د رهن (ګاڼه يا ګروي) لنډ بيان

د رهن (ګاڼه يا ګروی) لنډ بيان

په هغه صورت کی چه سړی په سفرکی وی روپو ته يی ضرورت پيښ شی ياپه خپل وطن کی وی خوڅوک ونه پيژنی اويا دقرض د آداکولو اعتبار موجود نه وی .

پدغه صورتونو کی داسلام اقتصادی نظام ددی ډول ستونزو حل درهن يا ګروی دحکيمانه لاری په مشروعيت سره کړی دی

درهن شرعی تعريف :

رهن عربی لفظ دی چه معنی څه څيز لره دڅه سبب په بنا باندی منع کول يا پابندول دی

په شرعی اصطلاح کی رهن دمال بندول اوتوقيف دی ،دحق په مقابل کی،دومره مال چی دحق نه اداکولو په صورت کی له ګرو شوی شی څخه حق پوره کيدای شی.

درهن (ګاڼه يا ګروی) ارکان اوشرطونه :

۱- ګروی به د دواړو په رضامندی وی .

۲- دګروی دوهم رکن قبضه ده کوم شی چه په ګروی ورکول کيږی بايد هغه شی مرتهن (ګرو نيونکی ) ته په قبضه کی ورکړی ،مثلاً ځمکه په ګروی کی ورکوی خو په هغه باندی دبل چا قبضه وی نو دا ګروی نه صحی کيږی.

۳- ګرو ايښودونکی او ګرو اخيستونکی به دواړه قاعلان وی ،يعنی په معامله باندی پوهيږی .

۴- د ګروی شی به ددی قابل وی چه خرڅ شی قيمت پری وصول شی ،موجود وی او دګروی په وخت کی په هغه قبضه کيدای شی .

مثلاً څوک د درياب ماهيان ،دباغ ميوه د موسم نه مخکی ياپه بل ملک کی مال وی چه دهغه په راتلو وخت اوخرچ لګی ،نودا ټول څيزونه په ګرو ايښودلو کی نه صحی کيږی .

د راهن (ګاڼه يا ګرو ايښودونکی)  مسئوليتونه او حقوق :

1- راهن ياګرو ايښودونکی بايد دګروی شی ګرو اخيستونکی ته تسليم کړی .

۲- تر څو چه ګرو اخيستونکی ته دګروی شی نه وی حواله شوی نوګرو اخيستونکی هغه معاهده فسخ کولای شی.

۳- دګاڼه يا ګرو شوی شی له تسليمی او دګاڼه ګرو اخيستونکی درضامندی نه ورسته ګاڼه ايښودونکی  معاهده نشی فسخه کولای .

۴- ګانه ايښودونکی دګاڼه کړی شی د بدلولو داختيار جواز لری په هغه صورت کی چه ګاڼه اخيستونکی پری راضی وی .

۵- دګاڼه ياګروی په موده کی دګاڼه شوی شی چه څومره زياتوالی اوګټه کوی هغه به هم له ګاڼه يا ګروی سره يوځای د راهن يا ګاڼه ايښودونکی وی .

مثلاً دباغ ميوه ،دځمکی حاصيلات ،دڅاروی بچی او دمکان کرايه داټول څيزونه دراهن ياګاڼه ياګروی ايښودونکی دی .

نوڅرنګه چه دګاڼه کړی شی ګټه د ګاڼه ايښودونکی وی  نوپه هغه چه څومره مصرف  شوی وی هغه مصرف به ګاڼه اخيستونکی ته ورکوی .

مثلاً دځمکی دبزګری مصارف ،دڅاروی مصارف  اونور به ګاڼه اخيستونکی ته ورکوی.

۶- که راهن مړ شی نود ګاڼه ياګروی معاهده فسخ ده ،نووارثان دده به له ترکی نه قرض اداکوی اوګاڼه شوی شی به بيرته اخلی .

د ګرو اخيستونکی مسئوليتونه او حقوق :

۱- ګرو اخيستونکی به دګروی شی يو امانت ګڼی او دهغه به پوره ساتنه کوی .

۲- دګرو شی په ساتنه اوحفاظت چه کوم خرڅ کيږی هغه دګرو اخيستونکی په غاړه دی ،خوکه دا خرڅ دګرو شوی شی دبقا اوګټی لپاره وی نو بيا په ګرو ايښودونکی دی .

۳- ګرو اخيستونکی له ګرو شی څخه ګټه نشی اخيستی ،دځمکی حاصلات نشی خوړی ،په سرواوسپينوزرو اونغدو پيسو تجارت نشی کولی ،دباغ ميوه نشی خوړلی .

۴- که ګرو ايښودونکی دګرو شی دبقا اوګټی خرڅ نه ورکوی ، نوګرو اخيستونکی چه په هغه کوم خرڅ کړی وی  هغه د ګروی شی له کټی څخه کټ کړی .

۵- په ګرو شی که څه خرابی راشی نوهغه دګرو اخيستونکی مسئوليت دي يعنی د قرض د ادا کولو په وخت کی به راهن يا ګرو ايښودونکی ته اختيار وی چه دتاوان په اندازه روپی  ترينه کټ کړی .

۷- که راهن يا ګرو ايښودونکی موجود نه وی ګرو اخيستونکی بغير دحکومت له اجازی ګاڼه کړی شی   نشی خرڅولای.

۸- که مرتهن  يعنی ګرو اخيستونکی مړشی نودهغه وارثان به دګرو شی ګرو اخيستونکی  وی.

د ګرو شی څخه فایده اخيستل:

په ننی زمانه کی دګرو ايښودونکی او ګرو اخيستونکی دواړو په ذهن کی داوی چه ګرو ايښودونکی به ګټه اخلی ولی په ګروی باندی ګټه اخيستل سراسر سود دی ،ځکه چه دلته دقرض په بدل کی ګټه په لاس ورځی او هغه  خوری  داسی نه کوی چه ګټه  په قرض کی حساب کړی .

په افغانستان چه نن سبا کومی ځمکی په ګروی ورکول کيږی  هغه ته يی د يوی بيعی  نوم ورکوی  چه بيع الوفا يی بولی .

بيع الوفا يوه اجتهادی بيعه ده چه د بخارا علماؤ ټاکلی ده  اود نړی علماء پدی اړه مختلف نظريات لری

دهندوستان  علماء هم ليکی دا بيع د بلخ او بخارا علماوو ټاکلی ده  ،يواختلافی مسئله ده .

چی ځنی يی روا اوځنی يی د سود لپاره يوه لاره بولی .

عربی علماؤ هم  پدی اړه ذياتی ليکنی کړی  دوی هم ليکلی دا د سمرکند علماؤ ټاکلی ده .

يوه اختلافی بيعه ده چه ځنی علماء ردوی اوځنی يی تائدوي  والله اعلم .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب