انسان عبث او بې فایدې نه دي پيدا شوئ

حکايت: یو وخت داؤد (علیه السلام) په خپل عبادت خانه کي ناست وو، د زبور شریف تلاوت یې کاوه، په خاورو کي یې یو سور رنګه چینجی ولیدئ، په خپل زړه کي یې داسي وویل:

چي ددغه چینجي په پیداکېدو او وجود کي د الله جله جلاله څه اراده او حکمت دئ؟

الله جله جلاله په خپل کامل قدرت سره دغه چینجی په دغه کیسه خبر او پوه کړئ، چینجي د الله په امر سره خبري وکړې او ویې ویل:

چي اې د الله نبي! زه په ورځ کي د الله جله جلاله په امر سره زر واره دغه ذکر او تسبیح وایم:

سبحان الله والحمدلله ولااله الاالله والله اکبر

او زه د شپي په وخت کي د الله جله جلاله په امر سره زر واره دغه ذکر او درود وایم:

اللهم صل علی محمد ن النبي الامی وعلی اله وصحبه وسلم

بیا چینجي د داؤد(علیه السلام) څخه پوښتنه وکړه، چي ته په ورځ او شپه کي څه شی وایې، څه قسم ذکر او تسبیح کوي راته بیان یې کړه چي زه استفاده ځني وکړم

کوم وخت چي داؤد(علیه السلام) د چینجي وینا واورېده، د خپل زړه پر اندیښنې او فکر کولو پښېمانه سو چي تا دغه چینجی یو بې معنا، بې ثمره او کوچنی شی وبلئ، خو په حقیقت کښي الله جله جلاله دغه چینجی د څومره حکمت سره ګټمن او معنا لرونکۍ شی پیداکړی دئ،

داؤد(علیه السلام) د الله تعالی څخه وبېریدئ، الله تعالی ته یې توبه وکښل او پر الله جله جلاله یې توکل وکړئ…

د کیسې څخه عبرت: ګرانو مسلمانانو وروڼو او خویندو!

دا چي الله تعالی یو کوچنی چینجی هم بې معنا نه دي پیداکړئ، نو تاسو فکر وکړئ چي انسان به یې څنګه بې معنا پیداکړي وي؟

الله جله جلاله په سورة المؤمنون ۱۵ نمبر آیت کي فرمایې:

أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنٰكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لَا تُرْجَعُونَ ط

ژباړه: ايا تاسي انګېرلې وه چي موږ تاسي بابېزه او عبث پيدا کړي ياست او تاسي زموږ لور ته نه راګرځول کېږئ؟

دا چي الله تعالی په خپل قرآن سره موږ پوهوي، چي انسان مي عبث نه دي پیداکړي، او بېرته به د هم هغه الله ولوري ته ځو نو باید یو څه اماده کړو، او د هغه الله عبادت او صحیح بندګي وکړو، لکه الله جله جلاله چي د سورة الذاریات په ۵۶ نمبر آیت کي فرمایې:

وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ ط

ژباړه: ما پيريان او انسانان له دې پرته چي زما بندګي وکړي د بل څه كار لپاره ندي پيدا کړي!

نو اوس خو پوه سوو چي عبث نه یو پیداسوي، نو راسئ چي د هغه الله جله جلاله عبادت وکړو، ترڅو دا دنیا او هغه دنیا مو سمه سي…ومن الله توفیق

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب