کولیسترول یاد وینی غوړ

کولیسترول یاد وینی غوړ څه شی دی؟

تعریف: کولیسترول د وینی د غوړو څخه عبارت دی چه د ینی (liver)په واسط تولیدیږی، او د بدن د نورمالو وظایفو د پرمخ بیولو لپاره ضروری دی.
کولیسترول په وینه کی د پروټینو سره په ترکیبی ډول موجود وی چه د دواړو ترکیب د لیپوپروتینو په نوم یادیږی.

 

دکولیسترول وظیفی:

-• د بدن د حجراتو د باندنی طبقی جوړښت.
-• حجراتو ته د قابل جذب موادو مشخص کول چه کومو ته اجازه ورکړی او کومو ته یی ورنه کړی چه حجری ته داخل شی.
-• د جنسی هورمونونو په تولید کی هم دخیل دی.
-•همدارنګه د ادرنال غدی د هومونو(کورټیزول،کورټیکوسټیرون، الدوستیرون او نورو) په تولید کی هم مهم رول لری.
-• د صفرا په تولید کی هم مرسته کوی.
-• د لمر د وړانګو په واسطه د ویټامن ډی په اخیستلو کی هم مرسته کوی.
-• د هغه ویټامنونو په جذب او میتابولیزم کی هم مرسته کوی کوم چه په غوړو کی د حل کیدو قابلیت لری لکه:
( (Vitamin A, D, E & K.
-• او همدارنګه د عصبی ریښو پوښل.

د کولیسترول یا لیپوپروټینو ډولونه:

۱ – ټیټ غلظت درلودونکی لیپوپروټین یا Low density lipoprotein (LDL)
دا ډول لیپوپروتین یا کولیسترول د بدو يا مضره لیپوپروتینو په نامه هم یادیږی، دا ډول لیپوپروتین، کولیسترول د ینی (liver)څخه حجراتو ته انتقالوی چه په نتیجه کی په حجراتو او د هغه په شاوخوا کی د هغوی ډیروالی د وینی د رګونو د تنګوالی او د هغه د دیوالونو د سختوالی سبب ګرځی چه په نتیجه کی لوړ فشار ، د رګونو شکیدل او داسی نورو مشکلاتو سبب کیدای شی.
۲ – لوړ غلظت درلودونکی لیپوپروتین یا High density Lipoprotein (HDL دا ډول لیپوپروتین د ښه يامفيده لیپوپروتینو په نوم هم یادیږی، دا ډول لیپوپروتین ، کولیسترول د بدن د حجراتو څخه ینی ته انتقالوی او په ینه کی ټوټی کیږی او د بدن څخه خارجیږی. چه په نتیجه کی د رنګو د تنګوالی څخه مخنیوی کیږی.
۳ – ترایګلایسرایډ Triglycerides
ترایګلایسرایډ یو کیمیاوی ترکیب دی په کوم کی چه په ډیر مقدار غوړ موجود دی، دا ترکیب د وینی په پلازما کی موجود وی، نوموړی غوړ زموږ د غوړوغذایی موادو څخه کوم چه موږ یی په ورځنیو خوړ کی اخلو منشه اخلی او همدارنګه په بدن کی د نورو غذایی مواد لکه قندی مواد او داسی نورو څخه هم جوړیږی کوم چه زموږ د بدن د مصرف څخه زیات شی، نوموړی مواد د بدن په شحمی حجرو کی ذخیره کیږی او د ضرورت په وخت کی په مصرف رسیږی.

your ads

د کولیسترولو اندازه:

  • مطلوبه اندازه 200mg/dL .
  • د اخرین سرحد اندازه 200- 239mg/dL
  • لوړ حد 240mg/dL او تر د پورته.

د لوړ کولیسترول خطرونه:

  • د وینی د رنګونو د دیوال سختوالی او تنګوالی.
  • د زړه د رنګونو ناروغی او تنګوالی چه په نتیجه کی د زړه عضلی ته په کافی اندازه وینه او اکسجن نه ریسیږی.
  • کله چه د زړه عضلی ته په کافی اندازه وینه او اکسجن ونه رسیږی د زړه حملی او حتی د زړه د ودریدو او مرګ سبب کیږی.
  • دا چه د زړه عضلی ته په کافی اندازه وینه او اکسجن ونه رسیږی د سینی درد او نارحتی یا خناق صدری را مینځ ته کیږی.
  • د وینی د رګونو ناروغی.
  • د زړه وړی او غټی حملی چه کیدای شی د زړه د ودریدو او مرګ سبب شی.

د وینی د لوړ کولیسترول نښی:

  • خناق صدری یا د سینی درد چه د غاړی چپ لاس معدی او شا خواته انتشار مومی.
  • د تمرین یا ګرځیدو په وخت کی د لینګیو دردونه، چه د وینی د رګونو د تنګوالی له وجی مینځ ته راځی.
  • په وینه کی د لختی یا غوټی مینځ ته راتلل چه کیدای شی د وینی د رګونو د بندیدو سبب وګرځی، او همدارنګه د وینی د رګونو پری کیدل یا سوری کیدل.
  • د بدن د پوستکی خصوصآ د سترګو په شاوخوا پنډی زیړ رنګه لکو را مینځ ته کیدل.

سورمرچ او د کولیسټرول مخنیوی:

د لاتیني او اسیايي پخلنځيو یوه خآنګړنه داده،چې په خپلو خوړو کې یو شمېر مزه دارې مسالې کاروي،چې یوه یې سور مرچهم دی که څه هم دا مرچ ډېر تریخ وي ، خو یو شمېر غذايي ګټې لري .سور مرچ له هغو ترخو مسالو څخه دی ،چې 80% دخوړو په هضم کې رول لوبوي او په پایله کې یې انسان په تدریجي توګه خپل زیات وزن له لاسه ورکوي ددې ترڅنګ کوم کسان ،چې سور مرچ کاروي دوی په ورته وخت کې کمه ډوډۍ خوري .اوس نوو څېړنو ثابته کړې ده،چې ترخه خواړه دزړه حمله ، دماغي سکتې په مخنیوي کې دپام وړ رول لري او لامل یې دادی ،چې سور مرچ په بدن کې زیان رسونکي کولیسټرول راکموي .ددې ترڅنګ سور مرچ په دسرطان مخنیوی کولای شي ځکه سور مرچ سرطاني حجرو د ودې مخه نیسي او یا یېله منځه وړي .دا هم د یادونې ده ،چې سور مرچ رواني اغیزهم لري ، سور مرچ او نورې ترخې مسالې په بدن کې اندروین ، سیروتونیین کچه زیاتوي او دا هورمونونه دسړی مزاج ښه کوي او درد راکموي .دلته باید دا له یاده ونه ویستل شي ،چې ډاکترانو دمرچو په خوړو کې داعتدال سپارښتنه کړې ده ، دمرچ ډېره کارونه پر معده اغیز پریباسي .

دوینی د لوړ کولیسترول اسباب:

  • غذایی رژیم : هغه غذایی مواد چه په لوړه اندازه کولیسترول لری لکه: هګی، پښتورګی، بحری غذایی مواد، لبنیات، حیوانی غوړی لکه کوچ، د مال غوړی، وازګی سپینی غوښی .
  • د فزیکی کار او تمرین کموالی یا نه کول، ځای په ځای کښیناستل او پریوتل د کولیسترولو خصوصآ د بدو کولیسترولو د لوړیدو سبب ګرځی.
  • د وزن زیاتوالی.
  • د مخدره موادو خصوصآ سګریټو زیات استعمال د بدو کولیسترولو يا LDL د زیاتیدو سبب کیږی.
  • د الکولی مشروباتو استعمال.

•خطرناک فکتورنه کوم چه د تداوی او وقایی وړ هم ندی:

  • کورنی تاریخچه ، هغه کسان چه د زړه د ناروغانو او لوړ کولیسترول درلودونکی مخکنی واقعی ولری مثلآ که د چا پلار ورور مور او داسی نور، د لوړ کولیسترول تاریخچه درلودله نو تاسی هم په خطر کی یاست کیدای شي ورباندی اخته شی.
  • د کولیسترول لوړه اندازه په نارینه وو کښې نسبت ښځو ته زیاته ده یعنې نارینه نسبت ښځو ته زیات په د ناروغی اخته کیږی.
  • هغه ښځې چه تر وخت مخکې شنډیږي یعنې میاشنی عادت یې بندیږي نسبت هغه ښځو ته چې ناوخته شنډیږي د کولیسترول د لوړیدو په مرض اخته کیږي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب