته د بورس چانس کم دی، زموږ توصیه ورته دا ده چې لوړ ښارونه په کم شمیر کې انتخاب کړي، په پورتنیو دری لویو ښارونو کې د ۳ یا ۴ انتخابونو توصیه ورته کیږي.
یادونه : د ټاکنې په وخت کې مو پام وي چې د واقف (شخصی) پوهنتون نه، بلکې دولتي پوهنتون غوره کړئ.
په لومړنیو دریو پوهنتونو کی باید تر شپږو زیات انتخابونه ونکړل شی
ځکه همدا لوی ښارونه دي.
İstanbul Boğaziçi Üniversitesi ,Galatasaray Üniversitesi İstanbul Teknik Üniversitesi ,İstanbul Üniversitesi, Marmara Üniversitesi, Yıldız Teknik Üniversitesi
Ankara Ankara Üniversitesi,Gazi Üniversitesi,Hacettepe Üniversitesi
İzmir Dokuz Eylül Üniversitesi,Ege Üniversitesi,İzmir Üniversitesi
لاندی پوهنتونونه اوښارونه نسبت لومړیودریو پورتنیو لویوښارونوته واړه خو په عمومي توګه د ترکیې له زیاتو پوهنتونواوښارونو څخه موغوره په لاندې ډول راټول کړي.
Bursa, Uludağ Üniversitesi
Eskişehir Anadolu Üniversitesi, Eskişehir Osmangazi Üniversitesi
Konya Selçuk Üniversitesi
Adana Çukurova Üniversitesi
Antaly Akdeniz Üniversitesi
Balıkesi Balıkesir Üniversitesi
Isparta Süleyman Demirel Üniversitesi
Kütahy Dumlupınar Üniversitesi
Trabzon Avrasya Üniversitesi
Manisa Karadeniz Teknik Üniversitesi.Celal Bayar Üniversitesi
Kayseri Erciyes Üniversitesi
Kocaeli Kocaeli Üniversitesi
Malatya İnönü Üniversitesi
Muğla Muğla Üniversitesi
Osmaniye Osmaniye Korkut Ata Üniversitesi
Sakarya Sakarya Üniversitesi
Samsun Ondokuz Mayıs Üniversitesi
Sivas Cumhuriyet Üniversitesi
Tokat Gaziosmanpaşa Üniversitesi
Trabzon Karadeniz Teknik Üniversitesi
Mersin Mersin Üniversitesi
Zonguldak Bülent Ecevit Üniversitesi
Denizlİ Pamukkale Üniversitesi
Edirne Trakya Üniversitesi
Gaziantep Gaziantep Üniversitesi,
د فورم په ۹ پړاو کې ( اسناد پورته کیږي):
د هر سند اندازه مو باید له
2MB نه زیات نه وی.
اسناد مو باید په یو له دغو کې جوړ شوي وي.
JPEG,PDF,TIf ,GIF
او په دغه پړاو کې copy of passport لیکلی مهمه نه ده چه باید هرومرو پاسپورت ولرئ
که پاسپورت نلرئ دهویت تذکره ورته آپلود کړی او همداسې نورو ته یی هم خپل اړونده اسناد .
دفورم لسم پړاو
کله مو چې فورم ټول ډک کړ نو دا صفحه به درته راشي د دې صفحې په پای کې End لیکلي په End کلیک وکړئ ستاسو فورم به ټول انلاین دوی ته ورسیږي.
بیا خپل ایمیل چک کړئ چه آیا ځوابي ایمیل درته راغلی او که نه، که ځوابي ایمیل نه وو راغلی دا مانا چې ستا فورم ورته نه دی رسیدلی یا هم بله کومه ستونزه پیښه شوې ده چې ستاسود ایمیل او فورم د رسیدو مخه یی نیولې ده، نو پدې حال کې که وخت وو باید یو ځل بیا نوم لیکنه وشي، که ځوابي ایمیل راغلی وو دا مانا لري چې ستاسې مالومات ورته رسیدلي دي. شاوخوا یوه میاشت وروسته تاسې ته د بریالیتوب یا هم نه بریالیتوب ځواب استوي. کله چې د نوم لیکنې نیټه ختمه شي د نوم لیکنې سایت (www.turkiyeburslari.gov.tr) وګورئ. چی د پایلو د اعلان نيټه پکې کتلای شئ.
هغه څوک چه بریالي شوي وي دهغوی بریښنالیک ته د بریالیتوب پیغام استوي چې بیا به له هغوی سره مخامخ مرکه وشي.
مخامخ مرکه !
مخامخ مرکه په پښتو، دري، ترکي انګلیسی او نورو ژبو ورکولای شئ.
په عمومی توګه لاندې پوښتنې ښایي درڅخه وپوښتل شي.
(۱) – په مخامخ مرکه ( Interview) کې ډيرۍ د محصل اخلاقو، خبرو چال او چلن ته ګوري چه آیا خپلو خبرو کې ریښتنۍ دی ؟ کیدای شي د فورم په اړه درنه پوښتنه وکړي، فورم کې د لیکل شوو مالوماتو اړوند پوره څیړنه وکړئ او فورم اړوند هر ډول پوښتنې ته تیارئ ونیسئ .
(۲)- د ترکیې او افغانستان اړیکو باندې یوه کتنه وکړئ، همدارنګه جلا جلا د دې دواړو هیوادونو په اړه یوه وړه څیړنه وکړئ، دوی تاریخي اړیکو ته هم زیات ارزښت ورکوي، په ځانګړي ډول دغازي امان الله خان او مصطفی کمال اتاترک د وخت او اړیکو یو څه مالومات ولرئ، پدې برخه کې هر اضافي مالومات ستاسې د بریا چانس زیاتوي، او د مرکې په وخت کې اعظمي ګټه ترې اخیستلای شئ .
(۳)- له تاسې څخه ځینې دلایل پوښتل کیږي، لکه
ولې مو ترکیه غوره کړ؟
غواړې په کومه څانګه کې تحصیل وکړې ؟
ستا موخې او هدفونه به څه وي ؟
(۴)- درڅخه وبه چې پوښتی ولې باید تاسې بریالي شئ او پخپل ځان کې څه وړتیاوې وینئ ؟
(۵) – ستاسو د اړونده پوهنځۍ په اړه عمومي پوښتنې پوښتل کیږي.
دبیلګې په توګه د طب لپاره پوښتي: په افغانستان کې کومه ناروغي زیاته ده او ولې ؟
د سوال اړوند ځواب ورکړئ، له هغه دلایلو او کلیمو کار واخلئ چې منطقي او د ځواب سره سمون ولري، دمثبتو اړخونو یادونه پکې وکړئ، مننه ترې وکړئ اود دوی قناعت ترلاسه کړئ، مطلب او مالومات په لنډه ، روښانه قناعت بښونکې او د منلو وړ خبرو که واړندی کړئ، څومره چې خبرې اوږدیږي، کیدای شي تیر وتنې، او بی اغیزې کېدل هم هومره زیاتې شي. یو څه له نرمۍ هم کار واخلئ
کټ مټ همدا پوښتنی ښایی ونه پوښتل شی دا هغه پوښتنی دی چه هر کال زیاتې پوښتل کیږي.
داچه نور دڅه په اړه په مرکه که درنه پوښتی ښایی بیا یی ستاسې ایمیل ته استوي.
کولای شئ دغو بورسونوته په اسانۍ لاره پيدا کړئ که چیرې ښه فیصدی او ښه مهارتونه ولرئ اوښه قانع کونکی دلایل ولیکئ، د بریا چانس به مو لا زیات شي.
د توجه وړ څه دي ؟ ( کوم کسان بریالی بلل کیږی)
۱ : هغه کسان چې د نمرو لوړه سلنه ولري : ستاسو دلیسې د نمرو سلنې ته نظر کیږي همدارنکه ستاسو ستاینلیکونو مهارتونو , او یا نورو لاس ته راوړنو ته هم نظر کیږی .
۲ : د فورم په اووم پړاو کې ستاسو څخه ځینې دلایل غوښتل شوی وو ، لکه ولې مو ترکیه غوره کړه ؟
غواړې په کومه څانګه کې تحصیل وکړې؟
ستا موخې او هدفونه به څه وي ؟
هغه چا چه پدې برخه کې د ښو او قبليدونکو دلایلو څخه کار اخیستی و بریا ته نیږدې کیږي.
۳: هغه چا چې په انقره،استنابول اوازمیر کې ترخپلې کچې (۶ څخه زیات) انتخابونه نه وي کړي .
پوښتنې او ځوابونه
پوښتنه : شهادت نامه د بهرنیو چارو په وزارت کې ټاپه کړو که نه ؟ او اسناد موباید په کومه ژبه وي ؟
ځواب : اړتیا نشته چه شهادت نامه د بهرنیو چارو په وزارت که ټاپه کړئ
او اسناد موچه په هر ژبه وی پروا نه کوی.
پوښتنه : ما لاتراوسه د دولسم شهادتنامه نه ده اخیسته ؟
ځواب : کولای شئ دری کلنې نمرې (لسم یوولسم او دوولسم ) نمرې ورته واستوئ.
پوښتنه : زما د نمرو سلنه د ۹۰٪ نه ټیټه ده، کولای شم طب پوهنځی غوره کړم ؟
ځواب : که مو د نمروسلنه له ۷۰٪ نه پورته وي کولای شئ هره پوهنځی چې وغواړئ وټاکئ، خو د طب لپآره موباید د نمرو سلنه له ۹۰٪ څخه لوړه وي.
پوښتنه : د بورسونو پایلې څه وخت او څه ډول اعلان یږی ؟
ځواب : د بورسونو پایلې د کوم ځانکړی سایت له لارې نه اعلانیږي یواځې هغه محصلینو ته چې دې بورسونو لپاره یې نوم لیکنه کړې د دوی برېښنالیک ته د بریالیتوب یا هم د نه بریالیتوب ځواب استوي
پوښتنه : دکانکور په آزموینه کې بې پایلې کسان کولای شي د دې بورسونو غوښتونکي شي؟
ځواب : هو هغه کسان چې د کانکور په آزموینه کې بې نتیجې اعلان شوي دي هغه کسان هم کولاى شي د دې بورسونو غوښتونکي شي، هغه که دهرکال محصل وي پروا نه کوي.
پوښتنه : څرنګه پوه شو چه کوم پوهنتونونه شخصی کوم دولتی دی ؟
ځواب: له http://www.turkiyeburslari.gov.tr/…/turkiyede…/universiteler څخه په استفادې کولای شئ د دولتي او شخصي پوهنتونونو په اړه معلومات ترلاسه کړئ.
پوښتنه : نشم کولای فورم ته د ننه شم یا کله چې فورم واز کړم په مخ نه ځی؟
ځواب : دا فورمونه یواځی د google chorom او fire fox لپاره جوړ شوي دنوم لیکنه لپاره له دې دوو نه کارواخلئ.
پوښتنه : کله چې اکونټ (حساب) جوړه وم پاسورد (پټ نوم) نه قبوله وی؟
ځواب : باید پټ نوم مو۶ حروف نه زیات وي په پاسورد کې مو باید حروف او اعداد دواړه شامل وي.
پوښتنه : زما بریښنالیک (ایمیل) ته لینک یا ځوابی ایمیل نه دی راغلی؟
ځواب : د ایمیل junk ,او spam چک کړئ.
پوښتنه : نشم کولای عکس پورته کړم؟
ځواب : دفورم په لومړی پړاو کې upload photo لیکلي د هغه په کلیک کولو سره انځور پورته کړئ کله چې مو انځور پورته کړ د مثبت علامه په واسطه یی اندازه انتخاب کړئ بیا به save ته ټک ورکړئ.
پوښتنه : کولای شم په انګلیسي ژبه پوهنځۍ ولولم؟
ځواب : که څه هم پوهنتونونه په عمومی توګه په ترکی ژبه دي خو کولای شئ په انګلیسي ژبه هم پوهنتون ولولئ چه باید ددې لپاره د انګلیسي ژبې قوي سند ولرئ، کله چې پوهنځۍ ټاکئ او خوا کې انګلیسی په قوس کې ورسره لیکلي وو مانا دا چې هغه پوهنځۍ په انګلیسي ژبه ده
که په قوس کې ورسره څه نه وو لیکلي نو په ترکي ژبه ده.
پوښتنه : دبورسونو لپاره لازمه ده چه باید په ترکی یا انګلیسی ژبه پوه شو؟
ځواب : نه مخکې له مخکې د نورو ژبو زده کړه اړینه نه ده.
پوښتنه : آیا د انترنت له لارې انلاین نوم لیکنه د نوم لیکنې یواځنی لاره ده ؟
ځواب : هو یواځنۍ لاره ورته انلاین نوم لیکنه ده
پوښتنه : زما د لیسې د نمرو سلنه ۶۹ ٪ ده کولای شم چې دې بورسونو ته نوم لیکنه وکړم؟
ځواب : نه د بورسونو لپاره باید د نمرو۷۰٪ سلنه ولرئ.
پوښتنه : زما عمر له ۲۱ کلونو څخه زیات دی کولای شم د بورسونو لپاره نوم لیکنه وکړم؟
ځواب : نه د بورسونو لپاره باید عمرمو له ۲۱ کلونه زیات نه وي.
پوښتنه : په ۱۲ ټاکنو کې باید څو دانې یې غوره کړم؟
ځواب : لږ تر لږه ۶ انتخابونه باید وکړئ.
پوښتنه : غواړم طب پوهنځۍ وټاکم زما دبورس چانس به څومره وی ؟
ځواب : د طب لپاره ډیر کم ظرفیت ټاکل شودی، نو هیله ده په نورو پوهنځیو هم غور وکړئ.
دزیاتو معلوماتو او لارښوونو لپاره مهربانی وکړئ د لاندې لینک په کیکاږلو سره
د سایت لار ښوونې ولولئ.
http://www.turkiyeburslari.gov.tr/index.php/tr/sss-2
فورم لس پړاوونو په اړه مالوماتو لپاره په لاندې لینک سره سایت ته دننه شئ.
https://basvuru.turkiyeburslari.gov.tr/…/OnlineBasvu…/Yardim
د فورم د ډکیدو اړوند مالومات چې په انګلیسي او ترکي ژبو دي شته دي.
یادونه: د نوم لیکنې او بورسونو سیستم د وخت په تیریدو بدلون کولای شي. او پورتنۍ لارښوونې یوازې د روان کال لپاره جوړې شوې او د باور وړ دي.
ستونزې په صورت کې د لاندې بریښنالیک او مبایل شمیرو سره په اړیکه کې شئ.
موږ ولی دا کار وکړ ؟
زموږ ددې کار یوازینۍ لامل د خدای د خوښۍ لپاره د ځوریدلي ملت د راپورته کولو لپاره یوه وړه هڅه وه، پداسې حال کې چې دلته له خپلو درسونه او د محصلۍ له ستونزو سره هم مخامخ یو، خو دا مو اړینه وګڼله چې دې چوپړ ته به خپله انرژي ځانګړې کوو، او درنو ځوانانو هیوادوالو ته به ددوی د ښه راتلونکې په موخه دا لارښود وړاندې کوو. موږ دا کار د ما دی ګټو لپاره نه بلکې د خپلو خلکو لپاره کړی دی.
هیوادوالو ته پیغام:
درنو هیوادوالو!
راځئ لاسونه سره ورکړو او د ظلم، ناپوهۍ، بدنیتۍ، بې باورۍ، بد ویلو، تورونو، کرکې، دښمنۍ، خپل وژنې، او ورته ناوړه کړو څخه د رڼا، پوهې، اخلاص، ستایلو، تقدیر کولو، مینې، ورورولۍ، ژغورنې، او ورته ښیګڼو په لور کوټلي ګامونه واخلو، یو بل ته به مینه ورکوو، د ټولنې جوړیدل مو تر هر څه مخکینۍ اړتیا ده، پیل به له خپل ځان کوو، پر مخ به ځو او نورو ته به هم رڼا ورکوو .
ستاسی ورور محمد ادریس صدیقی —

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب